د امریکا ولسمشریزې ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
امریکا کې به رایي څرنګه شمېرل کېږي او کوم ایالتونه به ډېر مهم وي؟

د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په شلمه به، د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد له یوه اوږد او ګران کمپاین وروسته، یو نوی ولسمشر یا ولسمشره ولري، خو د امریکا ولسمشریزې ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

کله چې امریکایان خپل ولسمشر ټاکي، دوی نه یوازې د خپل هېواد د حکومت مشر ټاکي بلکې د ځمکې پر مخ د تر ټولو لوی پوځ سر عالی قوماندان هم ټاکي.

څوک د امریکا ولسمشر کېدی شي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا د اساسي قانون له مخې، نوی ولسمشر له ټاکنو وروسته د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پر ځای کوي.

‌په تخنیکي ډول د امریکا د ولسمشرۍ لپاره اړینه ده چې هغه په امریکا کې زېږېدلی وي او د دغه هېواد تابعیت ولري، تر پنځه دېرشو کلونو لوړ عمر ولري او لږ تر لږه د څوارلسو کلونو لپاره د دغه هېواد اوسېدونکی وي.

له ۱۹۳۳ زېږدیز کال راپدېخوا نژدې هر امریکایي ولسمشر د والي، سناتور او یا هم د پوځي جنرال په توګه دنده ترسره کړې ده.

د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو په درشل کې یو مهال لس اوسني یا پخواني والیان او لس اوسني یا پخواني سناتوران ولسمشرۍ ته کاندید وو، خو اوس دوی له سیالۍ وتلي دي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ځانګړې پاڼه

لنډه ازموینه: تاسې د نړۍ کوم ولسمشر ته ورته یاست؟

اوس د ولسمشرې د ټاکنو لپاره یو تن د جمهوريپال ګوند او بل تن د ډیموکرات ګوند په استازیتوب نوماندان دی.

د امریکا ولسمشران څنګه ټاکل کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سږکال تر دې دمه، امریکایي رایه اچوونکي د دوو حیرانتیاوو شاهدان وو

په هغه کال کې چې ټاکنې تر سره کېږي د فبرورۍ له میاشتې، په هر ایالت او د دغه هېواد واک لاندې ځینو سیمو کې د ټاکنو یوه لړۍ پیلېږي چې د ولسمشرۍ ټولټاکنو لپاره د دواړو لویو ګوندونو رسمي نوماندان وټاکل شي.

د ګوندونو بریالي نوماندان د اړوند ګوند د با اعتباره استازو یا (delegates) رایې راټولوي. دغه استازي د خپل ګوند په استازیتوب د ګوند په عمومي غونډه یا کنوانسیون کې چې معمولا د جولای په میاشت کې ترسره کېږي او په کې د ګوند رسمي نوماند اعلانېږي خپل د خوښې نوماند ته د رايې اچولو واک لري.

نوماندان په مختلفو ایالتونو کې له بریالیتوب سره سم د هغو ایالتونو د استازو رایې ترلاسه کوي او د تر ټولو زیاتو رایو ګټونکی د ګوند رسمي نوماند اعلانېږي.

په ۲۰۱۶ کال کې ډېموکراته هېلیري کلنټن او جمهوريپال نوماند ډونالډ ټرمپ د جولای د میاشتې په کنونسیونونو کې د خپلو ګوندونو ښکاره ګټونکي وو او په رسمي ډول د نوماندانو په توګه ومنل شول.

دواړه نوماندان د امریکا په معاصر تاریخ کې د تر ټولو کم محبوبیت خاوندان بلل کېږي.

ولې ټرمپ لانجمن بلل کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ د دود پر خلاف د خپلو مالیو د ورکړې اسناد علني نه کړل

د جمهوريپال ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلې نوماندۍ له اعلانولو راهیسې یو شمېر لانجمنې څرګندونې کړې دي چې پیل یې د هسپانیوي توکمو لږکيو په اړه و.

ده په خپلو څرګندونو کې مکسیکویي کډوال جنسي تجاوزګر او مجرمان وبلل او د یوه مکسیکویي توکمه قاضي، د ښکلا د یوې پخوانۍ ملکې، د فاکس نیوز د تلویزیوني شبکې د یوې خبریالې او په عراق کې د یوه وژل شوي مسلمان سرتېري د والدینو پرضد لفظي جګړې پیل کړې.

ډونالډ ټرمپ: له شتمن سوداګره د ولسمشرۍ تر مخکښ نوماند

که ټرمپ ولسمشر شي څه به پېښ شي؟

ټرمپ د یو "ټګ ولسمشر" په څېر ښکاري

ښاغلي ټرمپ د دود پر خلاف د خپلو مالیو د ورکړې اسناد علني نه کړل، که څه هم داسې ویل کېږي چې ښایي نوموړي د ۱۸ کلونو لپاره د عاید پر سر فدرالي مالیه نه وي ورکړي.

