د هېلیري کلنټن تېروتنې څه وې؟

د انځور حقوق AFP
Image caption هېليري کلنټن د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د میلیونو په غوسه شویو رایو ورکونکو لپاره د ناکامو امریکايي سیاستونو په سمبول باندې بدله شوه.

د امریکا وروستۍ ټاکنې( نومبر۸) چې بې له شکه د امریکا په تاریخ کې ډېرې غیرعادي وې، باید د سیاسي واکمن نظام پر ضد یو بغاوت وګڼل شي او ډېر لږ کسان موندلی شو چې د هېلیري کلنټن په شان د واکمن سیاسي نظام څرګندونکي وي.

هغه د خپل ټاکنیز کمپاین په ترڅ کې د میلیونو په غوسه شویو رایو ورکونکو لپاره د ناکامو امریکايي سیاستونو په سمبول باندې بدله شوه.

ډونلډ ټرمپ وکولای شول په اړوندو ایالتونو کې په کافي اندازه رایو ورکوونکو ته قناعت ورکړي چې له ده سره د ستونزو د حل لاره شته ده.

د هېلیري کلنټن ژوند

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې څنګه ترسره کېږي؟

"افغانستان، هغه جگړه چې کلنټن او ټرمپ پرې سترگې پټې کړې"

دغه امریکايي میلیاردر د نظام د استازي په وړاندې خپل ځان له نظامه بهر د یوه بریالي استازي په توګه وښوده او په معترض استازي باندې بدل شو. په داسې حال کې چې کلنټن د موجودې وضعې او نظام استازیتوب کاوه.

هېلیرې کلنټن په وار وار وویل چې د ولسمشرۍ لپاره تر ټولو ډېره وړتیا لري. هغې په وار وار د خپل نړیوال اعتبار یادونه وکړه او د امریکا د لومړۍ میرمن، د نیویارک سناتورې او د هېواد د بهرنیو چارو وزیرې په توګه یې د خپلو کارونو مثالونه یاد کړل.

خو په دغو لیونیو ټاکنو کې چې له پراخې نارضایتۍ ډک وې، د کلنټڼ تجربې او وړتیاوې د ټرمپ د پلویانو له نظره منفي ټکي بلل کېدل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په داسې یو هېواد کې چې د رایو ورکوونکو ښځو شمېره له نارینه وو ډېره دی، داسې ښکارېده چې د کلنټن جنسیت به ورته یو ستر امتیاز وي.

ډېری هغو خلکو چې د هغې د ټاکنیز کمپاین په وخت کې يې له ماسره خبرې کړې وې( په ځانګړې توګه شمالي سیمو کې) ویل، غوره بولي چې د یو واشنګټني سیاستوال او د نظام دننه یوکس پر ځای یو سوداګر سپينې ماڼۍ ته ننوځي. له واشنګټنه د هغوی کرکه د پوهېدو وړ ده او همدا راز له هېلیري څخه د هغوی کرکه.

دا کرکه داخلي وه. ښه مې په یاد دي چې په تینیسي کې مې د منځني عمر یوې مېرمنې سره خبرې کولې، د تودو وینو او یوه ډېره با ادبه ښځه وه. خو کله چې به د هېلیرې کلنټڼ خبره یاده شوه، ټول نزاکتونه به له منځه لاړل.

پر هېلیري کلنټن د باور نشتوالی اوږده سابقه لري او له همدې امله د بريښنالیکونو قضیه پراخه شوه.

د هغې ستونزه د باور نشتوالی و. د ډېرو له نظره کلنټن د امریکا له ختیځه د ممتازې طبقې یوه ښځه وه چې په سپکاوي او له پورته څخه به يې کارګرې طبقې ته کتل.

هغه شتمني چې د کلنټن کورنۍ له سپینې ماڼې له وتلو وروسته ترلاسه کړه هم هغوې سره مرسته و نه کړه.

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمنې یوازې داسې لیبراله نه وه چې په لیموزین موټر کې به سپرېده بلکې د داسې یوې لیبرالې په سترګه ورته کتل کېدل چې په ځانګړې جیټ الوتکه کې به سپره وه.

د هغوې ثروت دلته هم له کارګرې طبقې سره د ستونزې سبب شو په داسې حال کې چې همدغو خلکو په خپله خوښه د ملکیتونو یوعادي شتمن ته رایه ورکړه.

د انځور حقوق Spencer Platt
Image caption بارک اوباما د هېلیري تجربې وستایلې خو دا د ډیرو رایو له منځه تللو سبب شوه

په داسې یو هېواد کې چې د رایو ورکوونکو ښځو شمېره له نارینه وو ډېره دی، داسې ښکارېده چې د کلنټن جنسیت به ورته یو ستر امتیاز وي.

