ډونلډ ټرمپ بیا ټاکنو کې د هېلیري کلنټن په ګټه د درغلۍ کېدو ادعا کړې

ډونلډ ټرمپ د انځور حقوق AFP

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو جمهوریپال نوماند ډونلډ ترمپ یوځل بیا خپله ادعا تکرار کړې چې ټاکنو کې د ډیموکراتې نوماندې هېلیري کلنټن په ګټه درغلي کېږي.

ښاغلي ټرمپ دا ادعا وروسته له هغه بیا مطرح کړه چې د امریکا جنایي څېړنو فدرالې ادارې پولیسو (اف بي آی) اعلان وکړ، د هېلیري کلنټن د ایمیلونو قضیې په نویو پلټنو کې هېڅ داسې څه نه دي موندلي چې جرمي ماهیت ولري.

+ ایف بي آی: د کلنټن برېښنالیکونو کې د جرم نښې نشته

+ د امریکا ټاکنې: ټرمپ په ټاکنو کې د "درغلۍ" خبرداری ورکړی

ښاغلي ټرمپ په مشیګان کې ایالت کې یوې غونډې ته خبرو کې وویل؛ اف بي آی نشي کولی په اتو ورځو کې ۶۵۰ زره ایمیلونه وارزوي.

اف بي آی پر داسې مهال د مېرمن کلنټن د ایمیلونو ارزونې پایلې اعلان کړې چې ټاکل شوې د سه شنبې په ورځ (نومبر ۸مه) امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې وشي.

د مېرمن کلنټن د کمپاین ټیم د اف بي آی د پلټنو پایلو ته په غبرګون کې ویلي؛ ددغه ستونزې پر حل کېدو خوښ دي.

د اف بي آی رییس جیمز کومي نژدې دوه اونۍ وړاندې په یوه لیک کې د مېرمن کلنټن د نویو ایمیلونو د ترلاسه کېدو خبره وکړه.

ویل شوي و چې نوي ایمیلونه ښایي د بهرنیو چارو وزیرې په توګه د هغې د ندې پرمهال د شخصي ایمیلونو کارونې اړوند وي.

هېلیري کلنټن هغه مهال ډاډ ښوولی و چې له دغو ایمیلونو د اف بي آی نوې پلټنې به ددغه سازمان پخوانۍ موندنې نقض نه کړي چې ویلي و مېرمن کلنټن د قانون خلاف کار نه دی کړی.

ورته مطالب