د مهمو موضوعاتو په اړه د کلنټن او ټرمپ دریځونه

ټرمپ او کلنټن د انځور حقوق Getty Images
Image caption هېلیري کلنټن د لیبیا پر ضد د هوایي کمپاین یوه ټینګه ملاتړې او غوښتونکې وه. ډونلډ ټرمپ د عراق او منځني ختیځ په جګړو نیوکې کړې دي.

که لومړی پر بهرنۍ تګلارې تم شو، د بهرنیو چارو د وزارت پر مهال مېرمن کلنټن د بهرنیو چارو د یوې توندلارې په توګه شهرت ترلاسه کړ. نوموړې د عراق د جګړې ملاتړې وه، خو اوس وایي چې په خپل دريځ پښېمانه ده.

کلنټن د لیبیا پر ضد د هوایي کمپاین یوه ټینګه ملاتړې او غوښتونکې وه. نوموړې سوریه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پر ضد د لا پراخې امریکایي ښکېلتیا غوښتونکې ده او هلته د پروازونو د درولو او د سوريې د یاغي ډلو د وسله والو پلوۍ ده، خو دغه هېواد ته د امریکایې سرتېرو د استولو طرفداره نه ده.

مېرمن کلنټن د پېشمرګه کردي ځواکونو د وسله وال کولو ملاتړې هم ده.

کلنټن افغانستان کې د امریکا د پوځي شتون د ادامې غوښتونکې ده او د ناټو په ټلواله کې د امریکا پر ونډې ټینګار کوي. هغه د اروپايي ملاتړو غښتلی کول د روسیې د ځواک د نفی کولو لپاره اړین بولي.

امریکا 'ټاکنو کې نفوذ لپاره' رسما روسیه په سایبري بریدونو تورنه کړه

ټرمپ- ویلادیمير پوتین له بارک اوباما غوره مشر دی

ډونلډ ټرمپ د عراق او منځني ختیځ په جګړو نیوکې کړې دي. که څه هم د عراق د جګړې له پیله یې د مخالفت دعوی بنسټ نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ ویلي چې که ولسمشر شي هڅه به وکړي ولادیمیر پوتین لانورهم ښه وپېژني

دی د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نژدې اړیکو غوښتونکی دی او غواړي د امریکا حکومت پر خپلو اروپایي او آسیایي ملاتړو فشار واچوي چې د ځانونو د ملي دفاع د لګښت زیاته برخه خپله پر غاړه واخلي.

نوموړی ټینګار کوي چې د امریکا بهرنۍ تګلاره باید د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکړي. له بلې خوا ټرمپ د "اسلامي دولت" نومې ډلې د ځپلو لپاره یو سخت دریځ خپل کړی دی او آن دا یې هم کله نا کله ویلي چې امریکا دې د دغې ډلې د ځپلو لپاره په لسګونه زره امریکايي ځمکنی پوځ واستوي.

 ولې د امریکا ټاکنو کې افغانستان له پامه غورځول شوی؟

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

نوموړی دغه راز وایي چې ناټو دې په منځني ختیځ کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره تر اوس زیاتې هڅې وکړي او زیاتوی چې امریکا د دغې ټلوالې زیات لګښت ورکوي او باید د ټلوالې نور غړي د خپلې ساتنې لپاره نور لګښت ته اوږه ورکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي امریکا دې د کډوالو د منلو پروګرام تر هغې ودروي چې د راتلونکو کډوالو د هر اړخیزې پلټنې چارې نه وي پلي شوي

کډوال

ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ځانګړو سیمو څخه د کډوالو د منلو امریکایۍ تګلاره چې موخه یې منځنی ختیځ او په ځانګړي ډول مسلمان هېوادونه دي، د امریکا کورني امنیت ته جدي ګواښ پېښوي.

نوموړي هڅه کړې ده د انټرنټ پر کرښه د خپرو شویو هغو آوازو په مټ خپل استدلال قوي کړي چې ګواکې له سوریې څخه راغلي کډوال په لویه کې ځوان او مجرد دي، هغه څه چې پخلی یې ندی شوی.

ټرمپ- کډوال یو موټی او د امریکایانو پر ضد بریدونه کوي

-که ما وګټله، کډوال به بېرته ځي-

ده ویلي چې امریکا دې د کډوالو د منلو پروګرام تر هغې ودروي چې د راتلونکو کډوالو د هر اړخیزې پلټنې چارې نه وي پلي شوي چې پکې د اورپکو د بېلولو لپاره ایډیالوژیکي آزموینې شاملې دي. نوموړی وایي د منځني ختیځ هېوادونه - چې لا دمخه د میلیونونو سوریايي او عراقي کډوالو کوربانه دي ـ د تاوتریخوالي څخه د تښتېدونکو وګړو لپاره د خوندي سیمو د جوړولو نورې هڅې هم وکړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې چې که ولسمشر شي امریکا به بدله کړي

هېلیري کلنټن بیا امریکا ته د سوریايي کډوالو په راتګ کې د لا زیاتوالي غوښتنه کړې ده او ویلي یې دي چې دغه شمېره دې په کال کې د ۱۰۰۰۰ وګړو څخه ۶۵۰۰۰ وګړو ته پورته شي.

