چیچنیا کې به د 'اخلاقو پولیس' ودونه څاري

د انځور حقوق MAXIM SHEMETOV/REUTERS/ALAMY
Image caption تنګ کالي اغوستل، شراب څښل، د ټوپکو ډزې کول، د ناوې او زوم له لوري په شریکه د واده کیک پرې کول او کاواکه نڅا کول هغه څه دي، چې نامناسب بلل شوي دي

چیچنیا کې به اوس چارواکي د ودونو مراسم څاري، چې د دوی په وینا دې ودونو کې د ' نامناسبې رویې ' مخه ونیوله شي.

ځايي رسنیو کې دغو چارواکو ته، چې په عامه ځایونو کې ترسره کېدونکو ودونو ته به د څار لپاره ورځي د 'اخلاقو پولیس ' نوم ورکړل شوی دی.

د کلتور سرپرست وزیر خوژ بووديدایوف د چیچنیا دولتي خبري اژانس ته ویلي ''ځانګړې کاري ډلې به عامه ځایونو کې ودونو ته ځي او که وویني، چې په کې کالي یا نڅا زموږ له دود دستور سره سم نه دي، د مراسمو مخنیوی به کوي. ''

لاهور کې د واده جامو نندارتون

افغانستان کې جبري ودونه کم شوي

ویډیو د چين تر اوبو لاندې ودونه

پلازمېنه ګروزني کې چارواکو د رستورانټونو لپاره یو شمېر مقررات ټاکلي وو او ان د هغو ودونو پر مراسمو یې هم چاپې ووهلې، چې له دغو مقرراتو په کې سر غړاوی کېده.

اوس د کلتور چارواکي وايي مخکې له دې چې دغه ډول مراسم بې لارۍ ته ورسېږي، باید په لومړي سر کې یې مخنیوي وشي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کلتور چارواکي وايي مخکې له دې چې دغه ډول مراسم بې لارۍ ته ورسېږي، باید په لومړي سر کې یې مخنیوي وشي.

ولسمشر رمضان کادیروف او نورو چارواکو پرلپسې خپل هېواد ته د ' لوېدیځ کلتور صادرونکي ' سخت غندلي.

دوی وايي دغه نوی کلتور د روسیې قفقاز سیمې د چیچنیا جمهوریت له دود، دستور سره سم نه دي، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي.

ویډیو په افغانستان کې د نورو په خوښه ودونه

د برتانيا کډوالۍ قانون پاکستاني ودونه ډېر کړل

تنګ کالي اغوستل، شراب څښل، د ټوپکو ډزې کول، د ناوې او زوم له لوري په شریکه د واده کیک پرې کول او کاواکه نڅا کول هغه څه دي، چې نامناسب بلل شوي دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په تېر کې دغه ډول خبرداريو ډېر څرګند اغېز نه درلود، بلکې پر ټولنیزو رسنیو یې په اړه ملنډې وهل کېدې.

دغه راز د ناوې پر نڅا له یوه مخه بندیز لګول شوی دی.

په تېر کې دغه ډول خبرداريو ډېر څرګند اغېز نه درلود، بلکې پر ټولنیزو رسنیو یې په اړه ملنډې وهل کېدې.

د دغه نوي اعلان په اړه د ګروزني یوه اوسېدونکي کوکازسکای یوزیل خبرې پاڼې ته ویلي ''حکومت غواړي د امکان تر حده خلک په خپل کنترول کې وساتي. نه پوهېږو له دې وروسته به دوی څه کوي، ایا د مړو وروستي مراسم به هم څاري؟ ''

خو یو شمېر نور بیا له چارواکو سره موافق دي. یوې مېرمنې یادې پاڼې ته ویلي چې ' دودیز ودونه د نڅا پر کلبونو ' ډسکو ' بدل شوي دي ''

اړونده مطالب