کلنټن وايي، نور د ټرمپ پوښتنې نه ځوابوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د اغلې کلنټن ټاکنیز کمپاین وړاندوېینه کړې، چې راتلونکو ټاکنو ته "روانې ټاکنیزې منډې ترړې د امریکا په تاریخ کې بې سارې دي."

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند نوماندې هېلیري کلنټن ویلي، له دې وروسته به پخپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې د جمهویپال ګوند ټاکنیز سیال ډونلډ ټرمپ پوښتنې‎ ځواب نه کړي او یوازې پر مهمو مسلو به خپل پام ورټول کړي.

اغلې کلنټن د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال له خبریالانو سره په خبرو کې تېرو درو مناظرو ته په اشارې سره وویل: "له هغه سره مې څلورنیم ساعته مناظره وکړه. نور ان د هغه د پوښتنو په ځوابولو هم سوچ نه کوم."

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته ایله ۱۶ ورځې پاتې دي، چې تر ډېره اوس د وګړو پام د ټرمپ لانجمنو ویناوو ته اوښتی دی.

که ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه مني نو بیا؟

ټرمپ او کلنټن؛ د دریمې او وروستۍ مناظرې ګټونکی څوک دی؟

نوموړي د شنبې په ورځ یوځل بیا محکمې ته د هغو ښځو پر کشولو ټینګار وکړ، چې ګني ټرمپ له دوی سره ناوړه جنسي چلند کړی دی.

پر یکشنبې امریکا کې تازه نظرسنجونې وښوده، چې ښاغلی ټرمپ د امریکا په مهمو ایالتونو کې له خپلې سیالې یوڅه شاته پاتې دی.

د اغلې کلنټن ټاکنیز کمپاین وړاندوېینه کړې، چې راتلونکو ټاکنو ته "روانې ټاکنیزې منډې ترړې د امریکا په تاریخ کې بې سارې دي."

د نوموړې د ټاکنیز کمپاین مشر روبي موک په یکشنبې "فاکس نیوز" خبري اژانس ته وویل: "د تېر په پرتله به دا ځل د رای اچولو صندوقونه ډېر وي."

اغلې کلنټن پیټرزبورګ کې له امریکایانو د یو موټی کېدو غوښتنه وکړه.

د انځور حقوق AP
Image caption ټرمپ وايي، امریکا اوس په دوره لارې کې موقعیت لري

دې وویل: "پوهېږم امریکایان د داسې ولسمشر په لټه کې دي، چې د دوی وضعیت ته پام وکړي، دوی ته غوږ ونیسي. زه غواړم همداسې یو ولسمشر شم."

ښاغلي ټرمپ وړاندې په ګټیزبرګ کې ویلي وو، رسنیو د ده په اړه جعلي کیسې جوړې کړې دي چې نړیوالو او امریکایانو ته یې د یوې "خطرناکې او ناوړه څېرې" په توګه وروپېژني.

د یکشنبې په ورځ ټرمپ وویل: "ټولې هغه ښځې چې پر ما تور لګوي، دروغ وايي."


راتلونکی ګام څه دی؟

  • د امریکا ټاکنو ته ۱۶ ورځې پاتې، دواړه نوماندان هڅه کوي چې د یولړ مهمو مسلو په تړاو د هېوادوالو پام ځان ته ورواړوي. اټکل دی، چې دوی به په مهمو ایالتونو (اوهایو، شمالي کارولینا، فلورډا او پنسلوانیا کې) سره کتنې ولري.
  • رای ورکوونکي به د نومبر پر ۱۸مه، د امریکا د ۴۵ ولسمشر ټاکلو لپاره رایې واچوي.
  • ولسمشر به د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ پر ۲۰مه، د ولسمشرۍ لوړه وکړي.

ورته مطالب