امریکا کې د نوي ولسمشر ټاکنې لپاره رایې کارونه روانه ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا لر او بر کې میلیونونه کسان د رایې کاروونې مرکزونو ته روان دي

د امریکا متحدو ایالتونو کې له اوږده ټاکنیز کمپاین وروسته د رایې کارونې بهیر له کومې ستونزې پرته روان دي.

د رایې کارونې مرکزونو مخې ته د خلکو اوږده کتارونه تر سترګو کېږي.

د دیموکرات ګوند کاندیده هېلیري کلنټن په نیویارک کې له خپل میړه او پخواني ولسمشر بل کلنټن سره یو ځای د رایې مرکز ته لاړه.

له رایې کارونې وروسته مېرمن کلنټن خوښه معلومېده، خپلو پلویانو ته یې لاس وښوراوه او ویې ویل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د رایې کارونې مرکزونو کې د خلکو اوږده کتارونه لیدل کېږي

'زه ډېره خوښه یم، زه ډېره خوښه یم '

امریکا متحدو ایالتونو کې ۱۹ میاشتې روان ټاکنیز کمپاین پای ته رسېد سره د سې شنبې په سهار د دغه هېواد د ۴۵ ولسمشر ټاکلو لپاره رایې کاروونه پیل شوه.

دغو ټاکنو کې ۲۴۵ میلیونه امریکایان خپلې رایې کاروولی شي، چې له دې نه څلور میلیونه او ۶۰ سوه زره کسانو خپلې رایې له مخکې کاروولې دي.

د بېلو امریکايي ایالتونو رایې کاروونکي به د شپږو بېلو وختي زونونو له مخې خپلې رایې کارووي.

ویرجینیا ایالت کې، چې د ټاکنو پایلو له نظره مهم بلل کېږي د بي بي سي خبریال وايي، داسې ښکاري، چې خلک په کورونو کې د بې تفاوته کېناستو پر ځای د رایې کارونې له لارې پرېکړې ته راوتلي دي.

داسې تمه کېږي، چې په ختیځ کې به د رایو لومړنۍ پایلې له جي ایم ټي مهال سره سم هغه مهال راووځي، چې د هېواد لوېدېځو ساحلي سیمو کې به د رایې مرکزونو تړل کېدو ته نژدې څلور ساعته وخت پاتې وي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د امریکا ټاکنې او مسلمانان

د پلازمېنې واشنګټن ډي سي په ګډون به د ۵۰ امریکايي ایالتونو رایې کاروونکي مختلفو زماني زونونو کې خپلې رایې وکارووي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمن کلنټن له رایې ورکونکو وغوښتل، چې ' هیله مندې' امریکا ته رایې ورکړي

ګټونکی کاندید باید د الیکټورل کالج له ۵۳۸ رایو نه لږ تر لږه ۲۷۰ رایې تر لاسه کړي.

د کمپاین په وروستي پړاو کې د دیموکرات ګوند کاندیدې هیلري کلنټن او د جمهوریت پال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ ټاکنیزو غونډو ته ویناوې وکړې.

د امریکا ټاکنې: د کلنټن او ټرمپ پلویان

د امریکا ټاکنو کې وروستۍ هڅې او نظرپوښتنه

د ټاکنیز کمپاین د پای ته رسېدو تر مهاله د دیموکرات ګوند کاندیده هیلري کلنټن د نظر پوښتنو له مخې د خپل سیال ډونالډ ټرمپ پرتله یو څه مخکې وه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption .

دواړو کاندیدانو د کمپاین په وروستۍ ورځ هغو ایالتونو ته سفرونه کړي، چې په کې د سختې سیالۍ تمه کېږي.

دواړو کاندیدانو مشي ګن، شمالي کارولینا او پنسوالینا ایالتونو کې ټاکنیزو غونډو ته ویناوې وکړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption .

مېرمن کلنټن رایې ورکونکو ته وویل، 'باید د یوې هیله مندې، د ګډ پرمختګ پلوي او لوی زړه لرونکې امریکا پلوي وکړي، ' خو سیال یې ډونالډ ټرمپ رایې ورکونکو ته وویل، 'دوی د فاسد نظام ړنګولو ښه فرصت موندلی دی. '

ولسمشریزو ټاکنو له نظر پوښتنو ښکاري، چې مېرمن کلنټن د ښاغلي ټرمپ پرتله څلور پواینټه مخکې ده.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption .

د رایې کاروونې له ټاکل شوې ورځې یوه ورځ مخکې هم ګڼ شمېر کسانو خپلې رایې وکاروولې.

ګڼ شمېر اسپانویان هم خپلې رایې کاروولې او داسې تمه کېږي، چې ډېری دغه کسان به مېرمن کلنټن ته رایې ورکړي.

د امریکا فوکس ټلویزیون د نظر پوښتنې پایلې ښيي، چې د هیلیري کلنټن د پواینټونو شمېر ۴۸ دی او د ټرمپ پواینټونه ۴۴ دي.

بل لور ته د امریکا اوسني ولسمشر بارک اوباما له خلکو غوښتي، چې هیلیري کلنټن ته رایې ورکړي.

مشي ګن ایالت کې د دیموکرات ګوند پلویانو یوې غونډې ته وینا کې ښاغلی اوباما وویل:

''تاسې یو فرصت لرئ، چې د امریکا تاریخ کې لومړنۍ ښځینه ولسمشره وټاکئ او د خپل هېواد تاریخ کې د یوه نوي پړاو رامنځته کولو لپاره رایه ورکړئ. ''

ولسمشر اوباما زیاته کړه:

د انځور حقوق AFP
Image caption میلیونونه امریکایان د سې شنبې په سهار د رایې کاروونې مرکزونو ته روان وو

''د امریکا د ولسمشر په توګه زه له تاسې غواړم، چې زما د تېرو اتو کلونو کار ته په پام سره پر ما باور وکړئ، ما مېرمن کلنټن ته رایې ورکړې، ځکه زه پرې باور لرم که هغه ولسمشره شي دغه هېواد واګې به مناسبو لاسونو کې وي. ''

د امریکا عدلیې وزات په خبره د امریکا ۲۸ ایالتونو کې به د رایې کارېدنې په ورځ ۵۰۰ څارونکي په دنده وګومارل شي.

د عدلیې وزارت چارواکي به ۶۷ بېلو سیمو کې د مذهب، رنګ او یا جنسیت پر بنسټ د تبعیض په ګډون د مدني حقونو تضمین څارنه وکړي. د نومبر په اتمه نېټه به دواړه کاندیدان په نیویارک کې وي.