ميانمار کې مسلمانان
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ميانمار کې مسلمانان

د ميانمار پر مشرې انګ سان سوچي د هغو ادعاوو څېړنو په اړه فشار په زياتېدو دی چې وايي د هېواد پوځ پر مسلمانانو تېری يا ورسره ناوړه چلن کوي.

څلور اوونۍ مخکې د لږکيو روهينګا مسلمانو وسله والو له بنګله دېش سره پولې ته نژدې همغږو بریدونو کې ۹ تنه پوليس سرتېري ووژل.

له هغه راهيسې پوځ دا سيمه تړلې، له محاکمې پرته وژنې، او پر روهينګا ښځو د جنسي تېري پېښې په کې شوې دي.