د کونړ والي: په برید کې د "بهرنیانو" په ګډون ۱۵ وسلوال وژل شوي

د انځور حقوق Alamy
Image caption د القاعده دغو قومندانانو د ځوانانو د جذبولو ماموریت درلود

امریکايي چارواکي وايي، د دغه هېواد د بي پیلوته الوتکو په برید کې د افغانستان د شمال ختیځ لپاره د القاعده مشر او د هغه مرستیال ووژل شول.

یوه امریکايي پوځي چارواکي له نوموښودنې پرته اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، دا برید یې تېره یکشنبه د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې شوی دی.

په برید کې فاروق القحطاني او د هغه مرستیال بلال المعتبي وژل شوي دي.

دغه چارواکي دا نه ده تایید کړې، چې برید کامیاب و، خو ویلي یې دي چې "ډېر باوري دي."

پنټګان له څو کلونو راهیسې د قحطاني د موندلو هڅه کوله، پوځي چارواکو په ۲۰۱۲ کال کې د هغه ځای معلوم کړ، غوښتل یې برید پرې وکړي، خو د ولسي وګړو د وژنې د مخنیوي لپاره په وروستیو شېبو کې یې برید وځنډاوه.

* القاعده ولې مشرتابه ته ځوانان جذبوي؟

* القاعده وايي، هند کې څانګه جوړوي

امریکايي چارواکو ویلي، د غازي اباد ولسوالۍ په هیلګل کلي کې فاروق القحطاني او د هغه مرستیال بلال المعتبي و، خو په جلا جلا کورونو کې اوسېدل، چې له یو بل څو سوه متره لرې وه.

د دوی په خبره، د دواړو د وژلو لپاره په یو وخت څو ډرون الوتکو بریدونه وکړل.

په سیمه کې د بي بي سي خبریال نعمت الله کریاب وايي، په کوم ځای کې چې ډرون برید شوی اوس هم د خلکو په تګ راتګ بندیز لګیدلی، له دغه حالته ښکاري، چې په برید کې د کار خلک په نښه شوي دي.

له بلې خوا د کونړوالي وحید الله کلیمزی په دغه برید کې د څو بهرنیو اورپکو د وژل کیدو پخلی کوي، خو دفاروق القحطاني او د هغه د مرستیال بلال المعتبي د وژل کیدو په تړاو پوره ډاډه نه دی.

ښاغلی کلیمزی وايي، که د القاعده د دغو دوه جګپوړو مشرانو وژل باوري شي ، دا به دغې ډلې ته دروند ګوزار وي.

د انځور حقوق د کلیمزي له فیسبوک پاڼې
Image caption د کونړ والي وحیدالله کلیمزی

قحطاني او معتبي په کونړ کې د القاعده پېژندل شوي قومندانان وو.

دوی خپلې ډلې ته د ځوانانو د ګومارلو ماموریت درلود.

قحطاني د سعودي عربستان او معتبي د قطر و.

د روان کال فرورۍ میاشت کې د امریکا مالیې وزارت قحطاني د نړیوالو ترهګرو په نوملړ کې زیات کړ.

په کونړ کې پر القاعده بریدونه

تردې وړاندې هم په امریکايي ځواکونو په کونړ ولایت کې د القاعده پر مشرانو او مهمو قومندانانو بریدونه کړي دي.

په دانګام ولسوالۍ کې د افغانستان لپاره د القاعده مشرابو حفس اللیبي چې په غبدالغني مشهور وو او په وټپور کې سخر الطایفي هم په ورته بریدونو کې په نښه شوي وو.

تر اوسه د القاعده له لوري دافغان حکومت او متحده ایالتونو وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښول شوی او دا هم نه ده روښانه ، چې د القحطاني پر ځای د چا د ګومارنې شونتیا شته.

خو څیړونکي وايي القاعده ډله، چې له پخوا کمزورې شوې، اټکل نه کیږي، چې په نږدې راتلونکي کي دغه تشه ډکه کړي.

ورته مطالب