د نقشو هنر
د نقشو هنر
د ځينو لپاره نقشې د ځای ځايګي معلومولو يوه مهمه لار ده، او هم يوه داسې لار چې يو څوک څنګه پرې له يوه ځايه بل ځای ته ولاړ شي.
د نورو لپاره بيا نقشې د تېر خبره ده، چې اوس يې پر ځای د سپوږمکۍ او يا هم د ځيرکو ټليفونونو له لارې ځای ځايګي موندل کېدی شي.
خو پوښتنه دا ده چې نقشې د ټولنو، سیاست او ادب په اړه هم څه ويلی شي؟
همدا يوه داسې خبره ده چې لندن کې د بريتانيا کتابتون کې یې يو نوی نندراتون ارزوي، بي بي سي يې هم کتو ته ورغلې وه.