د ډونلډ ټرمپ ژوند په انځور کې

ډېره موده مخکې له دې چې د ولسمشرۍ نوماند په توګه راوړاندې شي، ډونلډ ټرمپ د امریکا تر ټولو نامتو او جالب میلیاردر و. دغه ۷۰ کلن سوداګر هغه وخت ټولې وړاندوینې ناسمې ثابتې کړې چې د جمهوريپال ګوند د ټاکنو په لومړي پړاو کې يې ډېرو باتجربه سیاستوالو ته ماتې ورکړه.

ماشوم ټرمپ

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح،

ډونلډ جان ټرمپ د ۱۹۴۶ زېږدیز کال د جون پر ۱۴ د نیویارک کوینز سیمه کې زېږېدلی. د خپل مور او پلار پنځو اولادونو کې څلورم دی.

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح،

د ټرمپ پلار یو بریالی سوداګر ؤ او ودانیز شرکت یې درلود چې د نیویارک ښار څنډو کې د بروکلېن او کوینز سیمو کې یې کار کوه. د ټرمپ ماشومتوب چې له کراچۍ سره لوبې کوي.

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح،

له کیڼ اړخه، ډونلډ ټرمپ،دوه ورونه یې کشر فرېډ او رابړت، او دوه خویندې یې مېریانا او الیزابېت

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح،

ټرمپ په دغه انځور کې له خپلې مور مېري او پلار فرېډ سره ولاړ دی. دا یې د نیویارک له پوځي اکاډمۍ د فراغت عکس دی. تر دې وروسته یې لومړی د فورډم پوهنتون کې زدکړې وکړې بیا د وارتن سوداګریز پوهنتون ته ولاړ.

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح،

ټرمپ لومړي سر کې خپل پلار فرېډ سره ساختماني ډګر کې تجارت کې برخه واخیسته، خو ډېر ژر یې ځان ته د نیویاک زړه، منهتن کې کار و بار پیل کړ. فرېډ ټرمپ د شرابو څکلو له امله په ۴۳ کلنۍ کې ومړ.

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح،

د ټرمپ جرئت او څېرې، دی ډېر ژر د نیویارک سوداګریزې نړۍ کې ټولو ته وروپېژنده.

د عکس سرچینه، Other

د عکس تشریح،

دلته ډونلډ ټرمپ له خپل ځوی کشر ډونلډ سره ولاړ دی. ټرمپ خپل اولادونه کشر ډونلډ، یوانکا او یرېک سوداګرۍ کې شامل کړل

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ټرمپ درې ځله واده کړی. دا يې اوسنۍ مېرمن مېلانیا ده چې له ښاغلي ټرمپ سره یې د امریکا په ډېرو ایالتونو کې ټاکنیز کمپاین کې برخه واخیسته.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ټرمپ تر ټولو مشهوره مېرمن، د ده لومړۍ مېرمن ایوانا زیلنیکووا، وه چې د چک هېواد یوه ورزشکاره او ماډل وه. په ۱۹۹۰ کې هغوې محکمې ته د طلاق دوسیه وړاندې کړه. محکمې کې د دوی د دعوا په وخت کې ورځپاڼو د هغوې په هکله راز راز راپورونه خپرول. په دغو راپورونو کې داسې ادعاګانې هم وې چې ټرمپ د خپلې ښځې، ایوانا، سره ناوړه رویه کوله، خو ایوانا وروسته پر دغو پېښو ډېرټینګار ونه کړ.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

دې انځور کې، کشر ډونلډ ټرمپ، مېلانیا ټرمپ، ډونلډ ټرمپ، ایوانکا ټرمپ، یرېک ټرمپ او تېفېني ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ښاغلي ټرمپ هوټلونه او د قمارځایونه (Casinos) هم جوړ کړي. د ډونلډ ټرمپ پر ډېرو سوداګریزو مرکزونو، پخپله د ده نوم لیکلی. د نیویارک په زړه کې هم پر ودانیو د Trump نوم تر سترګو کېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ټرمپ په دې مشهور دی چې د چا خبره پر ځان نه پرېږدي، ډېرې تندې خبرې کوي او آن اوس چې ولسمشرۍ ته نوماند دی هم، "بې پروا" غږېږي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ټرمپ د خپل کمپاین په ترڅ کې پر کډوالو، مسلمانانو او د مکسیکو پر خلکو سخت لفظي ګوزارونه وکړل.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

تر دې شعار لاندې چې "امریکا به بیا ستره کړو" ، ټرمپ یو ناندره ییز کمپاین وچلاوه او ژمنه یې وکړه چې د امریکا اقتصاد به پیاوړی کوي، د امریکا د متحدو ایالتونو او مکسیکو ترمنځ پولې په اوږدو کې به یو دیوال جوړوي، او په لنډمهاله ډول به د امریکا متحدو ایالتونو ته د مسلمانو کډوالو پر راتګ بندیز لګوي "ترڅو چې زموږ د هېواد استازي معلومه کړي چې څه پېښېږي".

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د پراخو اعتراضونو او د هغه د جمهوریپالو سیالانو، ټېډ کروز او مارکو روبیو د سختو هڅو سره سره، د انډیانا ایالت د لومړنیو ټاکنو وروسته ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره د جمهوريپال ګوند اصلي نوماند شو.