د کالې "ځنګل" پنډغالي وروستۍ سرپناه هم ورانه شوه

د انځور حقوق AFP
Image caption کالې کمپ کې د ځنګل پنډغالي ړنګول لاهم دوام لري

فرانسوي چارواکو د کالې کډوالو پنډغالي د "ځنګل" په نامه کمپ وروستۍ پناه ځای هم ویجاړ کړی دی.

د دوشنبې په ورځ هم د کډوالو د دغه ځای د ویجاړولو چارې روانې وې.

فرانسه وايي، بریتانیا باید نور کډوال ماشومان ومني

فرانسوي چارواکي وايي، کالې کمپ نه یې ټول کډوال ایستلي

د تېرې پنجشنبې تر ورځې پورې - چې د کمپ ړنګول لا نه وو پیل شوي، هلته اوه زره کډوال اوسېدل.

د ۱۵۰۰ ماشومانو کډوالو د برخلیک په اړه هم اندېښنې شته.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د تېرې شنبې په ورځ وویل، دغه ماشومان به - چې د کمپ په څنډو کې اوسېږي، ژر د کډوالو نورو مرکزونو ته ولېږدول شي.

خو په یاده سیمه کې لاهم ماشومان کډوال شته او د فرانسوي او بریتانیايي چارواکو ترمنځ یې د برخلیک په اړه خبرې کېږي.

ځینو خیریه ټولنو وویل، په کالې کمپ کې به ماشومانو ته خواړه او اوبه چمتو کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د ۱۵۰۰ ماشومانو کډوالو د برخلیک په اړه هم اندېښنې شته

پر همدې مهال، د فرانسې پولیسو پاریس کې د کډوالو لپاره ځینې لنډمهالي پناه ځایونه جوړ کړي.

تېره اونۍ د ښار په شمال ختیځه سیمه کې د سړکونو غاړو ته شاوخوا ۲۵۰۰ کډوال ویده کېدل.

د سټالینګراد او جان جورې اورګاډو تمځایونو کې هم د کډوالو لپاره موقتې سرپناوې جوړې شوې دي.

په پام کې ده چې راتلونکو اونیو کې په پراخه کچه د کډوالو د لېږدولو عملیات پیل شي.

چارواکو ویلي، پاریس کې د کډوالو د شمېر ډېروالی شاید له کالې کمپ نه د کډوالو د لېږد له کبله وي.

اېکسپرس ټریبیون: سږکال ۳۵۰ زره کډوال افغانستان ته ستانه شوي

د ځنګل کمپ ماشومان تر شنه اسمان لاندې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کمپ ړنګولو له عملیاتو وړاندې کالې کې د کډوالو او فرانسوي پولیسو ترمنځ اخ او ډب رامنځ ته شو

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د تېرې شنبې په ورځ وویل، پاریس کې د کډولو کمپونه "له فرانسې سره نه ښايي". د نوموړي ټینګار دا و چې له دا ډول کمپونو سره به نرم چلند ونه کړي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې پاریس د کډوالو کډوالو د پنډغالو کوربه و، چې فرانسوي چارواکي یې په دوراني ډول ددغو کمپونو د ړنګولو عملیاتو ته اړایستل شول.

اړونده مطالب

ورته مطالب