فرانسې د "کالې" پنډغالي تشولو لپاره عملیات پیل کړي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د فرانسې کالې کمپ کې تېره شپه د کډوالو او پولیس تر منځ نښتې شوي

فرانسوي پولیسو او چارواکو د هېواد په شمالي کالې بندري ښار کې د جنګل په نوم پنډغالي نه د کډوالو لېږدولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

تر ۱۲۰۰ ډېرو پولیسو او سیمه ییزو چارواکو د پنډغالي د تشولو عملیات پیل کړي دي.

په دې پنډغالي کې شاوخوا ۷۰۰۰ کسان په ډېر ناوړه حالت کې اوسېږي.

فرانسه هوډ لري له دغو کډالو نه د هېواد د کډوالو نورو کمپونو کې د اوسېدو غوښتنه وکړي.

داسې اندېښنې شته، چې کډوال به د نه وتلو هڅه وکړي، ځکه دوی لاهم غواړي بریتانیا ته ولاړ شي.

په تېرو څو ورځو کې هلته د کډوالو او پولیسو ترمنځ اخ او ډب هم شوی دی.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
پر یکشنبه فرانسه کې چارواکي د ځنګل په نامه د کډوالو کمپ تړلو لپاره وروستۍ تیاریانې نیولې

په پام کې ده، چې په سې شنبې د کډوالو دغه پنډغالي تش کړل شي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي "که کډوال له پنډغالي د نه وتلو هڅه وکړي، له تاوتریخوالي ګټه نه اخلو، خو شاید پولیس مداخلې ته اړایستل شي."

پنډغالي کې شاوخوا ۶۰ کډوال د فرانسې د کډوالو نورو سیمو ته له لېږدېدا وړاندې په سوله ییز ډول په کتارونو کې ولاړ دي.

پنډغالي کې د بي بي سي خبریال سیمون جونز وايي، بسونو کې له لېږدولو څلور ساعته وړاندې کډوال په کتارونو کې ولاړ وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره شپه د فرانسې پولیس جنګل کې له مېشتو کډوالو سره ونښتل

تېره شپه د فرانسې پولیس جنګل کې له مېشتو کډوالو سره ونښتل او کډوالو پر پولیسو د بوتلو ګوزارونه وکړل.

وړاندې په دغه سیمه کې زرګونه خبرپاڼې خپرې شوې چې پکې کډوالو ته خبرداری ورکړل شوی و چې پنډغالی په بلدوزرونو ړنګېږي او له دې سیمې دې ووځي.

بریتانیا منلې چې له دغه پنډغالي ۱۳۰۰ بې کسه ماشوم کډوال ومني.

تر ۱۸ کلونو د کم عمر لرونکو کسانو لپاره به چې په بریتانیا کې خپلوان نه لري او زیانمنونکي دي، د نوم لیکنې بېل بهیر پيلېږي.

د اروپایي ټولنې د قوانیو له مخې، کډوال باید لومړني امن هېواد کې چې دوی وررسېږي پناه وغواړي؛ خو تر ۱۸ کلونو کم عمره کسان کولی شي د پناه غوښتنه نورو هېوادونو ته هم ولېږدوي چې پکې یې خپلوان اوسېږي.

د بریتانیا کډوالۍ قانون یو متمم دولت ته دنده ورکړې چې ماشومانو او نويو ځلميو پناه غوښتونکو ته چې ملګري نه لري، له اروپا نه بریتانیا ته د ورتګ لاره برابره کړي.

د "جنګل" په نوم پنډغالی د کاله بندر ته څېرمه پروت دی او ورنژدې تر اوبو لاندې تونل دی چې فرانسه له بریتانیا سره نښلوي.

په دغه پنډغالي کې د رسمي اوسېدونکو شمېر ۷۰۰۰ کسانو ته رسېږي خو خیریه ټولنې یې شمېر نژدې ۱۰ زره بولي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پنډغالي تشولو پروګرام اوسېدونکو ته ورښودل کېږي

په دغه پنډغالي کې ترډېره د منځني آسیا، افریقا او افغانستان نه راغلي کډوال اوسېږي.

