د امریکا ټاکنې: وروستي برېښنالیکونه کلنټن څومره زیانمنوي؟

د انځور حقوق AP
Image caption د کلنټن برېښنالیکونه بیا له سره کتل کېږي.

ښایي هېڅ خبره نه وي. ښایي لویه خبره وي. د برېښنالیکونو موضوع به په یقین سره تر دوو اوونیو پورې چې امریکایان ولسمشریزو ټاکنو کې رایه ورکوي، هواره نه شي.

د امریکا کانګرس ته د اېف بي ای مشر جېمز کومي په یوه لیک کې ویلی، اداره یې غواړي یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو د ډیموکراتې نوماندې برېښنالیکونه د منظمو معلوماتو د ممکنه ناسم کارولو د ابهام له امله وارزوي.

خو د بېلګې په توګه او دا چې څومره برېښنالیکونه له پوښتنې سره مخ دي معلومات نشته.

خو دا چاره به رامنځته شوې اوازې او ګومانونه لا ډېر کړي، چې وار له مخه له "حکومتي سرچېنو" د معلوماتو لیګ کېدو په نوم ورته لمن وهل کېږي.

د هېلیري کلنټن نوي برېښنالیکونه ظاهرا د هغې د یوه کمپاینر جان پوډیسټا د شخصي برېښنالیکونو له هک کېدو سره چې وېکي لیکس ترې پرده پورته کړه یا هم د کلنټن بنسټ له پلټل کېدو سره تړاو نه لري.

سي بي اېس تلوېزیون وايي، اېف بي ای هم داسې ښکاري چې بیا د دې مسلې را پورته کولو سره ګنې غواړي د کلنټن پلټنې له سره پیل کړي او داسې نتیجه اخستنه "له وخت مخکې" ده.

د واشنگـن د ونډو بازارونو کې هم بې وخته نتیجه اخستنه همداسې ده.

د اغلې کلنټن منتقدین بریدونه کوي او د خپلو ادعاوو کره ښوولو لپاره وروستي خبرونه کاروي چې ګواکې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې سرغړونې کړې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د اېف بي ای وروستۍ غوښتنې ټرمپ او د هغه پلویانو ته موقع ور کړه چې پر کلنټن بیا د تورونو لړۍ ګرمه ګړي.

د هغې د ولسمشرۍ څوکۍ سیال او جمهوریپال نوماند په نیو همپشایر ایالت کې د پرون ورځې په غونډه کې هغه فاسده مجرمه وبلله.

په ډله ییز شعار "زولانه یي کړئ" سره یې ثابتوله چې اېف بي ای ښايي اوس دا چانس ولري چې وښيي "دوی د پخوانيو تېروتنو د سمولو جرات لري" چي مخکې یې د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیرې له تورنولو ډډه کړې وه.

ورته مهال د مېرمن کلنټن ملاتړي به هم راتلونکو څو ورځو کې په دفاعي حالت کې وي او هڅه به یې دا وي چې د دې موضوع خبري زیان وارزوي.

داسې نه ښکاري چې دې سره به د ټاکنو په ورځ د اغلې کلنټن ملاتړي ښاغلي ټرمپ ته رایه ورکړي، ځکه دا مهال د دواړو ډلو ترمنځ ډېر لوی واټن دی.

دا ښایي په ټاکنو کې د ډیموکراټو رایه ورکوونکي د ګډون شمېر کم کړي یا هم ملاتړي یې د دریمې ډلې نوماندانو لکه د زرغون ګوند جېل سټین او یا ازادیپال ګرې جانسن ته ورشی.

خو دا یقیني ده چې که دا موضوع په لویې سرخوږۍ واوړي او کنه، خو د کلنټن د کمپاین پر ټولو ناسمو برخو به رڼا واچوي.

د ټاکنیز بهیر په پای کې به رایه ور کوونکو ته د هغې وروستی پیغام کمرنګه کړي او د ډېرو ورځو لپاره به د سیاسي بحثونو په سر کې وي.

ترټولو مهمه خبره دا ده، چې ان که کلنټن سپینه ماڼۍ هم وګټي، دا تضمینوي چې د دې د ولسمشرۍ لومړۍ ورځې د اوږدو سیاسي جنجالونو تر سیوري لاندې راولي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د مېرمن کلنټن د برېښنالیکونو سروسر په نیویارک کې د هغې په کور کې و.