د مصر له بازارونو بوره ورکه شوې

مصر کې د بورې موندل ګران شوي او چارواکي وايي، اوس یې پر ګودامونو او کارخانو له چاپو وروسته نهه زره ټنه بوره ضبط کړې ده

لومړي وزیر شریف اسماعیل ویلي، دغه چاپې د عرضې او تقاضا په لړ کې ( ګټورې ) وې او په وینا یې د راتلونکو دریو میاشتو لپاره به اړتیاوې پوره کړي.

چارواکي وايي نیول شوې بوره به د حکومتي هټیو له لارې په سبسډي بیو وپلورل شي. مصر کې دا وروستیو کې بوره له پلورنځیونو ورکه شوه او له کبله یې خلکو کې غوسه راپارېدلې ده.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مصر کې د بورې لږوالي له کبله د یوې کیلو بیه یو اعشاریه ۱۳ ډالرو ته لوړه شوې ده

بوره له هغه وروسته پوپناه شوه، چې د ولسمشر عبدالفتاح السیسي حکومت د اقتصادي بیا رغونې په موخه یو شمېر پروژو ته د حکومتي سبسډي ورکړه درولې.

بل لور ته د مصر سوداګرۍ خونې مسوولین وايي، له خصوصي سیکتوره د چاپو له لارې د توکو نیول به دغه توکي په بازارونو کې نور هم لږ کړي، ځکه په وینا یې دې سره به صنعت کاران د پانګې اچوونې پر ځای له صحنې ووځي.

مصر کې د بهرنیو اسعارو لږوالی او د سعودي عربستان له لوري د نفتو مرستې په ټپه درېدل هم د دې لامل شوي، چې تور بازار کې یې له کبله د مصر خپلې پېسو ارزښت ټیټ شوی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption مصر د اړتیا وړ ډېره بوره له بهره صادروي

په بني سویف ولایت کې د مصر له لویو خوږو تولیدونکو کمپنیو نه د یوې ( ادیتا ) مسوولینو ویلي، چارواکو یې له کارخونې ۲۰۰۰ ټنه بوره ضبط کړه او له همدې کبله به یې درې ورځې کارخونه تړلې وي.

د کارخونې مسولین ټینګار کوي، چې نیول شوې بوره یې په غیر قانوني توګه نه وه زېرمه کړې او نه یې هم له تور بازاره رانیولې وه، بلکې وايي، په قانوني توګه یې له خصوصي سیکتوره رانیولې وه.

د مصر له سي بي سي ټلویزیون سره مرکې کې ښاغلي اسماعیل ویلي: ځینې منفي ټکي شته، چې موږ ورسره مخامخ یو، خو د داسې قضیو شمېر لږ دي، موږ اړ یو چې بازارونه وڅارو، دغه څار خورا اړین دی.

مصر هر کال تر درې میلیونه ټنه پورې بوره کارووي، چې یو په درېیمه برخه یې له بهره صادروي.