کالې پنډغالی

  • ۲۰۱۶، سپټمبر ۲۶: د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند کالې پنډغالي ته پخپل لومړني سفر کې وویل، دا کمپ به په بشپړه توګه د کال تر پایه پاک کړل شي. اولاند پر بریتانیا غږ وکړ چې د کډوالو د کړکېچ په هواري کې "خپل رول" ولوبوي: "هیله لرم چې بریتانیايي چارواکي د بشري هڅو په لړ کې خپل هغه رول ولوبوي، چې فرانسه دلته فرانسه ورسره لاس او ګرېوان ده."
  • ۲۰۱۶، سپټمبر ۶: د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د کالې پنډغالي د سړک پر دواړو غاړو د دېوال جوړولو کار روان دی، چې هدف یې بریتانیا ته د ناقانونه کډوالو د اوښتو مخنیوی دی. د رپوټونو له مخې، د بریتانیا حکومت د ودانولو پر چارې د ۱٫۹ میلیون یورو لګولو ته غاړه اېښې ده.
  • ۲۰۱۶، سپټمبر ۵: د فرانسې لارۍ چلوونکي او بزګران کالې کمپ کې د لاریونونو له کبله اغېزمن شوي دي.
  • ۲۰۱۶، اګسټ ۳۰: د کورنیو چارو وزیر امبر روډ د فرانسې د کورنیو چارو له وزیر برنارد کازینیوو سره پاریس کې وکتل. برتانیا او فرانسې ژمنه وکړه چې په ګډو هڅو به کالې پنډغالي کې ناوړه وضعیت ختموي.
  • ۲۰۱۶، اګسټ ۱۶: د بریتانیا سیمه ییزو حکومتي چارواکو له فرانسوي سیالانو او د کالې له ښاروال سره وکتل چې په کمپ کې له سرپناه ماشومانو سره څه ډول چلند وشي.
  • ۲۰۱۶، فبروري ۲۹: د ځنګل په نامه کمپ سوېلي برخه کې د ناقانونه خېمو او جونګړو ورانولو چاره پیل شوه. د اړدوړ ضد پولیسو او اوبشیندو هڅه وکړه چې شاوخوا دېره شوي خلک تیت او پرک کړي. اړدوړ تر شپې پورې دوام وکړ او کډوالو هڅه وکړه چې پر لویې لارې تېرېدونکو لاریو ته ځانونه ورسوي، خو پولیسو پرې اوښلن ګاز وکاراوه او بېرته یې شاته وتمبول.
  • ۲۰۱۶، فبروري ۲۵: د فرانسې یوې محکمې کالې کمپ کې د "ځنګل" په نامه سوېلي برخې د ویجاړولو لپاره "زرغونه اشاره" ورکړه، چې هدف یې پکې د ښوونځوی او عبادتځایونو جوړول وو.
  • ۲۰۱۶، فبروري ۲۳: کمپ کې د سوېري برخې نژدې ۱۰۰۰ کډوالو ته د وتلو لپاره رسمي ضرب الاجل پای ته ورسېد. چارواکو وویل، که اړتیا وه له زوره به کار واخلي او کډوال به په ورڅېرمه پارک او د ساتنې په مرکزونو کې مېشتولو ته اړباسي.
  • ۲۰۱۶، جنوري: د فرانسې چارواکو د "ځنګل" کډوالو کمپ په پاکولو پیل وکړ، هلته ورڅېرمه لویه لار هم ده چې کالې کمپ ته غځېدلې. له کډوالو وغوښتل شول چې د کابو ۱۵۰۰ کسانو ځایولو په ساتنځي کې مېشت شي.
  • ۲۰۱۵، اګسټ: لومړي وزیر ډېوېډ کامیرون وویل، بریتانیا به اروپايي تونل ته غځېدونکې د فرانسې د لارې د ګزمې غځولو لپاره لا نور امنیتي تدابیر ونیسي. هلته نوې اغزن جالونه، څک سپي، امنیتي کامرې او انفرارېډ سیستم فعال شو.
  • ۲۰۱۴، مې: فرانسوي چارواکو کمپ پاک کړ - د پاریس پر دې کار د بشري حقونو اړوندو سازمانونو نیوکې وکړې.

اړونده مطالب

ورته مطالب