د ډونلډ ټرمپ د مرستیال الوتکه د ناستې پرمهال له ځغاستلیکې وتلې

د انځور حقوق AP
Image caption په دغه پېښه کې ښاغلي پنس او د هغه ملګرو ته زیان نه دی اوښتی.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ د مرستیال مایک پنس لېږدوونکې الوتکه د نیویارک په لاګواردیای هوایي ډګر کې د کېناستو پرمهال له ځغاستلیکې وتلې ده.

په دغه پېښه کې ښاغلي پنس او د هغه ملګرو ته زیان نه دی اوښتی.

ښاغلي پنس له آیوا نه نیویارک ته سفر کړی دی.

مایک پنس د انډیانا ایالت والي او د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د نوماند مرستیال دی.

ښاغلی پنس او نژدې ۳۰ ملګري یې د الوتکې له شاتنۍ دروازې ووتل.

د امریکا ټلویزیوني شبکو د ښاغلي پنس داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي هغه د پېښې سیمې ته له ورغلو مرستندویانو او د اوروژنې له مامورینو سره ګډ انځورونه اخلي.

د راپورونو له مخې، اوسمهال په لاګواردیا کې د الوتکو الوتنې درول شوې دي.

د پنجشنبې په ورځ د نیویارک اسمان وریځ او هوا باراني وه.

ویل کېږي چې پیلوټ په سختۍ برېک ونیوه او سپرو کسانو د الوتکې د ټایرونو سوځېدو بوی حس کړی.

مایک پنس د پېښې تر پایته رسېدو وروسته پر ټویټر له مرسته کوونکو مننه وکړه او ویې ویل: "سبا بېرته ټاکنیز کمپاین ته ستنېږم."

ښاغلي ټرمپ هم له خپل مرستیال سره خبرې کړي ترڅو د هغه او د ملګرو له روغتیا یې ډاډمن شي.

ورته مطالب