هند په یوه شپه کې د ۵۰۰ او ۱۰۰۰ روپیو نوټونه له منځه وړي

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه مهم اعلان لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ یوه وینا کې وکړ.

هند حکومت د تورو پېسو مخنیوي لپاره د نومبر له نهمې نېټې وروسته د پنځو سوو او زرو هندي روپیو بانکي نوټونو بندولو اعلان کړی.

دغه مهم اعلان لومړي وزیر نرېندرا مودي د دوشنبې په ورځ یوه وینا کې وکړ.

لومړی وزیر وویل هغه کسان چې دغه نوټونه لري په پوسته خانو یا خپلو بانکي حسابونو کې کېږدي او د دغو پېسو لپاره هېڅ حد نه دی ټاکل شوی.

نیکې: هند غواړي له جاپانه د یو نیم ملیارده ډالرو په ارزښت الوتکې واخلي

هند کې د هوا ککړتيا له امله ۱۷۰۰ ښوونځي تړل شوي دي

په نوي ډېلي کې د هوا ډېرې ککړتیا خلک اندېښمن کړي

لومړي وزیر خلکو ته وویل، چې دغه پېسې به د همدوی ملکیت وي. خو هغه کسان چې تورې پېسې لري دوی به اړ وي چې د مالیې چارواکو ته ووايي، چې دغه پېسې یې له کومه راوړې او ولې یې پرې مالیه نه ده ورکړې.

بانکونه به دغه اسانتیا د دسمبر له لسمې تر دېرشمې نېټې پورې چمتو کوي.

لومړي وزیر دا هم وویل، چې د سې شنبې پر ورځ او د هېواد په ځینو برخو کې به د چهارشنبې پر ورځ هم اي ټي ایم مشینونه غیرفعال وي.

د سې شنبې پر ورځ به بانکونو دروازې د مشتریانو پر مخ تړلې وي، چې دوی وکولای شي د نوي سسټم لپاره ځان چمتو کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بانکونو کې د پېسو جمع کولو حد نه دی ټاکل شوی

بل لور ته حکومت د دوو زرو روپیو نوي بانکي نوټ خپرولو اعلان هم کړي.

د پېسو پر ایستلو بندیز

راتلونکو څو ورځو پورې به له بانکي حسابونو د پېسو ایستلو لپاره هم یو حد ټاکل کېږي، خو لومړی وزیر وايي ژر به دغه بندیز پای ومومي.

د حکومت له دغه اعلانه وروسته به هند کې د سلو روپيو بانکي نوټ تر ټولو د ډېر ارزښت بانکي نوټ شي.

هند کې فساد یوه لویه ستونزه ده او د ځینو اټکلونو له مخې دغه هېواد کې د متوازي اقتصاد کچه میلیونونو ډالرو ته رسېږي.

حکومت غواړي دغه تورې پېسې ګرځنده شي او سپتمبر کې د بښنې یو پلان پای ته ورسېد، چې په کې خلکو ته د تورو پېسو سپینولو فرصت ورکړل شوی و.

اړونده مطالب