د بشري حقونو څار سازمان: ټرمپ دې ټاکنیز شعارونه پرېږدي

د بشري حقونو نړیوال سازمان د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د ټرمپ تبلیغاتي دریځونه غندلي او د پرېښودلو غوښتنه یې کړې د انځور حقوق AFP
Image caption د بشري حقونو نړیوال سازمان د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د ټرمپ تبلیغاتي دریځونه غندلي او د هغې د پرېښودلو غوښتنه یې کړې

په داسې حال کې چې د امریکا ځینو ښارونو کې د ډونلډ ټرمپ پرضد لاریونونه شوي، د بشري حقونو یوه ملاتړي نړیوال سازمان له منتخب ولسمشر نه غوښتي چې خپل ټاکنیز شعارونه یوې خوا ته پرېږدي.

د امریکا متحده ایالتونو په ولسمشریزو ټاکنو کې د ښاغلي ټرمپ د بریالیتوب اعلان سره، د بشري حقونو د څار سازمان هغه ته خبرداری ورکړی چې "د ټاکنیزو مبارزو شعارونه چې ښکاري د بشري حقونو په برخه کې د متحده ایالتونو بنسټیزې ژمنې ردوی یوې خوا ته پرېږدي او د بشر حقونه د خپل کورني او بهرني سیاست محور وګرځوي."

د بشري حقونو د څار سازمان په وبسایټ کې خپرې شوې وینا کې ددغه سازمان د اجراییوي مشر کنت روت په حواله ویل شوي چې ډونلډ ترمپ، "له داسې مبارزې سره چې په څرګنده د ښځو ضد، توکم پالنه او د پردو وېرول و سپینې ماڼۍ ته لاره ومونده، خو دا لاره یوې بریالۍ واکمنۍ ته نه غځېږي." هغه زیاته کړې؛ "منتخب ولسمشر باید ژمنه وکړي چې د متحده ایالتونو مشري به داسې کوي چې د ټولو لپاره د بشري حقونو د موازینو د رعایت او مخته وړلو تضمینوونکی وي."

+ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته ځي؛ د امریکا څو ښارونو کې لاریون شوی

+ امریکا کې د ټرمپ په مخالفت کې لاریون

+ د ټرمپ پر ټاکلو د خوښۍ او ناخوښۍ غبرګونونه

د بشري حقونو سازمان وینا د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مهال ځینو څرګندونو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغه کې یې د ۲۰۱۵ کال په جون کې د خپلې کاندیداتورۍ د اعلانولو پرمهال د مکزیکي کډوالو په تړاو ویلي و: "کله چې مکزیک خپل خلک امریکا ته استوي، خپل ښه خلک دلته نه راستوي ... هغوی مساله لرونکي کسان راستوي چې خپلې ستونزې موږ ته راوړي؛ نشه یي توکي راوړي، جرم او جنایت راوړي؛ هغوی د جنسي تېري مجرمین دي. البته فکر کوم چې ځینې یې ښه خلک هم وي." همداراز ښاغلي ټرمپ سپارښتنه وکړه چې امریکا ته د مسلمانانو ورتګ منع کړای شي.

په دغه وینا کې راغلی؛ منتخب ولسمشر د خپل ټاکنیز کمپاین په اوږدو کې پر ترهګریزو فعالیتونو له تورنو کسانو د معلوماتو ترلاسه کولو لپاره له بېلابېلو ربړونو ملاتړ وکړ او ژمنه یې وکړه چې د ګوانتانامو زندان به پرانستی وساتي او هغه به "له دغو کرغېړنو کسانو" ډک کړي. ښاغلي ټرمپ په یوه ویډیويي وینا کې چې د ۲۰۰۵ کال اړوند ده ظاهرا پر ښځو جنسي زورزیاتی ستایلی او که څه هم وروسته یې بخښنه وغوښته، خو څو ښځو هغه پر جنسي لاس اچونې تورن کړ.

د انځور حقوق EPA
Image caption لاس انجلس کې د سیاسي زده کړې د کمېټې کډوال غړي - د بشري حقونو د څار سازمان د کډوالو په تړاو د ټرمپ دریځ بدلېدو غوښتنه کړې

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي؛ "منتخب ولسمشر د راتلونکي کال په جنوري میاشت کې د کار د پیل پرمهال به دننه په متحده ایالتونو او بهر کې د بشري حقونو د لویو ننګونو وارث وي له دې ډلې په هغو جګړو کې د متحده ایالتونو د رول ټاکل دي چې په هغو کې په پراخه کچه د ولسي وګړو وژل کېدل په یوه عام دود بدل شوی، څه دا وضعیت سوریې سره تړاو ولري، څه که عراق، افغانستان یا هم یمن وي. او متحده ایالتونه په یمن کې په یوه وسله وال لوري بدل شوی چې په هغې کې د امریکا ملګري په توګه سعودي عربستان ولسي وګړي له ویجاړوونکي او بې توپیره تاوتریخوالي سره مخ کړي."

