ځینې خلک ولې پخوانۍ پېښې په یاد نه لري؟

د انځور حقوق .
Image caption روزي اېچ وايي، د واده ورځ یې په یاد نه ده، ان د خپلو زامنو تصور هم له ځان سره جوړولی نه شی.

ځینې خلک یو چا ته د بل چا نوم اخلي، لا هم د پخوانیو پېښو انځور یې په یاد کې نه را ژوندی کېږي، په دوی کې داسې کسان هم دي چې کله پر اس فکر کوې، نو په دماغ کې یې د اس انځور نه جوړېږی.

دوی د نړۍ ۲ سلنه خلک دي او 'ایفنتاسیه' ورته وايي.

د دوی په تړاو ساینسپوهانو اوس معلومه کړې چې ان په دې ایفنتاسیه کې ډېر کسان په دې هم نه پوهېږي چې له نورو خلکو سره توپیر لري.

د بي بي سي راډیو۲ په یوه پروګرام کې چې کله کوربه جرمي واین پر دې موضوع خبرې کولې، نو ډېرو اورېدونکو د خپلې ژوند تجربې وویلي او له مخې یې په ډاګه شوه چې دوی ایفنتاسیه دي.

ایډم زیمان د ادراکي او انسانی چارو اړوند د مغزپوهنې ماهر دی، هغه په ایکسټر پوهنتون کې له خپلې ډلې سره پر دې مسلې کار کړی او هغه کسانو ته یې ایفنتاسیه نوم ور کړی چې پر یو شی د فکر کولو په مهال یې د همغه څیز انځور په یاد کې نه جوړېږي.

پوهاند اېډم وايي، دا ستونزه د دماغي سترګې د نشتوالي له امله ده، خو کومه ناروغي نه ده.

ویل کېږي چې په یاد کې د کوم شي د تصور نه جوړېدلو په دلیل د انسان حافظه هم کمزورې کېږي او له امله یې خلک د خپلو ژوند پېښو په بیا را یادولو کې پاتې کېږي.

پوهاند اېډم وایي، په یاد کې د یو شي د ښه تصور جوړولو له مخې هم خلک په مختلفو درجو وېشل شوي دی.

۶۳ کلنه روزي اېچ وایي، دوه زمن لري، خو کله چې ورته نوم اخیستل غواړي، نو په ذهن کې یې تصور نه شي جوړولی.

هغه زیاتوي، چې د خپل واده ورځ یې هم په یاد نه ده او د هغو پېښو بیا یادولو کې پاتې ده، خو هغه جذباتی کیفیت یې په یاد دی.

د انځور حقوق .
Image caption پال اریډزن وايي، د یو شي تصور هم په ذهن کې جوړولی نه شی، ځ که هرڅه له ځان سره لیکي.

پال اریډزن ۴۷ کلن دی، هغه وایي، لایټینګ ډیزاینر دی، خو د یو شي تصور هم په ذهن کې جوړولی نه شي، ځکه هر شی له ځان سره لیکي، هغه په کاغد یا کمپیوټر کې لیکلي بیا لولي.

اووه کاله مخکې هغه یو کتاب هم لیکلی دی، چې نوم یې "د ډارک" یا (تیاره) ده. هغه وايي، دا کتاب د داسې سیارې په هکله دی چې هلته هیڅ رڼا نشته.

سټیو کنګ ۴۴ کلن دی، هغه وایي، نه یې د واده ورځ یاد ده او نه د زوی زوکړه او د هغه د کلیزې ورځ په یاد لري.

هغه وايي، مېرمن یې اوس په دې تړاو خبرې نه کوي، خو کله چې هغو پخوانیو انځورونو ته ګوري، نو بیا هغه پېښې ور یادېږي او پخپله باوري کېږي چې هلته و.

دا هم ډېره هیښوونکې ده، چې کوم کسان په یاد کې پخوانۍ پېښې ساتلی نه شی، خو د نورو خلکو په څېر خوب ویني.

د انځور حقوق .
Image caption سټیو کنګ وايي، په دې ډېر شرمېږي چې خلک پوهېږي دی یاد نه لري.