حیدر العبادي: "داعش دې یا تسلیم شي یا به ووژل شي"

د انځور حقوق AFP
Image caption د شیعه ګانو ( الحشد الشعبي) ولسي پاڅون جنګیالي

د عراق لومړي وزیر موصل کې پر "اسلامي دولت" ډلې غږ کړی، چې یا دې تسلیم شي او یا دې مرګ ته ځانونه چمتو کړي. حیدر عبادي دا څرګندونې موصل ته د عراقي ځواکونو د نژدې کېدو پرمهال کړې دي.

نوموړي د عراق پر ملي تلوېزیون خپله وینا کې داعش ته په اشارې سره وویل: "دوی هېڅ فرصت نه لري. یا به تسلیمېږي او یا به وژل کېږي."

د عراق ځانګړي ځواکونه د موصل ښار- چې له "اسلامي دولت" ډلې سره دی، ختیځې ځنډې په ۱٫۵ کیلومترۍ کې او ښار ته د ننوتلو په پار د عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ترهګرۍ ضد ځواکونه موصل ته نژدې شوي دي

عراقي ځواکونه موصل ښار ته نژدې شوي

د عراق موصل ښار بېرته نیولو عملیات

دا ښار له ۲۰۱۴ کال راهیسې له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره دی.

د ښار وروستي حد کې بزاویه کلي ته له ترهګرۍ سره د مبارزې ځواکونه ننوتلي.

سلګونو پوځيانو دغه کلي ته د ننوتلو لپاره د دوشنبې په ګهیځ عملیات وکړل.

له یادو ځواکونو سره د بي بي سي یو خبریال وايي، په عملیاتو کې ځواکونه له مقاومت او موټربم بریدونو سره مخامخ شول.

د انځور حقوق EPA
Image caption شیعه وسله وال د عراقي ځواکونو، کردي پیشمرګه او سني عربانو د قبایلي وسله والو ترڅنګ د داعش پرضد جنګېږي
د انځور حقوق AFP
Image caption امنیتي ځواکونه د ''اسلامي دولت'' د جنګیالیو له مقاومت او موټربم بریدونو سره مخامخ شوي

پر همدې مهال، د نهمې فرقې اړوند ځواکونه له سوېلي لوري د موصل خوا ته د پرمختګ په حال کې دي.

وړاندې د عراق پوځ د موصل له "لوېدیځې خوا" د عملیاتو د پیلولو اعلان کړی و او له ختیځې جبهې یې د دجله سیند له خوا د عملیاتو تابیا نیوله.

دوی غوښتل چې موصل ښار ته له شمال او جنوب نه ننوځي.

موصل کې داعش 'انسانان د ډال' په توګه کاروي

زموږ خبریال وايي، بزاویه کلی له موصل ښاره نژدې درې کیلومتره لیرې دی.

په ټانکونو او نورو پوځي وسایلو سمبال سلګونه پوځيان دغه کلي ته ننوتلي، او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف د الوتکو ملاتړ هم ورسره دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د حیدر العبادي یو انځور خپور شوی، چې ښکاري عملیاتو ته په الوتکه کې د سپرېدو په حال کې دی

د موصل ښار نیولو لپاره له څو اونیو راهیسې چمتووالی نیول کېده، چې بالاخره تېره اونۍ له څو ورځنیو جګړو وروسته عملیات د لنډ مهال لپاره وځنډول شول.

په دې عملیاتو د عراقي امنیتي ځواکونو، کردي پیشمرګه او د سني قبایلو د وسله والو او شیعه پاڅونوالو په ګډون نژدې ۵۰ زره پوځيان برخه لري.

د عراق موصل ښار بېرته نیولو عملیات

اړونده مطالب

ورته مطالب