د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنې په انځورونو کې

د ټرمپ پلویان د انځور حقوق AP
Image caption د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په سیالۍ کې یوه ډرامه يي شپه، جمهوريبال نوماند په مهمو ایالتونو لکه فلوریډا، اوهایو او شمالي کرولینا کې بری ترلاسه کړ.
د ټرمپ پلویان د انځور حقوق EPA
Image caption د ټرمپ او د هغه د ملاتړو لپاره د اوهایو بری ډېر مهم و، ځکه له دې مخکې هر جمهوريپال د دې ایالت له ګټلو پرته سپینې ماڼۍ ته تللی دی.
هېلري د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنو له پایلو معلومېدلو مخکې د ډیموکراتې نوماندې هېلیري کلنټن ملاتړي ناهیلي ښکاري.
هېلري د انځور حقوق AP
Image caption مېرمن کلنټن، د ډیموکراتانو مهم مرکزونه له کلیفورنیا، اوریګان، نیویارک، نیوجرسي، کینکټیکاټ، مسچوسټ، مريلېنډ، ورمونډ، ډیلاور، ایلنیوز، رود ایزلېنډ، هوايي، واشنګټن او کولمبیا ولسوالي، نوې مکسیکو او کلوریډا وګټل.
ټاکنې د انځور حقوق AFP
Image caption له سل میلیونو ډېر امریکایان ټاکنو ته لاړل چې خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.
کلنټن د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ورځې په لومړیو کې کلنټن په نیویارک کې له رایې کارولو وروسته له خپل خاوند او پخواني ولسمشر سره ستړيمش وکړه.
ټرمپ د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي ټرمپ هم له خپلې مېرمنې سره یو ځای په نیویارک کې رایه واچوله. دواړو نوماندانو د دوشنبې په ورځ په مهمو سیمو لکه شمالي کارولینا، پنسیلوینیا او مشیګان کې ټاکنیزې هڅې وکړې.
رایه د انځور حقوق EPA
Image caption د لاس انجلس کلیفورنیا کې یوه جنۍ مور ته منتظره ده، چې رایه ور کوي.
رایه د انځور حقوق Reuters
Image caption ۹۱ کلن فابیو الوردو چې اصل له السلوادوری دی، په امریکا کې زیږېږېلی، له خپلې ۸۰ کلنې مېرمنې مارټا سره یې په کلیفورنیا کې رایه ور کړه.
ټرمپ د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پن دولتي پوهنتون کې یو کس د ټرمپ د څېرې په سر کولو سره نور خلک دغه نوماند ته د رایې ور کولو لپاره هڅوي.
ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هېلیري کلنټن ملاتړو هم د هغې د څېرې په اغوستلو سره دې نوماندې ته د رایې ور کولو لپاره خلک هڅول.
ټاکنې د انځور حقوق Reuters
Image caption امریکایانو کانګرس لپاره هم ټاکنې وکړې او د ولسي جرګې ټولو څوکیو او د سنا دریمه برخه څوکیو ته یې رایه ورکړه.
رایه د انځور حقوق AP
Image caption ټولو پنځوسو ایالتونو او واشنګټن ډي سي په شپږو مختلفو وختونو کې رایې ور کړې.
رایه د انځور حقوق EPA
Image caption یو رایه ور کوونکی په کنساس کې رایه ور کوي چې له ۱۹۶۸ کال راهیسې پکې جمهوريپالو رایې ګتلې دي.
رایه د انځور حقوق Reuters
Image caption د ورځې په لومړیو کې له ۴۶ میلیونو ډېرو امریکایانو د پوستې له لارې یا هم په رایه ور کزونو کې رایې وکارولې.
ټاکنې د انځور حقوق AP
Image caption ځینې خلکو دا ټاکنې د نوماندانو ترمنځ له دښمنۍ ډکې بللې او ډډه یې ترې وکړه.
خبریالان د انځور حقوق AP
Image caption له ټاکنو پای ته رسېدلو مخکې خبریالان په نیویارک کې د جمهوريپال نوماند ټاکنیزې غونډې ته ورغلل.
رایه د انځور حقوق AFP
Image caption د رایې شمېرلو لپاره تیاری نیول کېږي.
خلک د انځور حقوق EPA
Image caption په نیدرلېنډ کې خلک د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو له مجسمو سره انځورونه اخلي.
رایه د انځور حقوق AP
Image caption د رایو د لومړنیو پایلو پرمهال خلک د خپلو نوماندانو د ملاتړ لپاره منډې ترړې وهي.
خلک د انځور حقوق EPA
Image caption د مېرمن کلنټن پلویان په لومړیو کې ډېر خوشال وو.
ټرمپ د انځور حقوق PA
Image caption ډونلډ ټرمپ له خپلې کورنۍ او ملاتړو سره د رایو بهیر څاري.
ټاکنې د انځور حقوق Getty Images
Image caption فلوریډا ډېره مهمه وه او ټرمپ وګټله
رسنۍ د انځور حقوق AP
Image caption په نیویارک کې خلک له رسنیو په وروستي حال ځان پوهوي.
رایې د انځور حقوق Reuters
Image caption د کلنټن پلویان پایلو ته منتظر دي.
ټرمپ د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټرمپ پلویان خوشال دي او فکر کوي چې بری د دوی دی.

All photographs are copyrighted.