د ایف بي ای مشر د هیلري کلنټن برېښنالیکونو پلټنې پرېکړې دفاع کړې

جیمز کومې د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلې کومي له دې مخکې د برېښنالیکونو موضوع په تړاو پر مېرمن کلنټن نیوکې کړې

د امریکا پلټنو فدرالي ادارې ایف بي ای مشر جیمز کومي د خپلې هغې پرېکړې دفاع کړي، چې کانګرس ته به د هیلري کلنټن د برېښنالیکونو موضوع بیا څېرنې په اړه معلومات ورکړي.

نوموړی وايي له خلکو د دغې موضوع پټول به د تېر ایستلو مانا ولري.

مېرمن کلنټن له ایف بي ای غوښتي، چې سملاسي بشپړه او ټول معلومات وړاندې کړي.

د مېرمن کلنټن سیاسي سیال ډونالډ ټرمپ د دغې ادارې د پرېکړې هرکلی کړی.

د جمعې په ورځ داسې حال کې، چې د دغه هېواد ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې ۱۱ ورځې پاتې دي، ښاغلي کومي کانګریس ته په یوه لیک کې لیکلي و، چې د نویو برېښنالیکونو په اړه یې معلومات موندلي، چې ښايي د مېرمن کلنټن برېښنالیکونو پلټنو د پخوانۍ موضوع سره ' اړیکه ' ولري.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د هېلري کلنټن د برېښناليکونو پلټنه

د هېلیري کلنټن نوي برېښنالیکونه ظاهراً د هغې د یوه کمپاینر جان پوډیسټا د شخصي برېښنالیکونو له هک کېدو سره چې وېکي لیکس ترې پرده پورته کړه یا هم د کلنټن بنسټ له پلټل کېدو سره تړاو نه لري.

بل لور ته واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا عدلیې وزارت چارواکو له قوله لیکلي، چې د دغې موضوع برالا کول د ایف بي ای رویې لپاره مناسبه چاره نه ده ' چې د هغو دوسیو په اړه چې په اړه یې څېړنه کېږي، نظر نه څرګندوي او داسې ګام نه پورته کوي، چې د ټاکنو پر پایلو د اغېز په معانا وبلل شي. '

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونالډ ټرمپ د دغې پرېکړې هرکلی کړی

مېرمن کلنټن وايي، ' باوري ' ده، چې د برېښنالیکونو په اړه پلټنو کې به له هغه څه زیات و نه موندل شي، چې ایف بي ای دې لړ کې جولای میاشت کې تر لاسه کړي وو.

خو د هغې سیال ښاغلی ټرمپ وايي دا له واټر ګېټ رسوايۍ راوروسته، چې له کبله یې ۱۹۷۰ مو کلونو کې د هغه مهال ولسمشر ریچارډ نکسن استعفی وکړه، لویه سیاسي رسوايي ده او وايي خوښ دی، چې اوس په دې اړه پلټنې کېږي.

نظر پوښتنې ښيي، چې د برېښنالیکونو لپاره د شخصي برېښنالیک سرور کارولو موضوع له رابرسېره کېدو وروسته د مېرمن کلینټن د محبوبیت کچه ټيټه شوې ده.