ټرمپ "د ډیموکرات ګوند پیاوړو مرکزونو" کې کمپاین کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption څلور ایالتونه داسې دي چې له لسیزو راهیسې پکې جمهوریپال بریالي شوي نه دي.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوریپال نوماند وايي، له ټاکنو دوه ورځې مخکې منډې ترړې به یې په هغه ایالتونو ور چورلي چې "د ډیموکرات ګوند پیاوړي مرکزونه" بلل کېږي.

د رپوټونو له مخې، ښاغلي ټرمپ پر پنسیلوینیا، مشي ګن او مینوسوټا را ګرځي چې له ۱۹۷۲ کال راهیسې کوم جمهوريپال نوماند پکې کامیاب شوي نه دي.

څومره چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه را نږدې کېږي او د دواړو نوماندانو(‌ډونلډ ټرمپ او هېلیري کلنټن) ترمنځ توپیر کمېږي، ور سره ټاکنیزې هڅې هم چټکې کېږي.

* که ټرمپ ولسمشر شي څه به پېښ شي؟

* اوباما: ټرمپ امریکا او نړۍ ته ګواښ دی

د یکشنبې په شپه ډونلډ ټرمپ په نیواډا ایالت کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال له دریځ ناڅاپي کوز کړی شوی او څو شیبې وروسته بیا سټېځ ته پورته شو او خبرې یې پیل کړې.

د دې پېښې پرمهال امنیتي ځواکونو یو کس له غونډې اېستلی دی.

ویل کېږي چې د ډونلډ ټرمپ د وینا پرمهال یو کس د پولیسو له خوا ونیول شو، خو وسله یې نه درلوده.

خو پټو ادارو دا رد کړې چې ګویا په دغه مهال یوه توپانچه لرونکي کس پر نوموړي برید کول غوښتل.

د انځور حقوق AP
Image caption امنیتي ځواکونو ټرمپ له دریځ کوز کړ او څو شیبې وروسته یې بیا له سټېج وینا پیل کړه

دغه کس چې نوم یې اسټن کرټیس دی بي بي سي ته ویلي، چې د ټرمپ په غونډه کې یې غوښتل د نوموړي په ضد لیکلی شعار نندارې ته وړاندې کړي، خو خلک پرې ور ټول شول او له دې کار یې منع کړ.

د مک کلاچي وروستۍ نظر پوښتنې ښيي، چې لا هم هېلیري کلنټن له ډونلډ ټرمپ لږ مخکې ده

په دې نظر پوښتنه کې ویل شوي چې مېرمن کلنټن له خپل سیال یو سلنه مخکې ده، خو تېره میاشت ۶٪ ترې مخکې وه.

* ټرمپ: که کلنټن ته غوږ شو، نړیوالې جګړې ته به ورسېږو

* ټرمپ او کلنټن؛ د دریمې او وروستۍ مناظرې ګټونکی څوک دی؟

خو یوه بله نظر پوښتنه کې مېرمن کلنټن له ډونلډ ټرمپ ۳ سلنه مخکې او د راتلونکې سې شنبې ورځې د ټاکنو ګټونکې بلل شوې ده.

له بلې خوا په نیواډا ایالت کې شنونکو د نظرپوښټنو له مخې معلومه کړې چې هېلیري کلنټن په دغه ایالت کې مخکې ده، خو زیاتوي چې دلته به ټاکنې ډېرې حساسې وي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نظرپوښتنې لا هم هېلیري کلنټن له ډونلډ ټرمپ مخکې بولي.

ورته مطالب