ټرمپ د یو "ټګ ولسمشر" په څېر ښکاري

د انځور حقوق Getty Images

تر ډېره د یوې استوايي ټاپو د پاچا په شان ښکاري، نه د ولسمشرۍ د یو نوماند په څېر.

ډونلډ ټرمپ د وروستي ټلویزیوني بحث په ترڅ کې دوه ځلي دې پوښتنې ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه چې د ۲۰۱۶ کال ډ ټاکنو پايلې به ومني که نه.

دا میلیاردر چې ځان د نظم او قانون د نوماند په توګه ښيي، داسې ښکاري چې د دې ډيموکراټیک جرم کولو ته چمتو دی چې په ټاکنو کې د ماتې له منلو انکار وکړي.

د ټرمپ د 'ټاکنیزو درغلیو' پر اندېښنې اوباما نیوکه وکړه

کلنټن: ټرمپ له ښځو سره د ناوړه چلند ۳۰ کلنه مخینه لري

د ودانیو ستر سوداګر، چې د خپلې سوداګریزې امپراتورۍ د جوړولو لپاره يې په پرلپسې توګه له حقوقي دعوا ګانو او د هغو له ګواښه کار اخیستی، داسې ښکاري هیله من دی چې د قانوني دعوا له لارې به سپینې ماڼۍ ته ځان ورسوي- که چېرې هغسې چې په زیاتېدونکې توګه ښکاري، رایه ورکوونکي د سپینې ماڼۍ کلۍ هېلیري کلنټن ته وسپاري.

د زیان د کمولو په خاطر يې له هغې راهیسې خپل دریځ بدل کړی. ټرمپ اوس وايي چې "روښانه پايلې" به ومنی، خو که "پايلې د پوښتنې وړ وي" حق لري چې قانوني دعوا پیل کړي.

خو د هغه لومړنۍ خبرې، چې په میلیونونو خلکو د ټلویزیون له لارې اورېدلې، په آسانۍ سره بېرته نشي ګرځېدلی.

هغه دا زوړ متل نشي له منځه وړلی چې وايي - هر هغه څه چې په ویګاس کې پېښېږي، په ویګاس کې پاتې کېږي.

دا بې ثبوته راپورونه چې وايي په دغو ټاکنو کې درغلي شوې اوس د ده د ویناګانو اصلي پیغام ګرځېدلی، او داسې ښکاري چې موخه يې د نومبر ۹ نېټه ده نه د نومبر ۸ مه - له وړاندې یوه هڅه چې له ټاکنو یوه ورځ وروسته خپله ماته توجیه کړي، نه دا چې د رایو اچولو پر ورځ ځانته ملاتړي راجلب کړي.

د انځور حقوق Getty Images

دا رویه نه یوازې غیرمسولانه ښکاري بلکې زیان رسونکي هم ده، ځکه کېدی شي په ټاکنو کې د جمهوريپالو ګډون کم کړي.

د ده هغه پلویان چې په خپل ذهن کې د توطیې نظریات ولري ښايي فکر وکړي چې که پايله له وړاندې ټاکل شوې وي، نو ولې رایه ورکړي؟

ټرمپ ښايي د قانوني دعوا ګواښ هسې د غوسې له امله کړی وي.

هغه ژمنه کړې وه چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر ضد به له دې امله دعوا وکړي چې د ځینو ښځو ادعاګانې او تورونه يې خپاره کړي وو چې ویل يې ټرمپ هغوې ته لاس اچولی وو، خو دغه دعوا تراوسه نه ده پیل شوې.

دا چې د بحث په ترڅ کې يې ویلي وو چې رایه ورکوونکي به "د انتظار په حالت کې" پرېږدي، د یو ټلویزیوني ستوري د باټو په شان ښکاري، ځکه وېریده چې په نظرسنجیو کې د محبوبیت کچې د کمېدو له امله ښايي ټلویزیوني خپرونه لغوه شي.

په عزت سره د ماتې منل نه یوازې د امریکايي نظام یوه ځانګړتیا ده بلکې د هغې د پر مخ تللیو اصولو هم دی.

کله چې د ۲۰۰۸ کال په ټاکنو کې جان مک کېن خپله ماتې ومنله، د ډېری له نظره د هغه تر ټولو باعزته کار وبلل شو.

جان کېري د ۲۰۰۴ کال د ټاکنو پايله ومنله، د دې ادعاګانو سره سره چې ویل کېدل د اوهایو ایالت په مهمو ټاکنو کې درغلي شوې وه.

