امریکا کې د روسیې د ولسمشرسلاکار مړینه یوه "پېښه" وه

روسیه د انځور حقوق Ria Novesti
Image caption میخایل لېسین د اوږدې مودې لپاره د روسیې د رسنیو په بازار او قدرت کې یو له اغېزمنو کسانو ګڼل کېده.

امریکایي چارواکي وایي؛ د ولادیمیر پوتین د پخواني سلاکار مړینه چې تېر نومبر د امریکا پلازمېني واشنګټن په یوه هوټل کې په شدید ټپي حالت کې وموندل شو، یوه "پېښه" وه.

د کلمبیا سیمي څارنوال ویلي؛ د تېر کال د نومبر په ۵مه د میخایل لېسین په مړینه کې "له ایتانولو (الکول) حاد مسمومیت" رول لري.

د ۵۷ کلن لېسین مړی تېر کال د ډوپن سرکل په سیمه کې په هوټل کې په خپله کوټه کې وموندلشو چې پر سر، ورمېږ او بدن یې د ټپونو نښې لیدل کېدې.

امریکایي څارنوالانو ویلي؛ دا چې نوموړي ډېر الکول کارولي، "غورځېدو" د هغه پر بدن ټپونه جوړ کړي.

میخایل لېسین د اوږدې مودې لپاره د روسیې د رسنیو په بازار او قدرت کې یو له اغېزناکو کسانو ګڼل کېده.

ښاغلی لېسین د ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۹ کلونو ترمنځ د روسیې د ولسمشر سلاکار په توګه دنده ترسره کوله او د "رشیه ټودې" (د نن روسیه) ټلویزیوني چینل په جوړېدو کې یې مرسته وکړه.

ښاغلي پوتین وړاندې "روسیه کې د مډرنو رسنیو په رامنځته کولو کې د میخایل لېسین مهمې ونډې" ستاینه کړې وه.