ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

د انځور حقوق ,
Image caption ډونلډ ټرمپ له خپلو پلویانو سره د رایو بهیر څاري.

د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو جمهوریپال نوماند ډونلډ ټرمپ د دغه هېواد ټاکنې وګټلې او د متحده ایالتونو ۴۵ ولسمشر شو.

په ټاکنو کې د خلکو ونډه ډېره پراخه بلل شوې ده. د ټرمپ د ګټلو امکان هغه وخت زیات شو چې د اوهایو، فلوریدا او شمالي کارولاینا په څېر یې په اوښتونکو ایالتونو کې ډېرې رایې و ګټلې.

له هغه وروسته د ډونلډ ټرمپ مشر سلاکار کرټس ایلس بي بي سي ته وویل: ''دا یوه ډېره په زړه پورې شپه ده. دا د امریکا لپاره یوه لویه شپه ده. دا د بهرنۍ نړۍ لپاره یوه لویه شپه ده.''

* د ډونلډ ټرمپ ژوند په انځور کې

* د امریکا ټاکنې او مسلمانان

ډونلډ ټرمپ څنګه ټولټاکنو کې بریالی شو؟

ستاسې بروزر دغه مطلب سم نه شي پرانستلی. د دغې نقشې لیدلو لپاره تاسې باید نوی بروزر چې جاوا سکرپټ ولري وکاروئ

د ډونلډ ټرمپ د رایو نقشه

جمهوريپال

ستاسې بروزر دغه مطلب سم نه شي پرانستلی. د دغې نقشې لیدلو لپاره تاسې باید نوی بروزر چې جاوا سکرپټ ولري وکاروئ

د هېلیری کلنټن د رایو نقشه

دیموکرات

ستاسې بروزر دغه مطلب سم نه شي پرانستلی. د دغې نقشې لیدلو لپاره تاسې باید نوی بروزر چې جاوا سکرپټ ولري وکاروئ

له ټاکنو مخکې نظرپوښتنو هېلیري کلنټن له سیال ډونلډ ټرمپ مخکې بلله او داسې اټکل و چې نوموړې به ولسمشره شي.

خو ډونلډ ټرمپ به ویل، چې خلک دې د نظرپوښتنو په هکله د فکر کولو په ځای رایې ور کړي.

د اوباما غبرګون: سبا لمر بیا ځلېږي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما چې په ټاکنو کې یې د هېلیري کلنټن ملاتړ کاوه، په ثبت شوي پیغام کې له امریکایانو غوښتي چې له "ستړې کوونکو او عجیبو ټاکنو؛ وروسته یو بل ته د ډیموکرات یا جمهوريپال په سترګه نه بلکې د هېوادوال په سترګه وګوري.

د هغه په خبره، له دې ور ها خوا چې ستاسو د خوښې نوماند ولسمشر کېږي او که نه" دا چې هرڅه وشي، خو لمر بیا سبا څېره وهي او امریکا به بیا هم د نړۍ تر ټولو غوره هېواد وي. "

د انځور حقوق .
Image caption د ټرمپ پلویان

د ټرمپ ژوند

د جمهوريپال ګوند ۷۰ کلن نوماند ډونلډ ټرمپ په میلیاردر سوداګر مشهور دی. هغه وخت یې خلک حیران کړل چې په ګوندي ټاکنو کې یې د خپل ګوند نور سیالان مات کړل.

ښاغلی ټرمپ د نیویارک د ملکیتونو یو شتمن سوداګر، فرېډ ټرمپ، څلورم اولاد دی.

د کورنۍ د شتمنۍ سره سره، له ده هیله کېده چې د پلار په شرکت کې د ټیټې کچې کارونه وکړي او کله چې يې په ښوونځي کې په ناسمې رويې پیل وکړ په ۱۳ کلنۍ کې پوځي اکاډمي ته ولېږل شو.

هغه د پنسلوانیا د پوهنتون په وارټن پوهنځي کې زده کړه وکړه او کله چې يې مشر ورور، فرېډ، د پیلوټۍ مسلک غوړه کړ، دی د پلار ځای ناستی شو.

ټرمپ په نیویارک ښار کې د استوګنې کورونو په برخه کې د پلار د پراخ تجارت د اداره کولو چارو سره مرسته کوله.

په ۱۹۷۱ کې يې د شرکت کنټرول په خپل لاس کې واخیست او نوم يې ورته د ټرمپ سازمان کېښود.

د ډونالډ ټرمپ پلار په ۱۹۹۹ کې مړ شو. هغه وخت ښاغلي ټرمپ ويلي وو "زما پلار ما ته الهام راکاوه"

ټرمپ درې ځله واده کړی، خو تر ټولو مشهوره ښځه يې لومړۍ مېرمن ایوانا زیلنیکووا، وه چې د چک هېواد یوه ورزشکاره او ماډله وه.

د انځور حقوق AP
Image caption ټرمپ وايي د ټولو امریکایانو ولسمشر دی.

ورته مطالب