روسیه کې د واورې زرګونو ګولیو خلک حیران کړي

د انځور حقوق SERGEI BYCHENKOV
Image caption خلک وايي، له دې مخکې یې داسې واورینې ګولۍ لیدلې نه وې

سایبریا په شمال ختیځ کې د اوب خلیج ځايي خلک هغو لویو لویو واورینو ګولیو هیښ کړي، چې په طبیعي ډول جوړې شوې دي.

په اتلس کیلومتره اوږده سمدرغاړه چې څومره د سترګو نظر رسېږي، نو دا واورینې ګولۍ وینې.

د دې ګولیو قطر د ټینیس له توپ نیولې تر یو متر پورې رسېږي.

دا د چاپېریال د عجیب نظام پایله ده ځکه واورې وړې وړې ټکړې وي خو پر اوبو له څرخېدلو په لویو لویو ګولیو بدلې شوې دي.

د شمالي قطب په بر یامل سیمه کې د ناییدا کلي اوسېدونکي وايي، چې دوی له دې مخکې داسې واوره لیدلې نه وه.

د انځور حقوق EKATERINA CHERNYKH
Image caption خلک له دې ګولیو سره انځورونه اخلي.

د روسیې تلوېزیون سره په خبرو کې د شمال قطب او جنوب قطب څېړنو انسټیټیوټ د رسنیو برخې مسوول سرګي لیزنکوف دا واورینې ګولۍ د طبیعت کار وباله.

د نوموړي په خبره، د سختو سړو له امله په سمندر کې د واورې ټوټې له اوبو سره په چټکۍ لګېږي، بیا په دغه حالت کې د هوا د بدلون او د سمندر غاړې فضا او تودوخي درجه کې د سخت کمښت له امله دا ډول واورینې ګولۍ جوړې شوې دي.

یورا و ېبپاڼه وايي، دا ډول واورینې ګولۍ د ۲۰۱۴ کال ډیسمبر کې په فنلېنډ خلیج او د ۲۰۱۵ کال په مشیګان جهیل کې هم لیدل شوې وې.

د انځور حقوق ALEXEI PRIMAK
Image caption پر سمندرغاړه تر لرې لرې دا ګولۍ لیدل کېږي.