په ۱۹۶۰ کې، کله چې له ۶۸ میلیونو رایو ورکوونکو څخه ۱۱۳،۰۰۰ په رایو ورکولو کې ګډون وکړ، په ټکساس او ایلینوې ایالتونو کې د درغلیو تورونه موجود وو، خو ریچرډ نکسن د ټاکنو پايلې ومنلې، که څه هم کولای يې شوای چې یوه پیاوړې قانونې دعوا پیل کړي.

هغه وخت، د شیکاګو ښاروال ریچرډ ډیلي تورن وو چې په ایلنوې ایالت کې يې د جان اف کېنېډي په پلوۍ جعلي رايې کارولي.

د ټاکنو د څارنې مامورینو په یو شمېر مهمو ایالتونو کې دعواګانې وڅېړلې او پلټنې يې ترسره کړې، خو نیکسن په څرګنده د ټاکنو پايلې ومنلې. د هغه وخت د ولسمشر مرستیال خپلو ملګروته وویل نه يې غوښتل د یو جنجالي ناکامه نوماند په توګه ښکاره شي یا یو قانوني کړکېچ راوپاروي.

د لاس ویګاس د بحث په پایله کې، د ټرمپ پلویانو د یو وروستي مثال یادونه وکړه، کله چې د ۲۰۰۰ کال په ټاکنو کې آل ګور په فلوریډا کې د رایو د بیا شمېرنې غوښتنه وکړه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption آل ګور د ۲۰۰۰ کال د ډسمبر پر ۱۳مه د ټاکنو پايله ومنله

خو هغه د ټاکنو پايله نه وه رد کړې او چمتو و چې ماته ومني.

د قانونې دعوا د څېړنې په وخت کې د سترې محکمې له نهو قاضیانو پنځو قاضیانو د جیورج ډبلیو بوش په پلوۍ پرېکړه وکړه، آل ګور پايله ومنله، سره د دې چې ځینو همکارانو يې له ده غوښتي وو چې دعوا ته دوام ورکړي.

آل ګور هېواد والو ته وویل: "نن شپه، زموږ د خلکو د یووالي او زموږ د ډيموکراسۍ د پیاوړتیا په خاطر، له خپلې دعوا تېرېږم،"

سره د دې چې آل ګور په زړه کې خواشینی وو، خو یادونه يې وکړه چې په ۱۸۶۰ کې د ولسمشر ابراهم لینکن پر وړاندې د سناتور سټېفن ډګلس د ماتې غبرګون څنګه وو. "یو اړخیزه احساس باید هېواد پالنې ته تسلیم شي." ټرمپ ښايي د احساساتو له پلوه ونشي کولای دا ډول سترتوب وښيي.

څرګنده ده چې د دې میلیاردر د کمپاین کارکوونکي اندېښمن دي چې ټرمپ د خپل بریالیتوب پاتې چانسونه له منځه وړي دی.

د جمهوريپالي ګوند لوړمشران لکه جان مک کېن، د هغه زیان له امله چې دغه ګوند ته رسېدلی په غوسه دی.

خو پراخه ستونزه دا ده چې هغه د امریکا د ډيموکراسۍ اساسي اصولو ته چې وايي د خلکو ارادې ته باید درناوی وشي، په سپکاوي سره يې د دې ډيموکراسۍ نوم بد کړی.

هغه کسان چې تراوسه د امریکا د متحدو ایالتونو پر سیاسي سیستم باور لري- ښايي ډونلډ ټرمپ یوه نادرا غیرعادي پدیده وبولي.

د انځور حقوق Getty Images

خو حقیقت دا دی چې، د هغه د بحثونو تبصرې چې په کلونو کلونو به د خلکو په ذهن کې پاتې وي، د امریکا په سیاست کې د هغه بهیر اوج ښيي چې په لسګونو کاله د جوړېدو په حال کې وو.

د دواړو ګوندونو سیاستوالو هڅه کړې چې د خپلو مخالفینو بریالیتوبونه غیر مشروع وښيي، او راتلونکی ولسمشر له صلاحیته محرومه کړي.

خو ځینو نوماندانو لکه جان مک کېن او جان کېري، د ماتې په وخت کې له لوړ فکر کاراخیستی، د هغوی اړوندو ګوندونو دومره حاصل نه درلود. بلکې برعکس يې ريښتیا وو.