دغه راز د ده د خيریه بنسټ په اړه هم بې ځوابه پوښتنې راولاړې شوي دي.

د هېليري کلنټن سرخوږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د برېښنالیکونو لانجې د هېلیري شهرت ته لوی زیان رسولی دی

د هېليري کلنټن کمپاین هم له لانجمنو شېبو خالي نه دی.

د بهرنیو چارو د وزارت په مهال د رسمي چارو لپاره د شخصي برېښنالیکونو او کمپیوټري سیستم څخه د ګټې اخیستلو لانجې د نوموړې شهرت ته لوی زیان رسولی دی.

که څه هم د فدرالي پلټنو ادارې یا ایف بي آی د جولای په میاشت کې په دې اړه پلټنې درولې وې او دغه دوسیه یې تړلې وه، خو په دې وروستیو کې د ایف بي آی مشر جېمز کومي کانګریس ته په یوه استول شوي لیک کې په احتمالي ‌ډول په دې اړه د نورو اسنادو د موندلو خبر ورکړ او دغه موضوع یې له ټاکنو یوازې څو ورځې وړاندې بیا راوسپړله، چې د آغلې کلنټن د کمپاین په ګډون د یو شمېر سیاستوالو او چارواکو نیوکې یې راپارولې دي.

د ښاغلي کومې ناقدین په دې اند دي چې ښاغلي کومي باید ټاکنو ته دومره نژدې او د اسنادو د اهمیت له پوهېدو پرته دغه خبره رابرسېره کړې نه وی.

ځینې حتا ښاغلی کومي تورنوي چې ښايي د هاچ hatch act په نوم یو قانون یې مات کړی وي چې موخه یې ټاکنو ته نژدې د حکومتي چارواکو له اړخه د داسې قضیو د څېړلو مخنیوی دی چې ښایي په ټاکنو کې د یوه نوماند په زیان تمامې شي.

دویم ځل د هېلیري کلنټن بخت؟

د عکسونو البوم: د هېلیري کلنټن ژوند

د کلنټن د کورنۍ له خوا د پرمخ بیول کېدونکي کلنټن بنسټ سره د بهرنیو وګړو او حکومتونو لخوا د مرستو په اړه هم یو شمېر پوښتنې راولاړې شوې دي.

دغه راز ښاغلي ټرمپ د هغو ښځو پر ضد د آغلې کلنټن د غبرګون موضوع راسپړلې چې د دې له خاوند او پخواني ولسمشر بېل کلنټن سره د جنسي اړیکو دعوا یې کړې وه.

د ویکیلیکس د ویبپاڼې له خوا د یو شمېر هک شویو شرموونکو برېښنالیکونو خپرولو چې د آغلې کلنټن د کمپاین د غړو ترمنځ تبادله شوي هم دغه کمپاین یو څه ټکنی کړی دی.

د اکتوبر حیرانتیاوې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په وروستیو نظر پوښتنو کې د ښاغلي ټرمپ او اغلې کلنټن رايي سره ډېرې نژدې دي

د اکتوبر حیرانتیا د امریکایي سیاسي قاموس یوه برخه ګرځېدلې ده او هغې مهمې او ناببرې پېښې یا خبر ته ویل کېږي چې د نومبر د لومړۍ سه شنبې له ټاکنو لږ څه دمخه رامنځ ته شي او ټاکنې د یوه نوماند په ګټه وڅرخوي.

سږکال تر دې دمه، امریکایي رایه اچوونکي د دوو داسې حیرانتیاوو شاهدان وو.

لومړی د اکتوبر په اوومه په ۲۰۰۵ کال کې ثبت شوې داسې یوه ویډیو راڅرګنده شوه چې په کې ښاغلي ټرمپ د ښځو په وړاندې له جنسي پلوه د خوابدوونکو تورو د کارولو په مهال اورېدل کېږي. دغې ویډیو د ښاغلي ټرمپ کمپاین چې هغه وخت د غښتلي کېدو خوا ته روان و ولړزاوه او د رایه اچوونکو، په ځانګړي ډول د ښځو په منځ کې یې د ده محبوبیت خورا زیانمن کړ.

که ټرمپ د ټاکنو پایلې ونه مني نو بیا؟

د ټرمپ د 'ټاکنیزو درغلیو' پر اندېښنې اوباما نیوکه وکړه

که څه هم ټرمپ د دغې ویډیو له امله بخښنه وغوښته خو بیا هم په لسګونو جمهوريپالو سیاستوالو د ده له ملاتړه لاس واخیست او د ګوند دننه یوه کورنۍ جګړه پیل شوه. له هغه وخت راپدېخوا څو ښځو تور لګولی دی چې ښاغلي ټرمپ پر دوی جنسي تېری کړی دی خو نوموړی دا هرڅه ردوي او دغه ښځې دروغجنې او بدرنګې بولي.

