د امریکا ۴۵ ولسمشر پر ټاکلو د نړیوالو مشرانو غبرګونونه
ډونلډ ټرمپ د امریکا ۴۵ ولسمشر دی
د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه د لانجمنې څېرې ډونلډ ټرمپ د ټاکل کېدو په غبرګون کې د هېوادونو مشرانو غبرګونونه ښودلي.
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولانډ ویلي، د ټرمپ په بریالي کېدو سره د بې باورۍ پړاو پيلېږي، خو نورو اروپايي مشرانو بیا ښاغلی ټرمپ هڅولی چې د لوېدیځې دیموکراسۍ ارزښتونو ته درناوی وکړي.
د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټسک ویلي هغه څه چې وشول د خبرداري یوه نښه ده او اروپا ته په کار دي چې په ګډه د ډاډ فضا رامنځته کړي.
دغه ښاغلي ټسک او د اروپايي کمیسیون مشر جان کلوډ یونکر په یوه ګډ بیان کې ډونلډ ټرمپ ته بلنه ورکړې چې په مناسب وخت کې د اروپا او امریکا په سرمشریزه کې برخه واخلي.
پوتین
پوتین: ''د مسکو او واشنګټن تر منځ داسې مثبتو خبرو ته اړتیا ده، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.''
خو د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین غبرګون بیا د خوښۍ و، هغه ویلي د ښاغلي ټرمپ ټاکل به د موسکو او واشنګټن د اړیکو او د نړۍ د امنیت په ګټه تمام شي. خو د لاتیني امریکا په هېوادونو کې ځکه خلکو د ډونالډ ټرمپ په ټاکل کژدو ناخوښي ښودلي چې وايي له امریکا به ټول ناقانونه کډوال وباسي او له مکسیکو سره پر پوله به دېوال جوړ کړي.
خو د مکسیکو ولسمشر ایریکو پینانیتو ویلي، دی ډاډه دی چې دواړه هېوادونه به همکارۍ ته دوام ورکړي.
کله چې ښاغلی ټرمپ بریالی شو، د مکسیکو د پيسو ارزښت هم راټیټ شو او دا وېره پيدا شوه چې ښايي د دېوال د جوړولو ژمنه سرته ورسوي.
پوځي تمرینات
کیوبايي چارواکو اعلان کړی چې د روانې میاشت په پای کې د احتمالي په وړاندې د چمتووالي لپاره پوځي تمرینات کوي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي هيله ښودلې چې د ډونالډ ټرمپ حکومت د نړۍ د چاپيریال ساتنې او بشري حقونو په برخه کې مرسته وکړي.
د چین دولتي رسنیو ویلي، ولسمشر شي جین پينګ ښاغلي ټرمپ ته د ټيلېفون له لارې مبارکي ویلي او هیله یې ښودلي چې د ډونلډ په مشرۍ له امریکا د دوه اړخیزه درناوي پربنسټ ګډ کار وکړي او له شخړو ډډه وشي.
د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د ټاکنیز کمپاین بهیر کې د هند په اړه د ټرمپ اندونه ستایلي
د هند لومړي نرېندرا وزیر د امریکا له نوي ولسمشر سره د ګډ کار او د اړیکو د پراختیا هیله کړې.
د فلپین ولسمشر چې اوسني ولسمشر بارک اوباما ته یې سپکې سپورې ویلې وې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ له امریکا سره د اړیکو د ښه کیدو هیله څرګنده کړې ده .
او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي هیله لري چې د ډونالډ په بریالي کېدو په سیمه کې مثبت ګامونه پورته شي.
د اسرائيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ښاغلی ټرمپ د اسرائیلو دوست بللی او هوډ یې څرګند کړی چې له هغه سره به د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ګډ کار وکړي.
فلسطینۍ ډلې حماس چې غزه یې په واک کې ده د امریکا د نوي ولسمشر د ټاکل کېدو په غبرګون کې ویلي، هیله لري چې امریکا د فلسطین پر اړه خپله کړنلاره له سره غور وکړي.