فلیپین ولسمشر: خدای سره مې ژمنه کړې چې سپکې سپورې به نه وايم

د انځور حقوق AFP
Image caption ولسمشر رودریګو دیوتیرتي له جاپانه خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته دغه څرګندونې کړې

د فليپین ولسمشر رودریګو دیوتیرتي وايي، له خدای سره یې ژمنه کړې، چې له دې وروسته به سپکه ژبه نه کاروي.

له جاپانه خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته هوايي ډګر کې نوموړي وویل، په الوتکه کې یې دغه ژمنه وکړه:

'' د الوتکې سفر پر مهال مې یو غږ واورېد، چې وايي د سپکو سپورو ویل پرېږده که نه الوتکه به دوې ټوټې شي او ما هم ژمنه وکړه، چې بیا به داسې نه کوم. ''

نوموړی ډېری مهال لویدیځوالو لپاره سپکې سپورې وايي او له دې کبله یې په خپل هېواد کې محبوبیت ډېر شوی دی.

هغه ولسمشر اوباما د ' فاحشې زوی ' بللی، اروپايي ټولنه یې ریاکاره بللې، د ملګرو ملتونو پرېښوولو ګواښ یې کړی او له هتلر سره پرتله کېدل یې منلي، چې وايي په خوښۍ به هغه درې میلیونه کسان ووژني، چې په نشو روږدي دي.

دا هر څه د نشه یي توکو پر ضد خونړۍ جګړې ته غبرګون وو، چې په بهیر کې یې زرګونه مشکوک قاچاق وړونکو او کاروونکي د پولیسو او اورپکو ډلو له لوري وژل شوي دي.

ښاغلی دیوتیرتي وايي، له خدای سره یې ژمنه کړې، چې له دې وروسته به ' بازاري او فحش ' توري نه کارووي. نوموړی وايي له خدای سره د ژمنې معنا د فلیپین له خلکو سره د ژمنې په معنا ده.

د انځور حقوق AP
Image caption ولسمشر رودریګو دیوتیرتي له دې مخکې د امریکا ولسمشر باراک اوباما، اروپايي اتحادیه او پاپ کنځلي

خو ځايي رسنۍ وايي، د ده دغه ژمنه هم حد لري، چې وايي د امریکا، اروپايي اتحادیې او سیاسي سیالې سناتورې لېلا دي لیما په اړه د خبرو پر مهال به مناسبت پورې اړه ولري.

د ډېری فلیپینیانو په څېر ښاغلی دیوتیرتي هم رومن کاتولیک دی، خو د کاتیلوکانو مشر پاپ یې هم د ( فحاشې زوی ) بللی و، چې له کبله یې د هغه د سفر پر مهال لارې بندې وې.

دې وروستیو کې نوموړي ویلي و هېواد یې غواړي د امریکا اوږد مهاله ملګرتیا پرېږدي او په ممکنه دوه کاله موده کې هلته مېشت امریکايي ځواکونه باید خپل هېواد ته ستانه شي.