په جاپان کې دوو چاودنو یو کس وواژه بل یې ټپي کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption پولیسو سیمه کلابند کړې

په جاپان کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په اتسنومیا ښار کې دوه چاودنې شوې چې له امله یې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپيان دي.

چاودنې د پلازمېنې توکیو شمال ته په اوتسنومیا ښار کې شوې دي.

پولیس وايي، له چاودنو سره هممهاله په پارک کې دوو موټرو هم اور اخیستی دی.

تراوسه د چاودنو د بڼې په هکله څه نه دي ویل شوي.

خو یوډو خبري اژانس وايي، چاودنو په نږدې پارک کې کلتوري پروګرام جوړ شوی و.

په سیمه کې یو عیني شاهد وايي، 'د زورورې چاودنې' غږ یې واورېد او بیا یې د باروتو بوی تر سپږمو شو.

په خواله رسنیو کې خپرې ویډیوګانې ښيي چې د پېښې له ځایه دود پورته کېږي.

پولیسو د چاودنو سیمه کلابند کړې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption تراوسه د چاودنو د ډول په هکله څه نه دي ویل شوي