کراچۍ کې د اورګاډو ټکر ۲۰ مسافر وژلي

د انځور حقوق AFP
Image caption ترپېښې وروسته د مرستندویو ډلو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او تر هغه چې امدادي چارې ترسره شوې نه وي، له کراچۍ تلونکي او راتلونکي اورګاډي به معطل وي.

د پاکستان تر ټولو لوی ښار کراچۍ کې د پنجشنبې په سهار د دوو مساپر وړونکو اورګاډو ترمنځ ټکر کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوي او ۶۵ نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي، دا ټکر د زکریا ایکسپریس او فرید ایکسپریس په نامه اورګاډو ترمنځ د کراچۍ له لانډهي اورګاډو تمځای سره څېرمه شوی، چې د دواړو اورګاډو څلور بوګۍ/خونې له پټلۍ لوېدلې دي.

پاکستان کې د اورګاډو ټکر له امله لږ ترلږه ۴ تنه وژل شوي

د کراچۍ د جناح روغتون ویانده ډاکټر سیمي جمالي وايي، تراوسه يې هلته د اوولسو تنو مړي او شاوخوا ۶۰ ټپيان ورلېږدولي دي. د ډاکټرې جمالي په خبره په ټپيانو کې د پنځو کسانو حالت د اندېښنې وړ دی.

تر پېښې وروسته د مرستندویو ډلو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي او تر هغه چې امدادي چارې ترسره شوې نه وي، له کراچۍ تلونکي او راتلونکي اورګاډي به معطل وي.

تردې وړاندې تېره میاشت هم په ملتان سیمه کې د اورګاډو ترمنځ ورته ټکر شوی و، چې په پایله کې يې څلور تنه وژل شوي او تر سل زیات ټپيان شوي و.

پېښه د پنجاب ملتان ته څېرمه له پېښوره د راتلونکي مساپر وړونکي او بار وړونکې اورګاډي د ټکر له کبله رامنځ ته شوې وه.

تېر کال د بلوچستان بولان سيمه کې د اورګاډي اوښتو پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي.

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پېښې په اړه خواشيني ښودلې، خو د اورګاډو چارو ایالتي وزیر ویلي، د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

سعد رفیق وایلي، لومړنۍ څېړنې پیل شوې او جوته شوې ده، چې د زکریا ایکسپرېس اورګاډي چلوونکي لومړی له مقابل اورګاډي سره خپل اورګاډی جنګولی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف د پېښې په اړه خواشيني ښودلې، خو د اورګاډو چارو ایالتي وزیر ویلي، د پېښې په اړه یې پلټنه پیل کړې ده.

دی وايي، اورګاډی چلوونکی او د هغه مرستیال چلوونکی تري تم شوي دي.

دی وايي، که څه هم ګاډی چلوونکی تجربه لرونکی و.

د نوموړي په وینا، لومړنۍ څېړنه به ۷۲ ساعته وخت ونیسي، خو تفصیلی راپور به اتو ورځو کې بشپړ شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption تېر کال د بلوچستان بولان سيمه کې د اورګاډي اوښتو پېښه کې ۱۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب