اوباما وايي باید د نیمګړو معلوماتو پر بنسټ کار و نه کړو

ولسمشر اوباما د ایف بي ای نوې څېړنې ته په اشاره سره ویلي څېړنه باید د 'اشارو یا نیمګړو معلوماتو' پر بنسټ و نه شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر اوباما وايي څېړنه باید د 'اشارو یا نیمګړو معلوماتو' پر بنسټ و نه شي

د امریکا ولسمشر باراک اوباما ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند کاندیدې هېلیري کلنټن برېښنالیکونو موضوع کې په ضمني توګه د خپل هېواد فدرالي تحقیقي ادارې ایف بي ای پر مشر جیمز کومي نیوکه کړې.

نوموړی وايي څېړنه باید د 'اشارو یا نیمګړو معلوماتو ' پر بنسټ و نه شي.

د ایف بي ای مشر د تېرې جمعې په ورځ ویلي و، د داسې نویو موندل شویو برېښنالیکونو په اړه څېړنه کوي، چې کېدای شي د مېرمن کلنټن له لوري د رسمي برېښنالیکونو لېږلو لپاره د شخصي سرور کاروولو له پخوانۍ موضوع سره تړاو ولري.

د هېلیري کلنټن د برېښنالیکونو بیا څېړنه

د هېلیري کلنټن ځینې برېښنالیکونه ' خورا محرمانه ' بلل شوي

په داسې حال کې، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوولس ورځې پاتې وې، د ښاغلي کومي له لوري دغو څرګندونو ته توند غبرګونونه ښوول شوي.

د دغې موضوع په اړه د ښاغلي اوباما څرګندونې د نوموړي لومړنی ښکاره غبرګون بلل کېږي.

له 'ناو دس نیو ' نومي ویبپاڼې سره مرکې کې ښاغلي اوباما ویلي ''داسې ډېره عمدي هڅه مې وکړه، چې منځګړی ښکاره نه شم، خو فکر کوم داسې اصول شته، چې موږ د اشارو، افشا شویو یا نیمګړو معلوماتو پر بنسټ څېړنه نه کوو، بلکې د مناسبو پرېکړو پر بنسټ دغه چاره کوو. ''

نوموړي ویلي، له دې مخکې، په دې اړه د ایف بي ای، عدليې وزارت او کانګرس د پرلپسې څېړنو وروستۍ پایله دا وه، چې تېروتنه شوې او داسې څه نه شته، چې څارنوالان دې تعقیب کړي.

د انځور حقوق Google
Image caption د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې معلومه شوه، چې مېرمن کلنټن د وزارت پر مهال رسمي برېښنالیکونو لپاره شخصي انټرنېټي سرور کارولی و

د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې معلومه شوه، چې مېرمن کلنټن هغه مهال د رسمي برېښنالیکونو لپاره شخصي انټرنېټي سرور کارولی و، چې د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۳ کلونو تر منځ د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزیره وه.

د نوموړې مدافع وکیلانو د بهرنیو چارو وزارت ته له هغه سروره ۳۰ زره برېښنالیکونه ورکړل او ۳۳ زره نور پیغامونه یې له دې کبله له منځه یووړل، چې وايي شخصي بڼه لري.

جولای کې ښاغلي کومي ویلي و، چې مېرمن کلنټن د رسمي برېښنالیکونو په برخه کې ' له حده ډېره بې پروايي کړې ' خو په خبره یې دې لړ کې د هغې تورنولو لپاره څه نه شته.