چاپېريال ساتنه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

چاپېريال ساتنه

د اقليمي بدلون په اړه د پاريس تړون پر پلي کېدو پيل شوی دی. له دې سره حکومتونه دې ته غاړه ږدي چې تودوخه له صنعتي پېر مخکې حالته له دوو درجو زياته لوړه نه کړي.

ساينسپوهان وايي د شين کوريزو غازونو وتلو کچه بايد تر ۲۰۳۰ کاله پورې تر ۱۴ ميليارد ټنو پورې کمه شي.

بريتانيا د اقليمي بدلون خبرو کې له اوږدې مودې ښکېله ده، خو ګوتنيوونکي يې وايي د حکومت خپل فعاليت په ناکامېدو دی، چې تر ډېره یې لامل له ټراسپورټي او هم د کورونو تودولو له وسايلو د غازونو له وتلو سره تړلی دی.