د سعودي په مشري د ایتلاف برید یمن کې لسګونه بندیان وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګرو ملتونو ویلي، د یمن تازه شخړو او جګړو لږترلږه ۷۰۰۰ کسان وژلي

د یمن امنیتي چارواکي وايي، د شنبې په ماښام، د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بمبارۍ د یمن لوېدیځ الحدیده ولایت کې پر یوه زندان بمبارۍ لسګونه بندیان وژلي دي.

ځینو مرستندویو طبي سرچینو ویلي، برید د حوثي یاغیانو پرضد شوی، خو ''د هېواد لوېدیځ الحدیده ښار امنیتي (زیدیه) ادارې یو زندان په نښه شوی''.

سرچینې وايي په برید کې تر ۳۰ ډېر بندیان وژل شوي، خو د حوثیانو اړوندو خبري رسنیو ویلي، د برید د قربانیانو شمېر ۴۳ ته رسېدلی، خو ایتلاف د برید په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

یمن کې پر جنازه د هوایي برید قربانیان له ۱۴۰ ډېر شول

"یمن کې د ویر پر مراسمو هوایي برید دې وڅېړل شي"

له ۲۰۱۴ کال راهیسې حوثیان پر الحدیده او پلازمېنه صنعاء ښارونو واکمن دي.

د سعودي په مشرۍ پر ایتلاف ګڼې نیوکې کېږي چې په بریدونو کې ولسي وګړي په نښه کوي.

د انځور حقوق AP
Image caption دا برید څو ساعته وروسته تر هغه شوی، چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ولد الشیخ احمد له خوا د سولې وړاندې شوې غوښتنه رد کړه.

د روانې اکتوبر په لومړیو کې دغه ایتلاف صنعاء کې د جنازې پر مراسمو برید وکړ، لږترلږه ۱۴۰ کسان یې ووژل، چې ډېری یې ولسي وګړي وو.

ایتلاف د برید پړه دوی ته پر ورکړل شویو 'ناسمو معلوماتو' واچوله.

دا برید څو ساعته وروسته تر هغه شوی، چې د یمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ولد الشیخ احمد له خوا د سولې وړاندې شوې غوښتنه رد کړه.

هادي وویل، دا غوښتنه یې ځکه رد کړه چې ګني له ''پاڅونوالو سره خواخوږي'' پکې شوې ده - د نوموړي څرګنده اشاره حوثیانو او د مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویانو ته وه.

په دې غوښتنه کې حوثیانو ته د حکومت د یوې برخې ورکولو وړاندیز شوی و.

یمن کې د لوږې پر ضد د یوې ښځې مبارزه

د انځور حقوق EPA
Image caption ملګري ملتونه وایي، د یمن پلازمېنه صنعا کې د جنازې پر مراسمو په هوايي برید کې له ۱۴۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر ټپیان دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب