امریکایی چارواکی: د شمالي کوریا اټومي پروګرام بندېدو هدف په اوسني سیاست نه ترلاسه کېږي

د انځور حقوق KCNA
Image caption له کلونو راهیسې د شمالي کوریا اټومي پروګرام پر سر خبرې روانې دي

د امریکا ملي استخباراتو ادارې مدیر جیمز کلېپر ویلي؛ د اټومي پروګرام پرېښودو ته د شمالي کوریا هڅولو لپاره د امریکا پالیسي ښایي نه ترلاسه کېدونکې موخه وي.

ښاغلي کلیپر په نیویارک کې د امریکا د بهرنیو اړیکو شورا کې د خبرو پرمهال وویل، د شمالي کوریا دولت "یو پارانوید دولت دی چې احساس کوي کلابند شوی او اټومي وسلې د ځان ساتنې یواځینی لاره بولي."

ښاغلي کلیپر څرګنده کړه چې امریکا کولی شي د شمالي کوریا لخوا د اټومي پروګرام بندولو په بدل کې، دغه هېواد ته د اقتصادي مرستو وړاندیزونه وکړي.

د شمالي کوریا اقتصاد له جدي ستونزو سره مخ دی او د اټومي پروګرام له امله په وروستیو کلونو کې پر دغه هېواد نړیوالو بندیزونو ددغه هېواد اقتصادي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

+ شمالي کوریا د راکټ انجن بریالۍ ازموینه وکړه

+ امریکا پر شمالي کوریا د یواړخیزو جزایي ګامونو پر ارزولو لګیا ده

جیمیز کلیپر په امنیتي برخه کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما له مهمو سلاکارانو دی او په ۲۰۱۴ کال کې یې له شمالي کوریا نه لیدنه کړې ده.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ښاغلي کلیپر د خبرو په غبرګون کې ویلي؛ ددغه هېواد په تړاو د امریکا سیاست بدل شوی نه دی او ددغه وزارت هدف دا دی چې د کوریا ټاپو وزمه اټومي وسلې ونه لري.

شمالي کوریا په دې وروستیو کې څو اټومي ازمایښتونه کړي دي. دغه هېواد په سپتمبر میاشت کې خپله پنځمه او ترټولو لویه اټومي ازموینه وکړه چې له نړیوالې غندلې سره مله وه.