ایټالیا کې زوروره زلزله شوې

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ايټاليا په جنوبي او مرکزي برخو کې زورورې زلزلې ډېر زيان اړولی دی. دا په پروګيا سيمه کې يو کور نړېږي

د ایټالیا مرکزي سیمې ۶٫۶ درجې زلزلې لړزولې دي. تېره اونۍ هم هلته پنځه اعشاریه پنځه درجې زلزلې پلازمېنه روم ولړزاوه.

په زلزله کې د انسانانو د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

دوه میاشتې وړاندې ایټالیا کې یوې لویې زلزلې لږترلږه ۳۰۰ کسان وژلي وو او ګڼې مېنې یې ورانې کړې وې.

د انځور حقوق @MONKSOFNORCIA
Image caption زلزله کې د ګڼو ودانیو د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی

له ۱۹۰۰ راهیسې ایټالیا کې زلزلې

  • ۲۰۱۶ اکتوبر: نورسیا، د ایټالیا مرکزي سیمه، ۶٫۶ درجې زلزلې ویجاړي رامنځته کړې، خو مرګ ژوبله نه لري
  • ۱۹۸۰ نومبر: کمپانیا، د ایټالیا سوېل کې ۶٫۹ درجې زلزلې ۵۰۰۰ کسان ووژل
  • ۱۹۳۰ جولای: ارپینیا، کمپانیا، ۶٫۶ درجې زلزلې ۱۴۰۰ کسان ووژل
  • ۱۹۱۵ جنوري: لاکیلا، ۶٫۷ درجې زلزلزې تر ۳۰۰۰۰ ډېر کسان ووژل
  • ۱۹۰۸ ډسمبر: مسینیا، د ۷٫۱ درجې زلزلې او څونامي له کبله لږترلږه ۲۰۰۰۰۰ کسان ووژل شول
  • ۱۹۰۵ سپټمبر: کلابریا، د ۷٫۲ درجې زلزلې او څونامي تر ۲۵۰۰ کسان ووژل

د یکشبنې د زلزلې کچه ۶٫۶ درجه او ژوروالی یې یوازې ۱٫۵ کیلومتر ښودل شوی.

د انځور حقوق @FRANC_PETRUCCI
Image caption نورسیا ته زلزلې غځېدلې لاره خرابه کړې
د انځور حقوق AFP
Image caption نورسیا کې یوه ویجاړ شوې ودانۍ، اوروژوني د احتمالي اور وژلو لپاره ورغلي

تر اوسه زلزله کې د مرګ ژوبلې په اړه سم لاسي د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی.

په نارسیا کې د سن بندیتو یوه پادري پرټویټر د تازه زلزلې یو انځور خپور کړی دی.

زلزلې ترهولي وګړي واټونو او کوڅو ته راوتلي دي.

ایټالیا کې د مخکینۍ زلزلې انځورونه

زلزله: ایټالیا کې ویر

اړونده مطالب

ورته مطالب