ټرمپ: هېلیري کلنټن "درغله" ده او پلویان یې "پښېماني پېري"

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنو په را نږدې کېدلو سره د دواړو نوماندانو ترمنځ ناندرۍ زیاتې شوې دي.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ډیموکراتې نوماندې هېلیري کلنټن یو ځل بیا پر خپل سیال نیوکو ته مخه کړې او هغه یې (بدماش) بللی دی.

اغلې کلنټن ویلي، ښاغلی ټرمپ د مېرمنو د "ځورولو، سپکولو، پر هغوی د تيري او ناوړه چلند" ۳۰ کلن تاریخ لري.

مېرمن کلنټن په فلوریډا ایالت کې وویل: "وګورئ ټرمپ څه کارونه کوي، تل ښځې بدې بولي، هغوی خنځیرې بولي، اندامونو ته یې له یو تر لسو نومرې ور کوي".

* د هېليري کلنټن برېښناليکونه

* د هېلیري کلنټن ژوند

* د کلنټن ایمیلونه: د اف بي ای رییس ښایي قانون نقض کړی وي

دا په یوه اونۍ کې څلورم ځل دی، چې هېلري کلنټن د امریکا حساس ایالت فلوریډا ته ځي.

مېرمن کلنټن په دې ناسته کې د دریځ په سر د نړۍ د ښکلا پخوانۍ ملکه الیشیا ماچاډو هم وستایله او دا هغه ښځه ده چې له چاغښت وروسته ډونلډ ټرمپ "خېټو ملکه" بللې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمن کلنټن د نړۍ د ښکلا له پخوانۍ ملکې سره یو ځای خبرې وکړې، چې ټرمپ ورته سپکاوی کړی دی.

خو اغلې کلنټن د نوموړي دې خبرو ته په اشارې وویل: "بېرته لومړني ښوونځي ته لاړ شه، ځکه دا ښه نه ده چې خلکو ته سپکاوی کوې".

مېرمن ماچاډو هم په دې ناسته کې له ښځو وغوښتل چې ډونلډ ټرمپ ته رایه ور نه کړي.

* ګارډین: ټرمپ او کلنټن افغانستان کې خرابېدونکى حالت له پامه غورځولى

* ټرمپ له راتلونکې مناظرې مخکې د کلنټن د ډوپېنګ ازموینې غوښتنه وکړه

له بلې خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اوهایو ایالت په کلمبوس ښار کې د مېرمن کلنټن د پلویانو په غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي اوباما د مېرمن کلنټن د خبرو په غبرګولو سره وویل، ښاغلي ټرمپ خپل ډېر عمر کې ښځې یواځې " د خنځیر، سپي او بد" په نومونو سره بللې دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption بارک اوباما په اوهایو کې د مېرمن کلنټن په ملاتړ کمپاین وکړ.

د هغه په خبره، ډونلډ ټرمپ د امریکا د ولسمشرۍ لومړنی نوماند دی چې د خپلې مالیې د مخینې له خپرولو یې ډډه کړې ده.

په دا مهال ښاغلي ټرمپ مېرمن کلنټن "درغله" بللې او ویلي یي دي "د امریکا د روغتیا خوندیتوب به د تل لپاره له منځه یوسي"

هغه د کلنټن پلویان "پښېماني پېرونکي" وبلل او زیاته یې کړه، چې دوی په څلورو ایالتونو کې خپله رایه بدلولی شي.

* ډونالډ ټرمپ: له شتمن سوداګره د ولسمشرۍ تر مخکښ نوماند

* ټرمپ: که کلنټن ته غوږ شو، نړیوالې جګړې ته به ورسېږو

* که ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه مني نو بیا؟

نوموړي له خپل مرستیال مایک پننس سره په ویسکانسین کې د امریکا د روغتیا نوی قانون چې په "اوباماکر" پېژندل کېږي یو "ناورین" وباله او ویې ویل، که ولسمشر شي، سملاسي به دا قانون لغوه کړي.

د ډونلډ ټرمپ او هېلیري کلنټن ترمنځ دا ناندرۍ په داسې مهال دي چې ټاکنیزې هڅې وروستۍ اونۍ ته ننوتلې او شمېرې ښيي چې د دواړو ترمنځ سیالي ډېره سخته شوې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ مرستیال د امریکا د روغتیا نوی قانون چې په "اوباماکر" پېژندل کېږي یو "ناورین" وباله

ورته مطالب