نوموړې هم د کډوالو په غور سره د پلټنې پلوي کوي خو زیاتوي چې اوسنی سیستم لا دمخه د څو کلن درخواست غوښتنه کوي او دا چې کډوال نه پوهېږي کوم هېواد ته به استول کېږي. نوموړې په دې اند ده چې امریکا د هغو وګړو د هرکلي تاریخ لري چې له ظلم او تاوتریخوالي تښتي، او دا چې دغه چاره باید دوام ومومي.

قانون او نظم

هېلیري کلنټن د ډله ییز زندانیتوب او د قید د لږ تر لږه اجباري مودې د قانون مخالفه ده او ویلې یې دي چې د پولیسو څانګو کې لا هم توکمیز توپیر شته چې باید لارې چارې ورته ولټولې شي. نوموړې د توکم پر بنسټ د وګړو پر وړاندې د نه توپیر د قانون ملاتړې ده او په تاوتریخوالي کې د نه ښکېلو روږدو وګړو د زنداني کولو پر ځای د دوی د رغولو ملاتړې ده.

ویډیو امریکا کې یو سپین پوستی پولیس د یوه بې وسلې تورپوستي پر وژلو تورن شوی

د امریکا میشیګن محکمه کې دوه پولیس په ډزو وژل شوي

ډونلډ ټرمپ بیا وايي تاوتریخوالی او ناقانوني په امریکا کې له کنټروله وتلې ده. دی وایي د پولیسو څانګې له دې امله چې له سیاسي پلوه له چا سره په ټکر کې واقع نه شي، د جرمونو سره په مبارزه کې پاتې راغلي دي، او غواړي چې پولیسو ته دې اجازه ورکړل شي د قانون ماتوونکو پر وړاندې کلک وي.

نوموړی وایي د امریکا په خاوره کې د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي لپاره دا اړینه ده چې پولیس دې د توکم پر بنسټ له وګړو پوښتنې ګروېږنې وکړي.

په نیویارک کې د پولیسو له خوا له کوم شک پرته د وګړو د تالاشۍ یو ورته پروګرام د یوه فدرالي قاضي له خوا د اساسي قانون پر ضد بلل شوی ؤ، خو ټرمپ بیا هم د دغه قانون ملاتړ کوي او هغه بریالی بولي.

د وسلو قوانین

د پخوانیو ټاکڼو برخلاف، د وسلې موضوع د دغو ټاکنو یوه مهمه موضوع ده، تر ډېره بریده له دې امله چې مېرمن کلنټن د ډله ییزو وژنو وروسته د وسلو د رانیوونکو د مخینې د پلټنې په ټینګولو او د پوځي ډوله وسلو د بندیز خبره څو ځلې تکرار کړې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ خپله سیاله په دې تورنوي چې ګواکې غواړي له وګړو د وسلې د درلودلو حق واخلي

نوموړې دا ردوي چې ګواکې د ولسمشرې کېدو په صورت کې به د اساسي قانون دوهم تعدیل ننګوي چې له مخې یې امریکایان کولی شي له خپل ځانه د دفاع لپاره وسله ولري.

ډونلډ ټرمپ د ځینو ډله ییزو وسله والو بریدونو پړه د وسلې ګرځولو پر سُستو قوانینو اچوي او وایي چې وسله والو وګړو کولی شول د دغو بریدونو پر مهال مداخله وکړي او د وګړو ژوند وژغوري.

نوموړی خپله سیاله په دې تورنوي چې ګواکې غواړي له وګړو د وسلې درلودلو حق واخلي او ټټر وهي چې د ده په ولسمشرۍ کې به د اساسي قانون دوهم تعدیل خوندي وي.

مالیه

هېلیري کلنټن غواړي د امریکایانو د عاید د انډولۍ ستونزه په شتمنو د مالیې د لوړولو له لارې حل کړي. نوموړې پلان لري پر هغو وګړو چې له پنځو میلیونو ډالرو زیات عاید لري د شتو مالیو برسېره پنځه سلنه اضافي مالیه وضع کړي او دغه راز غواړي له هغو امریکایانو چې د زده کړې یا روغتیا لپاره لګښت کړی وي کمه مالیه واخلي.

د مالیو د پالیسۍ د مرکزTax Policy Center په وینا د امریکا یو سلنه وګړي به چې تر ټولو زیاتې پیسې جوړوي د آغلې کلنټن د اضافي مالیې زیاته برخه غوڅوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ وايي پر شرکتونو مالیې کموي او د موروثي جایدادونو پر سر مالیه له منځه وړي.

