د امریکا ټاکنو کمپاین کې ډېر پام فلورېډا ایالت ته اوښتی

د انځور حقوق AP
Image caption د رایې کارېدنې له ټاکلې شوې ورځې مخکې نژدې ۳۳ میلیونه خلکو خپلې رایې کاروولې دي

داسې حال کې چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، په نظر پوښتنو کې د ډونالډ ټرمپ او هیلري کلنټن تر منځ توپیر هم په لږېدو دی او ورسره ټاکنیزه سیالي هم سخته شوې ده.

د دواړو کاندیدانو اوس ډېر پام فلورېډا ایالت ته دی، چې د ولسمشریزو ټاکنو کمپاین کې یې رول خورا مهم دی.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کمپاین وروستي پړاو ته رسېدونکی دی او تر اوسه پورې د رایې کارېدنې له ټاکلې شوې ورځې مخکې نژدې ۳۳ میلیونه خلکو خپلې رایې کارولې دي.

د بي بي سي خبریال وايي، اوس د دواړو کاندیدانو ټیمونه د پلویانو جذبولو پر ځای هڅه کوي، چې خپل پلویان د رایې کاروولو ته وهڅوي.

د امریکا اووښتونکو ایالتونو کې د ټرمپ او کلنټن کمپاین

اوباما: ټرمپ امریکا او نړۍ ته ګواښ دی

کلنټن: ټرمپ له ښځو سره د ناوړه چلند ۳۰ کلنه مخینه لري

بل لور ته د امریکا څارګره اداره ' اېف بي ای ' او نیویارک پولیس وايي رسماً د هغو رپوټونو په تړاو څېړنې کوي، چې ګواکې له ټاکنو یوه ورځ مخکې وايي ښايي القاعده په امریکا کې ترهګریز بریدونه وکړي.

دوی وايي، د ترهګرۍ ضد امریکايي چارواکي پر هغو رپوټونو غور کوي، چې ښايي له ټاکنو یوه ورځې مخکې نیویارک، ټیکساس او ورجینیا سیمې په نښه کېدای شي. خو دا معلومه نه ده، چې چارواکو دغه رپوټونه له کومه موندلي دي.

ایف بي ای وايي، له امنیتي ځواکونو سره دې لړ کې بشپړه همکاري کوي او ټول استخباراتي معلومات شریکوي.

د نومبر په اتمه نېټه به امریکا کې ټاکنې کېږي او د جمهوریتپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ او د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن دواړه به نیویارک کې وي.

د انځور حقوق AP
Image caption نیویارک پولیس وايي رسماً د هغو رپوټونو په تړاو څېړنې کوي، چې ګواکې له ټاکنو یوه ورځ مخکې ښايي القاعده په امریکا کې ترهګریز بریدونه وکړي

د احتمالي ترهګریزو بریدونو خطر په اړه تر ټولو لومړی خبر سي بي ایس نیوز خپور کړ. بل لور ته دواړه کاندیدان د ټاکنیز کمپاین وروستي پړاو کې دي.

د فوکس نیوز له لوري په تازه خپرو شویو نظر پوښتنو کې معلومیږي، چې هیلري کلنټن د خپل سیال ډونالډ ټرمپ پرتله دوه پواینټونه مخکې ده. له دې مخکې د فوکس نیوز په خپره شوې نظر پوښتنه کې هیلري کلنټن درې پواینټه مخکې وه.

ډونالډ ټرمپ ویلي که هیلري کلنټن ولسمشره شي په وینا یې ترهګرۍ ته به دروازې پرانیزي. نیو همپشایر کې یوې غونډې ته وینا کې نوموړي وویل، هیلري غواړي امریکا ته د راتلونکو سوري پناه غوښتونکو شمېر کې ۵۵۰ سلنه ډېروالی راشي.

'' د هیلري د پلان مانا دا ده، چې ترهګري زموږ په ټولنه او ښوونځیو کې خپره شي ''

نوموړی وايي، که ولسمشر وټاکل شي، د سوري کډوالو پروګرام به لغو کړي.