خو برني سانډرز سره د ټاکنیزو سیالیو په هماغه لومړي پراو کې معلومه شوه چې هېلیري د ځوانو ښځو په هڅولو کې څومره ستونزه درلوده ( په تیره بیا چې د هېواد د لومړۍ ښځینه ولسمشرې په ټاکلوکې مرسته وکړي).

د ډېرو ښځو اړیکي ورسره هېڅکله تاوده نشول. ډېرو ښځو د دې هغه خبره ځانته سپکاوی باله چې د خپل میړه د ولسمشرۍ په وخت کې کړې وه چې ویلي يې وو نه غواړي داسې یوه ښځه اوسي چې په کور کې ناسته وي او شیریني پخوي.

کله چې ډونلډ ټرمپ هېلیري تورنه کړه چې ويې نشوای کولای د خپل میړه نامشروعو اړیکو مخه ونیسي او هغو ښځو ته يې سپکاوی کړی چې مېړه يې ځورولې وي، ډېرو ښځو د تایید په توګه خپل سرونه ښورول.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هېلیري ۱۹۷۵ کال کې بېل کلنټن سره واده وکړ

سره د دې چې بې له شکه د ډېرو نارینه وو دودیزه او قدیمې سکسیستي باور هم په دې قضيې کې رول درلوده: هغه نارینه چې نه يې غوښتل یوې ښځې ولسمشرۍ ته رایه ورکړي.

په داسې یو کال کې چې ډیری امریکایانو بدلون غوښته، داسې ښکارېده چې هېلیري د موجودې وضعې د دوام وړاندیز کاوه (او د کوم بدلون یادونه يې نه کوله). تل د یو ګوند لپاره د درې پرلپسې ټاکنو ګټل سخت و.

ډيموکراټانو د ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې ونشوای کولای چې درې ځلې پرلپسې سپینۍ ماڼۍ ته ننوځي.

خو باید هطره نه کړو چې د کلنټونیانو په اړه د ډیرو رایو ورکوونکو حوصله پای ته رسېدلي وه.

هېلیري کلنټن د ټاکنیز کمپاین لپاره ذاتي استعداد نه درلود. د هغې ډېری ویناګانې یو نواخته او بې روحه وې.

د ویناګانو مهمې برخې یې په مصنوعي ډول ادا کولې او د ځینو خلکو پرغوږو ریاکاره لګېدلي.

د برېښنالیکونو د قضیې په اړه بیا پلټنه هم د دې سبب شوه چې هغه خپل ټاکنیز کمپاین په منفي پیغامونو سره پای ته ورسوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ د سپین پوستې کارګرې طبقې پر رایو باندې په اتکا کولو سره وکولای شول د ډيموکراټانو د "آبې دیوال" یوه برخه ورانه کړي.

خاموش اکثریت د ټرمپ تر څنګ درېږي

کلنټن د خپلې خبرې د اصلې مطلب په بیانولو کې هم ستونزه درلوده او د هغې دا شعار چې "یود بل ترڅنګ پیاوړي یوو" هېڅکله د ټرمپ د دې شعار په شان ښه نشو چې ویل يې "امریکا به بیا ستره کړو".

په اصل کې د کلنټن کمپاین متعدد شعارونه درلودل او دا سې ښکارېده چې د یو مشخص پیغام په رامنځته کولو کې يې ستونزه درلوده.

د کلنټن کمپاین تاکتیکي اشتباهات هم درلودل. د دې پر ځای چې هغو ایالتونو کې خپلې زېرمې او وخت ضایع کړي چې اړتیا یې ورته نه درلوده ( لکه اوهایو او شمالي کارولینا) کولای يې شول چې په هغو ۱۸ ایالتونو کې ډېر وخت تېر کړي چې په شپږو وروستیو ټاکنو کې يې ديموکراټانو ته رايې ورکړې وې او "د ډيموکارتانو د آبې دیوال" په نامه یادېدل.

ښاغلي ټرمپ د سپین پوستې کارګرې طبقې پر رایو باندې په اتکا کولو سره وکولای شول د ډيموکراټانو د "آبې دیوال" یوه برخه ورانه کړي.

د پنسلوانیا او ویسکانسن ایالتونو رايې يې په داسې حال کې ترلاسه کړې چې په دویم ایالت کې جمهوريپالي له ۱۹۸۴ راهیسې نه وو بریالي شوي.

دا ټاکنې یوازې له هېلیري کلنټن د خلکو مخ ګرځول نه وو بلکې اوباما ( او د هغه امریکا) څخه هم د هېواد د نیمايي خلکو مخ ګرځول وو، دا داسې یو مطلب دی چې کېدای شي د یوې بلې مقالې موضوع شي.

ورته مطالب