د مالیو د محافظه کار بنسټ Tax Foundationد یوه تحلیل له مخې د ډونلډ ټرمپ پلان به راتلونکو لسو کلونو کې د امریکا حکومت ته شاوخوا شپږ تریلیونه لګښت ورواړوي.

که ټرمپ ولسمشر شي څه به پېښ شي؟

د ښاغلي ټرمپ د مالیې وروستی پلان، پر شرکتونو مالیې کموي او د موروثي جایدادونو پر سر مالیه له منځه وړي. د مالیې د بنسټ په وینا د ښاغلي ټرمپ د دغه پلان له مخې به د امریکا د تر ټولو شتمنې یوې سلنې په عاید کې له لس سلنې پورته زیاتوالی راشي خو د عاید د ښکته کچې څلورمه برخه امریکایان به په خپل عاید کې د ۱.۹ سلنې زیاتوالي شاهدان وي.

کارموندنه

ټرمپ وایې راتلونکو لسو کلونو کې به ۲۵ میلیونه نوې دندې رامنځ ته کړي، او د همدې موخې لپاره به په امریکایې شرکتونو لګېدلې مالیه له ۳۵ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته راکوزه کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځینې امریکایان سرټکوي چې په کور دننه دندې کمې شوي.

کلنټن بیا غواړي د پرمختللي تولید په ټکنالوژۍ، متبادلې او پاکې انرژۍ او وړو شرکتونو کې د پانګونې له لارې امریکایانو ته نوې دندې ومومي. کلنټن دغه راز غواړي د کارموندنې په روزنه کې زیاتوالی راشي چې د لګښت یوه برخه به یې پر شتمنو له اضافي مالیې راځي.

کډوالي

دا ټرمپ ته یوه تر ټولو نژدې موضوع ده. نوموړی غواړي له مکسیکو سره په جنوبي پوله د دریو زرو کیلومټرو په اوږدوالي یو لوړ دېوال جوړ کړي چې له جنوبي امریکا د ناقانونه کډوالو د راتګ مخه ونيسي.

نوموړی غواړي امریکا ته په قانوني کډوالۍ کې هم کموالی راشي. که څه هم ټرمپ پخوا ویل چې پلان لري د زور له لارې په امریکا کې استوګن شاوخوا یوولس میلیونه ناقانونه وګړي له هېواده وشړي خو اوس یې په خپل دریځ کې بدلون راوستی دی.

امریکا د کډوالو قانون کې بدلون راولي

امریکا لس زره سوري کډوالو منلو ته چمتووالی نیسي

کلنټن وایي د ولسمشر اوباما هغو اجرایوي فرمانونو ته به ادامه ورکوي چې له مخې یې هغو ناقانونه کډوالو او د هغوی د کورنیو غړو ته قانونی حیثیت ورکول کېږي چې د زیاتې مودې راهیسې په دغه هېواد کې استوګنه لري. نوموړي دغه راز د کډوالۍ په سیسټم کې د هر اړخېزې اصلاح غوښتنه کوي چې په کې د ناقانونه کډوالو لپاره د قانوني اسنادو او په پای کې د امریکایي تابعیت د ترلاسه کولو میکانیزم وجود ولري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د منتقدینو یوه اندېښنه دا ده چې دی به څوک د امریکا د سترې محکمې مشر وټاکي؟

ستره محکمه

د راتلونکي ولسمشر لپاره به یوه تر ټولو مهمه پرېکړه د سترې محکمې د راتلونکي بڼې جوتول وي. د نهو قاضیان له جملې یو د روان کال په پیل کې مړ شو او په ستره محکمه کې یې ځای خالي دی. دغه راز یو شمېر قاضیان د تقاعد عمر ته رسېدلي دي. د امریکا راتلونکی ولسمشر به سترې محکمې ته له یوه زیات قاضیان ورپېژني.

د اقلیم بدلون

هېلیري کلنټن د ډیموکراټ ګوند د چاپیریال پالیسي تعقیبوي او په دې اند ده چې د اقلیم بدلون د امریکا امنیت ته ګواښ دی. نوموړې د انرژۍ د شرکتونو پر وړاندې د کلکو قوانینو د جوړېدو ملاتړ کوي او د الاسکا په ایالت کې د نفتو د استخراج او د امریکا له لارې د کاناډایي تېلو د لېږد د نل لیکې Keystone سره مخالفت کوي.

خو نوموړې ځینې چاپېریال پلوي په دې اندېښمن کړي چې د هغه قانون سره مخالفت ښیي چې موخه یې د ځمکې د تل څخه د ډبرو له منځه د ګازو د استخراج Fracking ځنډېدل غواړي.

ډونلډ ټرمپ بیا د امریکا ټاکنو کې د درغلۍ کېدو ادعا کړې

اوباما: ټرمپ امریکا او نړۍ ته ګواښ دی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
امریکا کې به رایي څرنګه شمېرل کېږي او کوم ایالتونه به ډېر مهم وي؟