د نومبر ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکونکو د ډلې په سیستم کې د ۲۷۰ جادويي شمېرې ته د رسېدلو لپاره یا اووښتونکي ایالتونه ډېر اړین وي

د امریکا ټاکنې ایالتي بڼه لري او هغه نوماند چې په هر ایالت کې تر خپل سیال زیاتې رایې وګټي د دغه ایالت له خوا د ولسمشرۍ نوماند بلل کېږي.

امریکا د ټاکنو یو پېچلی سیستم لري چې تر ډېره بریده د یوې ټاکونکې ډلې شاوخوا راڅرخي چې Electoral College بلل کېږي. د دغو ټاکونکو شمېر ۵۳۸ تنو ته رسېږي چې ولسمشرۍ ته د رسېدلو لپاره یي یو نوماند نیمایي جمع یو یعنی ۲۷۰ تنو ته اړتیا لري.

ایالتونه هم یو له بله توپیر لري، د بېلګې په ډول د کالیفورنیا ایالت د کېنېټکټ ایالت په پرتله لس ځله زیات وګړي لري نو په ټاکنو کې یې هم ونډه له نورو ایالتونو زیاته وي.

هر ایالت د وګړو د شمېر له مخې د ټاکونکو یوه شمېره لري چې هر لس کاله وروسته د سر شمېرنې په پایله کې جوتېږي. دغه شمېره د هر ایالت د کانګريس د غړو له شمېرې سره سمون خوري.

کله چې امریکايي وګړي د خپلې خوښې نوماند ته رایه اچوي، دوی په حقیقت کې د خپل ایالت ټاکونکو ته رایه اچوي چې د خپل ګوند د ولسمشرۍ نوماند ته یې د رایې د اچولو ټټر وهلی وي.

خو جالبه دا ده چې د نبراسکا او مېن د ایالتونو په استثنا د نورو ایالتونو ټولې رایې هغه نوماند ته ځي چې په هغه ایالت کې تر خپلو سیالانو د ډېرو ټاکونکو رایې ګټلې وي.

د بېلګې په ډول، که یو نوماند د نیویارک په ایالت کې د زیاترو ټاکونکو رایې وګټي نو د دغه ایالت ټولې ۲۹ رايې هغه نوماند ته ځي.

د ټاکونکو د ډلې په سیستم کې د ۲۷۰ جادويي شمېرې ته د رسېدلو لپاره یا اووښتونکي ایالتونه ډېر اړین وي.

اووښتونکي ایالتونه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اووښتونکي ایالتونه هر لوري ته اووښتی شي چې ښه بېلګه یې د فلوریډا ایالت دی.

که څه هم د دواړو ډلو نوماندان هڅه کوي زیات ایالتونه وګټي، دواړه ډلې په دې ډاډه وي چې ځینې واړه او لوی ایالتونه به په قوي امکان د دوی نوماند ته رایه ورکړي.

د بېلګې په ډول د ټکساس ایالت د معمول تر مخې جمهوريپال ګوند ته رایه ورکوي نو ځکه دغه ګوند هلته په ټاکنیزو کمپاینونو ډېرې پیسې نه ضایع کوي.

دغه راز د کالیفورنیا ایالت ډیموکرات نوماند ته رایه ورکوي.

اووښتونکي ایالتونه هر لوري ته اووښتی شي چې ښه بېلګه یې د فلوریډا ایالت دی.

دغه ایالت په تېرو لسو ټاکنو کې پنځه ځله د ډېموکرات نوماند په ګټه او پنځه ځلې د جمهوريپال نوماند په ګټه رایه ورکړې ده او د ۲۹ رایو په درلودلو یې په ۲۰۰۰ کال کې په نامتو ډول د جورج واکر بوش په ګټه رایه ورکړه، که څه هم د هغه ډېموکرات سیال ال ګور د امریکا په کچه د ډېرو وګړو رایې ګټلې وې.

سږ کال د اوهایو، وېرجینیا، کالوراډو، شمالي کارولاینا او نیواډا اووښتونکي ایالتونه بلل کېږي.

نوی ولسمشر کله کار پیلوي؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption له ۱۹۳۳ زېږدیز کال راپدېخوا نژدې هر امریکایي ولسمشر د والي، سناتور او یا هم د پوځي جنرال په توګه دنده ترسره کړې ده

که رایه اچونه پرېکنده وي، نوی ټاکل شوی ولسمشر له ټاکنو وروسته، ورځې او اوونۍ د یوې کابینې او د مفصلو پالیسیو په جوړولو تېروي. په همدې مهال پخوانی ولسمشر د سپینې ماڼۍ څخه د کوچېدلو تابیا نیسي او د خپل کور توکي غوټه کوي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې، نوی ولسمشر له ټاکنو وروسته د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په شلمه د لوړې مراسم پر ځای کوي.