ډونالډ ټرمپ: اوس د یو موټی کېدو وخت دی

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ټاکنیز کمپاین پر مهال تر څو میاشتو پورې د نظر پوښتنو له مخې هېلري کلنټن له ډونالډټرمپ مخکې وه

د امریکا متحدو ایالتونو کې د جمهوریتپال ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ له یوه اوږده ټاکنیز کمپاین وروسته د خپل هېواد ۴۵ ولسمشر ټاکل شوی دی.

ډونالډ ټرمپ ویلي د ټولو امریکایانو خدمت به وکړي. نوموړي د ملي یووالي غوښتنه کړې.

له دې مخکې هیلري کلینټن ډونالډ ټرمپ ته ټیلیفون کړی او خپله ماتې یې منلې ده.

اوسني ولسمشر بارک اوباما هم ډونالډټرمپ ته مبارکي ویلې او د واک لېږد لپاره یې د سې شنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته غوښتی.

ډونالډټرمپ به جنورۍ کې لوړه وکړي او د کانګریس په دواړو جرګو کې به یې اکثریت ولري.

ټرمپ ته د نړیوالو مشرانو مبارکۍ

ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشرۍ ټاکنې وګټلې

د ټاکنیز پر مهال تر میاشتو پورې نظر پوښتنو کې د ډونالډټرمپ پرتله د هیلري کلنټن پلویانو شمېر ډېر و، خو د ټاکنو په ورځ په یو شمېر مهمو ایالتونو کې، چې رایې ورکونکي یې زړه نازړه معلومېدل له بریا وروسته ټرمپ بریا ته ورسېد.

ډونالډټرمپ وسکاسن کې له بریا وروسته د ۲۷۰ الکټورل رایو تر لاسه کولو هغه پړاو ته ورسېد، چې د امریکا ولسمشر په توګه ټاکل کېدو لپاره اړین دي. له بریا وروسته نیویارک کې خپلو پلویانو ته وینا کې نوموړي وویل:

'' همدا اوس هیلیري کلنټن ټیلیفون کې موږ ټولو ته مبارکي وویله ''

د انځور حقوق AP
Image caption ډونالډټرمپ به جنورۍ کې د ولسمشر په توګه لوړه وکړي

نوموړي زیاته کړه:

''اوس وخت راغلی، چې موږ ټول یو موټی ملت شو. موږ به له هغو ټولو هېوادونو سره ښه اړیکي وساتو، چې له موږ سره ښه اړیکي غواړي. موږ به له ټولو هېوادونو سره د مقابلې کولو پر ځای شراکت کوو. ''

ډونالډټرمپ ومنله، چې هیلیري کلنټن یوه سخته سیاله کاندیده وه:

''هیلیري سخته سیالي وکړه او زه د امریکا لپاره د هغې د هڅو ستاینه کوم. ''

د نوموړي په خبره:

ما له لومړي سره ویلي و، چې دا یوه ټاکنیزه سیالي نه ده، بلکې د سلګونو زرو خلکو یو داسې تحریک دی، چې غواړي امریکا ته خدمت وکړي. د ټرمپ په خبره، موږ به په ګډه کار وکړو او امریکا به عظمت ته ورسوو.

'' ما ټول عمر کاروبار کړی او امریکا کې مې ډېره وړتیا لیدلې. هر امریکایی به د توجه مرکز وي. موږ به خپلو ښارونو کې دننه، روغتونونو او اډانې کې غوره والي لپاره کار وکړو او سلګونو زره خلکو ته به کاري فرصتونه ومومو. ''

ټرمپ د خپل مور، پلار، خوېندو، وروڼو او ماشومانو مننه وکړه او دغه راز یې د جمهوریتپال ګوند له مهمو غړو مننه وکړه، چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې ملګري وو.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټرمپ د خپل مور، پلار، خوېندو، وروڼو او ماشومانو مننه وکړه او دغه راز یې د جمهوریتپال ګوند له مهمو غړو مننه وکړه، چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې ملګري وو

له هغه وروسته، چې پروسږ کال نوي سیاسي شخصیت، ټلویزیوني ستوري، د جایدادونو وتلي کاروباري ډونالډ ټرمپ وویل، چې د ولسمشرۍ ټاکنیز بهیر کې برخه اخلي، ګڼو کسانو یې څرګندونې بابیزه وبللې او نوموړي د سې شنبې په شپه وویل، چې سږکال یې له ډېرو ستونزو ډک و.

ټرمپ ۲۸ ایالتونو کې بریالی شو، چې په کې پنسلوانیا او وسکاسن ایالتونه هم شامل وو.

دغو ایالتونو کې له ۱۹۸۸ او ۱۹۸۴ راهیسې هېڅ جمهوريپال کاندید بریا نه وه خپله کړې. بل لور ته ۶۹ کلنې هیلیري کلنټن غوښتل د امریکا لومړنۍ ولسمشره شي، خو له ناکامۍ وروسته یې پلویانو ته له وینا کولو انکار وکړ.

تر اوسه خپرې شوې پایلې ښيي، چې مېرمن کلنټن له پنځوسو نه اتلسو ایالتونو کې بریا تر لاسه کړې.