هند لرغوني جومات ته د ښځو پر ورتلو بندیز لیرې کړ

د انځور حقوق AFP
Image caption د ''حاجي علي'' د جومات سمبالګره ډله وايي، سر له اوسه تر یوې میاشتې به زیارت ته د ښځو د ورتګ اجازه ورکړي.

د هند په ممبۍ ښار کې د ''حاجي علي'' په نامه د جومات سمبالوونکې جرګه ګۍ وايي، د سترې محکمې د پرېکړې پربنسټ به دغه جومات ته د ښځو پر ورتلو لګول شوی بندیز لیرې کړي.

محکمې په تېره اګسټ میاشت کې وویل دا بندیز ''د اساسي قانون ښکاره سرغړونه'' او د ښځو پرضد توپیري چلند دی.

''ښځې د حاجي علي زیارت ته دننه ورتلای شي''

زرداري د هند اجمیر ښار صوفي زیارت ته ورځي

یاد جومات ته په ۲۰۱۲ کال د ښځو پر ورتګ بندیز لګول شوی و. هغه مهال د جومات (زیارت) سمبالوونکې جرګه ګۍ ویلي وو، د نارینه اولیاوو د قبرونو ماچي کول او لاس پرې وهل ''حرام'' دي.

ځینو ښځینه فعالانو چې ددغه بندیز د لیرې کولو لپاره یې کمپاین کړی، د محکمې دا پرېکړه یو ''لوی بری'' بللی دی.

د ښځینه حقونو د ډلې یوې فعالې زکیه سومان بي بي سي ته وویل: ''له محکمې منندوی یو چې د زیارتونو د نارینه منجورو پرضد یې زموږ د کمپاین ملاتړ وکړ.''

اوس به ښځو ته د جومات په انګړ او ځینو نورو شاوخوا برخو کې د ګرځېدو اجازه ورکول کېږي، خو بیا هم ښځې نه شي کولی چې د جومات د ننه د یوه ولي صوفي قبر ته ورشي.

د انځور حقوق HAJI ALI DARGAH TRUST
Image caption ۲۰۱۱ کال کې مېرمنو ته اجازه ورکول کېده، چې حاجي علي زیارت ته دننه ورشي، خو وروسته یپر مېرمنو زیارت د نه ننوتو بندیز ولګول شو

ګڼو سني او شیعه جوماتونو او زیارتونو ته د ښځو د تلو اجازه ورکول کېږي، خو په ځینو جوماتونو او ځانګړو ځایونو کې بیا نه وپرېښودل کېږي.

د اسلامي نړۍ په ځینو جوماتونو کې د نېکو کسانو قبرونه دي، چې ګڼې ښځې ترې د دین مخالف څیزونه غواړي.

په وروستیو میاشتو کې هند ځینو زیارتونو او قبرونو ته د ښځو د ورتګ د پلویانو د کمپاین شاهد و.

د هند په ځینو برخو کې د زیارتونو د منجورو پرضد مسلمانو او هندو فعالانو یو لړ مسلې راپورته کړې.

د انځور حقوق AFP
Image caption په هند کې کمو درمسالونو ته د ښځو د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

د ''حاجي علي'' د جومات سمبالګره ډله وايي، سر له اوسه تر یوې میاشتې به زیارت ته د ښځو د ورتګ اجازه ورکړي.

په مقابل کې، سومان وايي، دا ډله د محکمې پرېکړه نه شي ننګولی، په ټېره بیا ''د ښځو د مخنیوي په تړاو د دوی دریځ کوم قانوني یا اخلاقي بنسټ نه لري.''

دا زیاتوي، په نړۍ کې د ډېری صوفیانو زیارتونو (قبرونو) ته د ښځو په ورتګ بندیز نه شته او له بندیز وړاندې ښځو ته د ''حاجي علي'' پر زیارت د لاس وهلو اجازه وه.

د انځور حقوق AFP
Image caption یوه هندۍ جوړه له خپل یوه میاشتني زوی سره د حاجي علي جومات زیارت ته له تګ وروسته

اړونده مطالب

ورته مطالب