د دې خبرې تاریخ د ۱۹۹۲ کال تر ټاکنو پورې رسېږي، هغه وخت جمهوریپالو فورا د بل کلنټن مشروعیت تر پوښتنې لاندې راوست ځکه چې هغه ولسمشرۍ د داسې لږو ولسي رایو- يوزاې ۴۳ سلنه- رایو سره وګټله چې په ۲۰مې پېړۍ کې د هر بریالي نوماند په پرتله په دویمه ټیټه کچه کې راتله.

جمهوريپالي له دې امله خواشیني وو چې جیورج هربرت واکر بوش د درېیم ګوند نوماند راس پرو لخوا په چل سره د دویمې دورې ولسمشرۍ محروم کړل شو- خو سیاسي علومو ماهرين باور لري چې د ټکساس میلیاردر نوماند هغومره ډيموکراتیکې رايې وړې وې لکه چې جمهوريپال نوماند وړې وې.

د مونیکا لیونسکي د رسوا قضيې وروسته په ۱۹۹۸ کې د ولسمشر بل کلنټن د استیضاح ډېری انګېزه په ۱۹۹۲ کې د هغه د بریالیتوب له ډول څخه سرچینه اخلي.

ډېری جمهوریپالو، لکه د کانګرس ځینو غړو چې غوښتل يې هغه له کاره ګوښه کړي، هېڅکله د ولسمشر په توګه د هغه مشروعیت نه و منلی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سنا د بل کلنټن د استیضاح په اړه رایه ورکوي

د ۲۰۰۰ کال له لانجمنو ټاکنو وروسته، ډيموکراټانو هم د جورج ډبلیو بوش په اړه ښه نظر نه درلوده.

کله چې کانګرس کې یو مشر ډيموکراټیک سناتور ډیک ګېفرډ د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د ای بي سي په یوې ټلویزیوني خپرونې کې څرګند شو، ويې منله چې جورج ډبلیو بوش به د امریکا د متحدو ایالتونو راتلونکی ولسمشر وي، خو دا بلنه يې ونه منله چې هغه "د امریکا د متحدو ایالتونو د مشروعه ولسمشر" په توګه توصیف کړی.

نورو ډيموکراټانو، د سترې محکمې پرېکړه یوه اړخیزه وبلله او ويې غندله، او د یوې امریکايي کودتا خبره يې کوله.

د بېرتر غورځنګ چې ډونلډ ټرمپ يې ظاهرا مشري کوله، د دې ناسمې نظريې پر بنسټ جوړ شو چې د بارک اوباما ولسمشرۍ نامشروع وه ځکه چې هغه په امریکا کې نه وو زیږېدلی.

په کاپیتول هیل کې جمهوريپالو، سره د دې چې د بېرتریزم نژادپالنه يې ردوله، د اوباما صلاحیت ته چندانې درناوی ونه کړ، سره د دې چې هغه د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ دواړو ټاکنو کې له ۵۰ سلنې ډېرې رايې ګټلې وې.

په وار وار هغوی د اساسي قانون له واکونو په ګټه اخیستو هڅه وکړه چې د خپل دښمن د کارونو مخه ونیسي او شنډ يې کړي. تر دې اندازې چې په ټپه درېدلی حالت د واشنګټن ډېر کارونه فلج کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption "جناب ټګمار" ردرفورډ ب هېیز

د ۱۹مې پېړۍ تاریخپوهان به درته ووايې چې د "ټګمار ولسمشر" نظریه نوې نه ده.

ردرفورډ ب هېیز، په ۱۸۷۶ کې د لانجمنو ټاکنو ګټوونکی، د "جناب ټګمار" په نامه شهرت موندلی و.

خو موږ اوس دې ټکي ته رسېدلي یوو چې درې وروستي ولسمشران، کلنټن، بوش او اوباما، د مخالفینو له نظره ټګمار ولسمشران بلل کېږي.

د امریکا ویجاړ سیاست، د ویجاړ اقتصاد په پرتله لار ډېر، د ډونلډ ټرمپ راپورته کېدو ته شرایط چمتو کړل، خو دا چې په عزت سره له ماتې منلو انکار کوي، د نظام د لا نور ویجاړولو ګواښ کوي.

د هغه د منتقدینو له نظره به دا د دې یو بل ثبوت وي چې [ټاکنیز] کمپاین يې له کړکېچ سره مخ دی.

خو پراخه وېره له ټاکنو وروسته د سیاسي چرنوبل په اړه ده چې له وړاندې زهرجن شوي نظام به د راتلونکو لسیزو لپاره لا نورهم زهرجن کړي.

ورته مطالب