په لومړي ځل د جنوبي کوریا مانورو کې د بریتانیا ګډون

د انځور حقوق EPA
Image caption د بریتانیا ټایفون ډوله جنګي الوتکې د جنوبي کوریا اوسان اډه کې

له ۷۰ کلونو وروسته، په لومړي ځل په جنوبي کوریا کې د بریتانیا جنګي الوتکې د امریکا - کوریا ګډو هوايي مانورو کې ګډون کوي.

په دې مانورو کې د بریتانیا ټایفون ډوله جنګي الوتکو ګډون کړی.

دغو مانورو ته د "ټینګ ډال" نوم ورکړل شوی، چې هدف یې له شمالي کوریا سره د احتمالي جګړې لپاره تمرینونه ښودل شوي.

د سوېلي کوریا د ولسمشرې پرضد مظاهرې کېږي

د جنوبي کوریا پلازمېنه سیول کې د بریتانیا سفیر سیمه ییزو رسنیو ته وویل، د تمرینونو هدف د نورو هېوادونو له ځواکونو سره د بریتانیايي ځواکونو د توان او ځواک ډېرول دي.

د بریتانیا الوتکو جنوبي کوریا ته د جاپان له لارې تللې دي.

امریکا چین ته د داسې یوه پیغام رسولو ټینګ هوډ لري چې ګني په اسیا کې د امریکا پوځي ایتلافي ملګري لاهم قوي دي.

شاید جنوبي کوریا کې د بریتانیايي جنګي الوتکو مانورې هم ددې خبرې څرګندويي وکړي.

شمالي کوریا بریتانیا هڅولې وه، چې په دې مانورو کې ګډون ونه کړي. د شمالي کوریا رسنۍ وايي، په دې مانورو کې د بریتانیا ګډون "د سولې او امنیت لپاره نه بښل کېدونکی خطرناک ګواښ ګڼل کېږي".

ورته مطالب