هند کې د هوا ککړتيا له امله ۱۷۰۰ ښوونځي تړل شوي دي

د انځور حقوق AFP
Image caption د هوا ککړتيا او لوګي له امله شبنې (۵ اکتوبر) په ډيلي کې له ۱۷۰۰ زیات حکومتي ښوونځي تړل شوي وو.

د هند پلازمېنه ډيلي کې د هوا ککړتيا ډېره زياته شوې چې له امله يې حکومت د دريو ورځو په موخه د ښوونځيو د تړلو اعلان کړی دی.

د هوا ککړتيا او لوګي له امله شبنې (۵ اکتوبر) په ډيلي کې له ۱۷۰۰ زیات حکومتي ښوونځي تړل شوي وو.

په همدې حال کې د ډيلي په جنتر منتر سيمه کې د ښوونځي زده کوونکو او د دوی ميندو او پلرونو ماسکونه اغوستي او د هوا ککړتيا په اړه د پوهاوي رامنځ ته کولو په موخه يې لاريون ترسره کړی دی.

ولې هند کې ځینې کسان سپي وژني؟

د مسلمانو مېرمنو د برابرۍ مخالفت ولې کېږي؟

"د هوا ککړتيا هر کال په نړيواله کچه له پنځو ميليونو ډېر کسان وژني"

بلخوا په ډيلي کې له دې امله د کورني کرېکټ دوې لوبې هم لغوه شوې دي.

ډيلي کې د پنځو ورځو لپاره پر تعميراتي او د ويجاړولو پر چارو سربېره ۱۰ ورځې د جنراتور پر کارولو هم بنديز لګول شوی دی.

ويل کېږي د نقلي باران په اړه هم فکر کېږي.

د هندوستان ټايمز ورځپاڼې په وینا، د ډيلي په فيروز شاه کوټله کې د بنګال او ګجرات تر منځ او کرنال سېنګ لوبغالي کې د تريپوره او حيدراباد تر منځ لومړۍ لوبه لغوه شوې ده.

لوبغاړي شکايت کوي چې سترګې يې سوځېږي او ساه اخيستلو کې له ستونزو سره مخ دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption بلخوا د هوا ککړتيا له امله په ډيلي کې د کورني کرېکټ دوې لوبې هم لغوه شوې

د هند د چاپېريال وزير انيل دوې وايي، "د ډيلي په څېر لوی ښار کې ۳۶۴ ورځې هوا خرابه وي خو د بېلابېلو عواملو له امله په تېرو۱۲ - ۱۳ ورځو کې حالت نور هم خراب شوی، او اوس حالت دومره ناوړه دی چې په دې اړه باید په جدي ډول فکر وشي".

نوموړی وايي په دې اړه يې مرکزي حکومت ته له وړاندې خبرداری هم ورکړی و.

د دغه پوښتنې په اړه چې له ديوالي فيسټيوال وړاندې د هوا ککړتيا کې د زياتوالي په دې اړه اندېښنه وه، حکومت ولې په ځنډ اقدام وکړ؟ وويل:

"زما په اند دا سمه خبره نه ده چې يوزاې په شاوخوا سيمو کې د کرنيزو کثافتي توکو د سوځولو او يا هم د دېوالي له امله چاپېرل ککړ شوی دی، رښتيا خبره خو دا ده چې په ډيلي کې ۳۶۴ ورځې حالت خراب وي."

د انځور حقوق AFP
Image caption د ښوونځي زده کوونکو او د دوی ميندو او پلرونو د هوا ککړتيا په اړه د پوهاوي رامنځ ته کولو په موخه يې لاريون ترسره کړی

د ډيلي اعلی وزير اروند کيجريوال د هوا ککړتيا د کمولو په موخه د مرکزي حکومت پر ګامونو ټينګار کړی دی.

د ښاغلي کيجريوال په وينا "يوه ورځ د جفتو او بله ورځ د طاق نمبر پلېټنو موټرو په بنديز د ډيلي هوا په ککړتيا کې کموالی نه راځي، ځکه په هريانه او پنجاب کې په ډېره اندزه د کرنيز کثافتي توکو د سوځېدو ذرې د ډيلي هوا او اوبو ته داخېلږې."

د انځور حقوق AP

د چاپېريال مرکزي وزير او د ډيلي اعلی وزير د دغه ډارونکي حالت سره د مبارزې په موخه بېلابېل غونډې رابللې دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب