د امریکا اووښتونکو ایالتونو کې د ټرمپ او کلنټن کمپاین

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دواړه کاندیدان په څو برخلیک ټاکونکو ایالتونو اوهایو، شمالي کارولینا او فلوریډا کې پر کمپاین بوخت دي

لا چې د نومبر اتمې رایه اچونې ته درې نورې ورځې پاتې دي، نو د ولسمشریزو ټاکنو دواړو ډیموکرات او جمهوریپال کاندیدانو کمپاین پر څو برخلیک ټاکونکو ایالتونو ورټول دی.

داسې ښکاري چې ډیموکراتانو نوې هڅه پیل کړې چې ځوانان او تورپوستي په پراخه کچه ټاکنو کې ګډون ته وهڅوي.

د ډیموکرات ګوند کاندیدې هېلیري کلنټن د کمپاین دفتر د امریکا ولسمشر بارک اوباما ډګر ته راویستی دی.

ښاغلي اوباما د پنجشنبې په ورځ (نومبر ۳مه) د فلوریډا په جکسن وېل کې د محصلینو غونډې ته په خبرو کې د ډونلډ ټرمپ واک ته رسېدو له پایلو خبرداری ورکړ.

هغه وویل: "دا به یوه نژدې سیالي وي، وارله مخه مه ګڼۍ چې بریالي یاست."

هغه زیاته کړه: "که دې ټاکنو کې بریالي نشو، ټول پرمختګونه به له لاسه ووځي چې تېرو اتو کلونو کې مو لرلي."

ښاغلي اوباما دا اونۍ په برخلیک ټاکونکي اوهایو او شمالي کارولاینا ایالت کې د مېرمن کلنټن په پلوی کمپاین کړی دی.

+ اوباما: ټرمپ امریکا او نړۍ ته ګواښ دی

+ د امریکا ټاکنې: وروستي برېښنالیکونه کلنټن څومره زیانمنوي؟

اوسمهال په ۳۷ ایالتونو کې له وخته مخکې رایې اچونې هم روانې دي. تراوسه ۳۵ میلیونه کسانو رایه ورکړې ده. اسوشیټېډ پرس وړاندوینه کړې چې د ټاکنو تر اصلي ورځې - سه شنبې د نومبر ۸مه) به نژدې ۴۰ سلنه خلک رایه ورکړي.

ویل کېږي چې سږکال به د لاتین توکمو رایه ورکوونکو شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ ډېر وي.

د ځینو راپورونو له مخې، تر نېټې وړاندې رایه اچونو کې تورپوستو - چې تر ډېره له ډیموکراتانو ملاتړ کوي او په تېرو دورو کې یې په پراخه کچه بارک اوباما ته رایې ورکړې - تراوسه یې د ۲۰۱۲ کال په پرتله ۲۰ سلنه کمو رایه ورکړې ده.

مېرمن کلنټن د پنجشنبې په ورځ د شمالي کارولاینا ایالت وینټروېل ته لاړه ترڅو په ځانګړې توګه تورپوستي په ټاکنو کې ګډون ته راوبولي.

د مېرمن کلنټن پلویانو په غونډه کې لومړی یوې تورپوستې نرس مې بروان هيګېنز خبرې وکړې چې وایي؛ په تېر کې ډونلډ ټرمپ ددې د نژاد له امله د کور اجاره کولو غوښتنلیک رد کړی و.

مېرمن هیکېنز وویل: "کله مې چې یادېږي چې هغوی څنګه ماته له دې امله چې تورپوستې یم درواغ وویل، غوسه کېږم. زه چې دا تجربه تاسو سره شریکوم نو ورسره رنځېږم."

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په تېر اګست میاشت کې راپور ورکړ چې د ټرمپ شرکت پخوا افریقایي الاصله خلکو ته کورونه اجاره نه ورکول. د نیویارک ټایمز د راپورو له مخې، د امریکا عدلیې وزارت په ۱۹۷۳ کال کې د ټرمپ له شرکت نه شکایت سره دغه تبعیضي سیاست پایته ورسوه.

د انځور حقوق AP
Image caption ملانیا ټرمپ د ښاغلي ټرمپ مېرمن په پنسلوانیا کې خبرې وکړې

د جمهوریپالانو نوماند د پنجشنبې په ورځ خپل کمپاین په حساس ایالت شمالي کارولاینا کې پرمخ یووړ.

ډونلډ ټرمپ په کنکورډ ښار کې د مېرمن کلنټن په اړه وویل: "هغه اصلا دا حق نه لري چې د ولسمشریزو ټاکنو کاندیده واوسي."

ورته مهال کې د ښاغلي ټرمپ مېرمنې په پېنسېلوېنیا ایالت کې د جمهوریپالانو د پلویانو غونډې ته خبرې وکړې. مېرمن ټرمپ په وروستیو میاشتو کې د خپل مېړه کمپاین کې دومره نه ښکاره کېده. په ځانګړې توګه هغه مهال چې د مېرمنو په اړه د ډونلډ ټرمپ د خبرو یوه سپکه ویډیو خپره شوه. هغې په دا خبرې ناراحتوونکې وبللې.

ملانیا ټرمپ خپلو خبرو کې وویل: که مېړه یې ولسمشر شي او دی د امریکا لومړۍ مېرمن شي، ټولنه کې له زورواکۍ او تکبر سره مبارزه کوي.

هغې وویل: "د پاخه عمر لرونکو کسانو په توګه، زموږ له ډلې ډېر کسان کولی شو بدې خبرې وکړ او ان درواغ ووایو. ماشومان او نوي ځوانان کېدای شي زیانمنونکي وي. کله چې څوک پرې ملنډې وهي، یا د هغوی ظاهر یا ذهن ته د اهمیت نه ورکول کېدو لامل کېږي، هغوی زیان ویني"

د جمعې په ورځ ډونلډ ټرمپ په نیو همپشایر او پېنسېلوېنیا کې خپل کمپاین ته دوام ورکړ او هغه ټاکنیز ملګري مایک پنس چې که بریالي شي نو مرستیال ولسمشر به وي په مېشیګان او شمالي کارولاینا کې کمپاین وکړ.

Image caption ښاغلي اوباما دا اونۍ په برخلیک ټاکونکو ایالتونو اوهایو او شمالی کارولاینا کې د مېرمن کلنټن لپاره کمپاین وکړ

ورته مطالب