پاکستاني چارواکو له القاعدې سره د تړلو وسله والو د وژلو ادعا کړې

Image caption د چارواکو په خبره د ترهګرۍ ضد پولیسو ته څارګرو ادارو راپور ورکړی و، چې په یاده سیمه کې ځينې وسله وال د ترهګريزو بریدونو پلان جوړوي.

د پاکستان د پنجاب او بلوچستان ایالتونو چارواکي وايي، هلته امنيتي اورګانونو په عملياتو کې لږ تر لږه اته وسله وال وژلي، چې د دوی په خبره پنځه وسله وال د القاعده شبکې غړي وو.

په پنجاب کې د ترهګرۍ ضد پولیسو ویاند بي بي سي ته ویلي، د دوی سرتېرو د جمعې او شنبې په منځنۍ شپه په ګوجرانواله سیمه کې د القاعده شبکې پنځه وسله وال داسې مهال وژلي، چې د دوی په وینا هلته يې د ترهګریزو بریدونو پلان درلود.

د چارواکو په خبره د ترهګرۍ ضد پولیسو ته څارګرو ادارو راپور ورکړی و، چې په یاده سیمه کې ځينې وسله وال د بریدونو پلان جوړوي.

پاکستاني چارواکو سره د افغان طالبانو خبرې

مومندو کې پنځه پاکستاني سرتېري ټپيان شوي

اسلام اباد کې یوه اسپانيوي دیپلومات "ځان وژلی"

د دغې ادارې د ویاند په خبره کله چې هلته د ترهګرۍ ضد پولیس ورغلل، لومړی يې وسله والو ته د تسلیمېدو اعلان وکړ، خو هغوی د تسليمېدو پر ځای پر پولیسو ډزي پيل کړې.

ویاند زیاتوي، وروسته د پولیسو په ډزو کې پنځه تنه وسله وال هلته ووژل شول.

پولیس وايي، د دې وسله والو درې ملګري د شپې په تیاره کې په تېښته بریالي شوي، خو دوی يې پر ضد پلټنې پيل کړې دي.

د پنجاب د ترهګرۍ ضد پولیسو ویاند وايي، د دوی سرتېرو د وسله والو له دې ځایه یو کلاشنیکوف، دوې توپانجې، یو ټوپک، دوه لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پنجاب د ترهګرۍ ضد پولیسو ویاند وايي، د دوی سرتېرو د وسله والو له دې ځایه یو کلاشنیکوف، دوې توپنجې، یو ټوپک، دوه لاسي بمونه او چاودېدونکي توکي هم ترلاسه کړي دي.

تراوسه القاعده ډلې د دې وژل شويو کسانو په تړاو څه نه دي ویلي.

بلې خوا ته په بلوچستان ایالت کې د ملېشه ځواکونو ویاند وايي، په بلوڅ مېشته قلات سیمه کې په چاڼيزو عملياتو کې درې وسله والو وژل شوي دي.

کوټه کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید کې ۶۱ وژل شوي

د سمندر پر غاړه د ګوادر تږی ولس

د ځواکونو ویاند رسنیو ته په لېږل شوې یوه خبرپاڼه کې ويلي، مليشه ځواک د قلات په يوه غرنۍ سیمه سمالاو کې دغه وسله وال وژلي او ادعا يې کړې، چې دغه وسله وال له یوې بېلتون غوښتونکې بلوڅ وسله والې ډلې سره تړاو لري.

تراوسه د بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په بلوچستان ایالت کې له تېرې یوې لسیزې راهیسې ځينې بلوڅ بېلتون پاله ډلې له پاکستانه د بېلېدو وسله واله مبارزه کوي، چې پاکستان يې تل تر شا د هند او افغانستان د څارګرو ادارو د لاس لرلو تور پورې کوي، خو ياد هېوادونه يې تورونه ردوي.

ورته مطالب