د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې 'سلګونه کډوال وژل ' شوي

د انځور حقوق AP
Image caption معمولاً د دغې کښتۍ په څېر چې کیڼ لور ته لیدل کېږي په کوچنیو کښتیو کې ډېر کډوال لېږدول کېږي

ویل کېږي، چې ښايي د لیبیا سمندرغاړو ته نژدې د کښتیو ډوبېدو پېښه کې تر ۲۰۰ پورې کډوال سمندر کې ډوب شوي وي.

دغه معلومات د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ویاندې کارلوټا سامي د هغو ژغورل شویو کسانو له قوله ورکړي چې د ایټالیا لامپیدوسا نومې ټاپو ته لېږدول شوي دي.

یخچال لرونکې لارۍ کې کډوال موندل شوي

فرانسه وايي، بریتانیا باید نور کډوال ماشومان ومني

تر اوسه د ۱۲ کسانو مړي موندل شوي دي. د کډوالو نړیوال سازمان ویاند لیونارد ډوایلي وايي، د سږ کال اوږدو کې د میدیترانې سمندر له خطرناکې لارې د تېرېدو پر مهال نژدې ۴۲۰۰ کډوال کسان وژل شوي دي.

بل لور ته ملګري ملتونه وايي، کېدای شي ۲۰۱۶ کال د کډوالو لپاره د لارو اوږدو کې د اوښتو تلفاتو له کبله تر مخکینیو هغو ډېر خونړی کال ثابت شي.

د سږ کال له پیله تر اوسه د پروسږ کال د نژدې یو میلیون کسانو پرتله ۳۳۰ زره ډېر کډوال له دغې سمندرې لارې تېر شوي دي.