هېټي کې له يوه زندانه ۱۷۰ بنديان تښتېدلي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
هېټي کې د بنديانو تېښته

د هېټي چارواکي وايي، د دغه هېواد له پلازمېنې پورټو پرېنس څخه ۴۵ کيلومتره لرې له يوه بندځایه ۱۷۰ بنديان تښتېدلي دي.

راپورونه ښيي دغو بنديانو له تېښتې وړاندې وسله غلا کړې وه، د ډزو په تبادله کې يو امنيتي کارکوونکی او یو بندي وژل شوی دی.

چارواکي وايي د ملګرو ملتونو د سوله ساتو په مرسته د دغو تښتېدلو بنديانو په لټه کې دي.

د هېټي حکومت د ټوېټر له لارې د دغه پېښې پخلی کړی او خواشينې يې پرې څرګنده کړې ده.

د برازیل د زندان اړدوړ کې '۲۵ بندیان وژل شوي'

د دغه هېواد د عدليې وزير کيمي ايډورډ جونير د رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ويلي، "يو کارکوونکی د پېښې پر مهال وژل شوی، درې بنديان ټپيان شوي چې يوه ټپي وروسته خپل ژوند له لاسه ورکړ"

چارواکي زياتوي ۱۱ تښتېدلي بنديان بېرته نيول شوي دي.

دلته بنديان ځانګړې جامې يا يونيفارم نه لري، له دې امله دوی کولی شي چې په اسانۍ له عامو وګړو سره يو ځای شي.

د هېټي په بندځايونو کې ډېره ګڼه ګوڼه وي او دغه بنديان له محاکمې وړاندې کلونه په کې پراته وي.

د انځور حقوق AP

ورته مطالب