+ ټرامپ امریکا ته د مسلمانانو د ورتګ مخنیوی غواړي

+ د ټرمپ له کرکې پر ډکو څرګندونو تازه نیوکې شوې

+ ولید بن طلال: ټرمپ د امریکا لپاره شرم دی

دغه سازمان ویلی؛ "ټرمپ دا موکه لري چې د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال خپل غالبا ځوروونکي شعارونه یوې خواته پرېږدي او د بشري حقونو رعایت د راتلونکي دولت د کورني او بهرني سیاست محور وګرځوي او باید پوه شي چې د بشري حقونو د مخته وړلو، ښه مدیریت او د قانون حاکمیت په برخه کې د متحده ایالتونو د دولت اعتبار هله ساتل کېدای شي چې دا هېواد د ښځو او ماشومانو د حقونو، جزایي حقونو، ګوانتانامو زندان، له جګړه ییزو سیمو وتلو ځایونو کې ډرون بریدونه او د ربړونې قربانیانو ته عدالت په څېر برخو کې خپل سلوک ښه کړي." د بشري حقونو د څار سازمان خبرداری ورکړی "که ستاسو دولت کله کله د بشري حقونو موازین له پامه وغورځوي، نور نشئ کولای نور هېوادونه د بشري حقونو د رعایت لپاره تر فشار لاندې راولئ."

د انځور حقوق AP
Image caption سیاټل کې اعتراضي راټولېدنه - په بېلابېلو ښارونو کې د منتخب ولسمشر پرضد لاریونونه وشول

په دغه وینا کې له ښاغلي ټرمپ نه غوښتل شوي د کورنۍ سیاست په برخه کې لکه د جزایي حقوقو اصلاح، د کډوالۍ په برخه کې اصلاحات او د توکمیز تبعیض د لرې کولو لپاره لاس پکار شي او په نړیواله کچه د مدني ټولني او بیان ازادۍ ځپلو سره مقابلې ته پام واړوي په ځانګړې توګه روسیې، چین، ایتوپیا او بنګله دېش په څېر هېوادونو ته. همداراز، لازمه ده چې د امریکا دولت د شمالي کوریا په څېر توتالیتر نظامونو پروړاندې نوی او اغېزناک چلند غوره کړي او د ترکیې په څېر هېوادونو کې د مدني ازادیو د ځپل کېدو د مخنیوي هڅه وکړي چې ښکاري واکمنان یې غواړي د خپل دریځ او موقعیت پياوړي کولو پر لور ګام اخلي.

+ پاپ پر ډونالډ ټرمپ کلکه نیوکه وکړه

+ د م. م چارواکي د ربړونې په باب د ټرمپ خبرې غندلې

+ ډونلډ ټرمپ: تېروتلی یم، بښنه غواړم

له منتخب ولسمشر نه همداراز غوښتل شوي چې د وسلې واک د محدودیت په برخه کې لکه د بشپړ اتوماتیک وسلو سېسټم - چې "وژونکي روباټونه" نومېږي - د قانوني منع کولو او له ماینونو او خوشه یي مهماتو له کارونې سره مبارزې لپاره ګام واخلي او په دې تړاو پر نړیوالو معاهداتو عمل وکړي.

د انځور حقوق AP
Image caption مانیلا کې د امریکا سفارت مخې ته اعتراضي لاریون - د ټرمپ د دریځ پرضد په ځینو هېوادونو کې هم لاریونونه وشول

د بشري حقونو د څار سازمان وینا په داسې مهال خپرېږي چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د بریا اعلان وروسته د امریکا په څو ښارونو کې د منتخب ولسمشر پرضد لاریونونه وشول او لاریونیانو د ټاکنیز کمپاین پرمهال د ټرمپ پر دریځ او څرګندونو اعتراض کړی دی.

په نیویارک کې څو زره کسانو د ټرمپ ټاور پر لور لاریون وکړ او څو سوه کسان په یوه پارک کې راټول شول او د "ته زما ولسمشر نه یې" شعارونه یې ورکړل. دا شعار په ټولنیزو رسنیو کې د ښاغلي ټرمپ د مخالفینو شعار ګرځېدلی دی. د کلیفورنیا په اوکلېنډ کې لاریون کوونکي له پولیسو سره ونښتل او د شیکاګو په مرکز کې نژدې ۲۰۰۰ لاریون کوونکي د ټرمپ یوه نړیوال هوتل مخې ته راټول شول او شعار یې ورکړ: "ټرمپ نه، لوی کوکلس نه، توکمپاله امریکا نه."

په واشنګټن، لاس انجلس، سیاټل، فلادلفیا، بوسټن، پورتلېنډ، اروګون، اوسټین او څو نورو ښارونو کې هم ورته لاریونونه وشول. د لاریونیانو اصلي شعار د کډوالو، ښځو او لږکیو په تړاو د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین مهال څرګندونو او دریځونو نه د کرکې ښکاره کول وو. په ځینو دغو لاریونونو کې د منتخب ولسمشر د څېرې نانزکو ته اور ورته شو.

همداراز په څو نورو هېوادونو کې هم د ښاغلي ټرمپ پرضد لاریونونه وشول. د فلیپین په پلازمېنې مانیلا او لندن کې لاریون کوونکي د امریکا سفارت مخته راټول شول او په ځانګړې توګه د کډوالو، ښځو او لږکیو په تړاو د ښاغلي ټرمپ پر دریځ یې نیوکه وکړه.

د انځور حقوق AP
Image caption لندن کې د ټرمپ ټاکل کېدو پرضد لاریون

ورته مطالب