د کلنټن ایمیلونه: د اف بي آی رییس ښایي قانون نقض کړی وي

هیلېري کلنټن او جیمز کومي د انځور حقوق AP
Image caption ټاکنو ته په نژدې وخت کې د جیمز کومي دا اقدام د ډیموکراتانو له سختو نیوکو سره مخ شوی

د امریکا په سنا مجلس کې د دیموکراتانو مشر ویلي؛ د امریکا د جنایي څېړنو فدرالې ادارې مشر د کانګرس د یوه پخواني غړي د ایمیلونو د پلټنې علني کولو سره چې ښایي د هېلیري کلنټن ایمیلونه ترې وموندل شي، ممکن قانون نقض کړی وي.

د هېري رېډ اشاره هغه قانون ته ده چې چارواکي په ټاکنو کې له نفوذ کولو منع کوي. د اف بي آی د پلټنو خبر داسې مهال خپرېږي چې امریکا کې ولسمشریزو ټاکنو ته دوه اونۍ پاتې دي.

د اف بي آی مشر جیمیز کومي د جمعې په ورځ ګانګرس ته خبر ورکړ چې د پارلمان پخواني غړي انټوني وېنر په تړاو پلټنو په ترڅ کې ښایي د هېلیري کلنټن نور ایمیلونه ترلاسه شوي وي.

د یکشنبې په ورځ اف بي آی د مېرمن کلنټن د سلاکارې هما عابدین د ایمیلونو پلټلو لپاره لازمه اجازه ترلاسه کړه.

د هما عابدین ایمیلونه ظاهرا د هغې پخواني مېړه انټوني وېنر له لپټاپ نه وموندل شول. د انټوني وېنر په تړاو پلټنې د هغه لخوا یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ته د څرګندو جنسي پیغامونو د استولو اړوند وې.

+ د امریکا ټاکنې: وروستي برېښنالیکونه کلنټن څومره زیانمنوي؟

+ ایف بي ای د هیلري کلنټن برېښنالیکونو پلټنې پرېکړې دفاع کړې

اف بي آی باور لري چې دا ایمیلونه ښایي د هېلیري کلنټن د ایمیلونو د پلټنو اړوند وي. کلنټن د بهرنیو چارو وزارت د دندې پرمهال د ایمیلونو استولو لپاره شخصي سرور کارولی و.

د کلنټن د ایمیلونو په تړاو پلټنې پرته له کوم تور لګولو په جولای میاشت کې پایته ورسېدې.

انټوني وېنر د جنسي پیغامونو د لېږلو تر رسوایۍ وروسته له کانګرس نه استعفا وکړه. د هغه ښځه هما عابدین هم له همدې امله ترې بېله شوه، که څه هم تراوسه یې په رسمي ډول طلاق نه دی اخستی.

'ګوندیز اقدام'

ښاغلي رېډ ښاغلی کومي تورن کړ چې یوه سیاسي ګوند ته د بل پروړاندې د مرستې په هدف یې دوه ګونی چلند کړی.

هغه وویل؛ ښایي ښاغلي کومي د "هېچ قانون" چې ټاکنو کې د نفوذ لپاره د دولتي موقف کارول منع کوي، ترپښو لاندې کړی وي.

رېډ زیاته کړه: "تاسو ګوندیز اقدام سره احتمال لري قانون نقض کړی وي." ښاغلي رېډ همداراز د اف بي آی مشر تورن کړ چې "د روسیې دولت سره د ډونالډ ټرمپ او د هغه د سلاکارانو د نژدې اړیکو جنجالي اطلاعاتو" له افشا کولو یې ډډه کړې ده.

هغه وویل؛ "عمومي افکار حق لري له دغو معلوماتو خبر شي. څو میاشتې وړاندې مې تاسو ته ولیکل او ددې معلوماتو د خپرولو غوښتونکی شوم."

د مینېسوتا پوهنتون د حقوقو استاد ریچارډ پېنټر چې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو ترمنځ د جورج بوش ادارې وکیل و د یکشنبې په ورځ وویل؛ اړونده ادارو کې یې د اف بي آی په تړاو شکایت ثبت کړی. د هغه شکایت هم د اف بي آي د رییس لخوا د "هېچ قانون" نقض اړوندېږي.

ښاغلي پېنټر وویل؛ په لومړنیو ټاکنو کې یې له څو جمهوریپالانو جېب بوش او جان کېسیک ملاتړ کاوه، خو په سراسري ټاکنو کې د کلنټن بریاليتوب غواړي.

هغه په یوه مقاله کې چې نیویارک ټایمز خپره کړې لیکلي؛ "هېڅکله مې فکر نه کاوه چې اف بي آی به په خپلې یوې پلټنې کې سیاسي سرکس کې ښکېل شي."

د سیالیو نژدې کېدل

د نومبر ۸مې ټاکنو رانژدې کېدو سره نظرپوښتنې ښيي چې ميرمن کلنټن د ایمیلونو مسئلې تر بیا پورته کېدو وړاندې هم پر خپل سیال ډونلډ ټرمپ برلاسې ده.

د اې بي سي نیوز/واشنګټن پوسټ نظرپوښتنه چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه، مېرمن کلنټن تر خپل سیال یوه سلنه مخته ښيي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کارپوهان وايي؛ په حساسو ایالتونو کې د نظرپوښتنو اوسط ښيي چې مېرمن کلنټن لا هم په "ډاډه زړه" د ټاکنو ګټلو لپاره لومړی غوراوی دی.

کارپوهان وايي؛ په حساسو ایالتونو کې د نظرپوښتنو اوسط ښيي چې مېرمن کلنټن لا هم په "ډاډه زړه" د ټاکنو ګټلو لپاره لومړی غوراوی دی.

مېرمن کلنټن د ښاغلي کومي اقدام "بېساری" او په "ژوره توګه اندېښمنوونکی" بللی.

خو ښاغلي ټرمپ اف بي آی ستایلی او د عدلیې وزارت یې تورن کړی چې په یوه "ناسالم سیسټم" کې د هېلیري کلنټن ساتنه کوي.

ښاغلي ټرمپ نېوادا ایالت کې یوې ناستې ته وویل: "د عدلیې وزارت ډېره زیاته هڅه کوي چې د هېلیري کلنټن د جرمي فعالیتونه رابرسېره نشي."

د عدلیې وزارت اف بي آی هڅولی و چې ټاکنو ته په نژدې موده کې د پلټنو مسئله افشا نه کړي، ترڅو عمومي افکار اغېزمن نشي.

ورته مطالب