غني: د سرتېرو اکمالاتي ستونزې دې ژر تر ژره اوارې شي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني وايي، لومړی له سرتېرو نه داسې شکایتونه اورم، چې ګواکې یوازې په وریجو یا وچه ډوډۍ یې ګوزران کړی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د امنیتي ځواکونو مشرانو ته امر کړی، چې د سرتېرو شکایتونو ته پام وکړي او ستونزې یې اوارې کړي که نه، وايي له دندو به یې لرې کړي.

نوموړي افغان ځواکونو او د ناټو ماموریت د مشرتابه ګډې غونډې ته په وینا کې ویلي، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې اداري فساد د زغملو نه دی او په وینا یې د خوراک، پوښاک او مهماتو د رسېدنې ستونزه باید ژر تر ژره اواره شي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې، چې په دې وروستیو کې د ناټو قوماندان هم ویلي وو، چې د افغان ځواکونو د مشرتابه کمزوري د دغو ځواکونو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل شوې ده.

ولسمشر غني وویل ۱۳۹۶ کال به د بنسټیز خوځښت کال وي او له هغه وروسته به د تحکیم او بریا لپاره د شرایطو چمتو کول زموږ هدف وي:

''نظم غواړم، د دغو شکایتونو رفع غواړم، دا نه خو هیله ده، نه هم لارښوونه ده، بلکې دا یو امر دی، چې عملي کېږي به او که یې څوک نه عملي کوي دلته بدلونونه غواړم. په څرګند ډول باید سسټم کې اصلاحات راشي. دغه امکانات د غلا لپاره نه دي راغلي، هلته هغو وینه ورکوي. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption جنرال جان نیکولسن وايي افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې لوی لامل د دغو ځواکونو کمزوری مشرتابه دی

دا وروستیو کې ا فغانستان مېشتو امریکايي ځواکونو لوړپوړي قومندان او د ناټو ځواکونو مشر جان نېکولسن د افغان امنیتي ځواکونو د زړورتیا ستاینه کړې وه، خو په ورته مهال یې د پوځي قومندانانو د ضعف او سر تېرو ته د اړتیا وړ توکو او تجهیزاتو پر نه رسېدو نیوکه کړې وه.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال جان نیکولسن د تېرې میاشتې وروستیو کې ویلي، افغان ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې لوی لامل د دغو ځواکونو کمزوری مشرتابه دی او له همدې امله ده چې د دغو ځواکونو په لیکو کې د اوښتو تلفاتو شمیر تر بل هر وخت ډیر دی.

هغه چې په کابل کې یې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په قوماندانۍ کې خبرې کولې وویل دوی د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه ډېر اندېښمن دي.

دې سره د افغان ولسمشر مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم دا وروستیو کې د افغان ځواکونو پر سوق او اداره نیوکه کړې وه. د نوموړي په وینا دغه چاره د سرتېرو ژوند له خطر سره مخامخوي.

د افغانستان په شمال ختیځ او سویل کې د افغان حکومت د مخالفینو له بریدونو وروسته د افغان امنیتي ځواکونو د سرتېرو داسې ثبت شوي ویډیويي کلیپونه هم خپاره شوو، چې د مهماتو او خوړو د لږوالي شکایت یې کاوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغان امنیتي ځواکونو د سرتېرو داسې ثبت شوي ویډیويي کلیپونه هم خپاره شوو، چې د مهماتو او خوړو د لږوالي شکایت یې کاوه.

سږ دویم کال دی چې افغان ځواکونو د ټول افغانستان د امنیت مسؤولیت پر غاړه لري او بهرني ځواکونه یوازې د اړتیا پرمهال له دوی سره هوايي او لوژستیکي مرسته کوي.

۲۰۱۵ کال چې د افغان ځواکونو د بشپړ مسؤولیت لرلو لومړی کال و، هم د دغو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړی و.

کله چې دوه کاله وړاندې اوسني حکومت خپل کار پیل کړ، ولسمشر محمد اشرف غني وویل، د افغان ځواکونو د مشرتابه ټاکل باید د سیاسي تړاوونو له مخې تر سره نه شي، خو داسې ښکاري چې هغسې ونه شول او د ملي یوالي حکومت د برخه والو د غوښتنو له مخې په بېلابېلو کچو پر امنیتي څوکیو کسان وګومارل شول.