د مونیخ پر ایراني الاصله بریدګر وسله پلورونکی 'تر پوښتنو لاندې دی'

حملات مونیخ د انځور حقوق EPA
Image caption د پولیسو په وینا ۱۸ کلن بریدګر په برید کې کارول شوې وسله له انټرنټي سایټ نه پېرلې وه

جرمني کې د وسلو له هغه پلورونکي پوښتنې ګروېږنې روانې دي چې پر یوه ایراني الاصله ۱۸ کلن هلک یې وسله پلورلې وه او هغه پرې په مونیخ ښار کې ۹ کسان په ډزو ووژل.

سږکال په جولای میاشت کې یوه ایراني الاصله جرمني په مونیخ ښار کې د پېر او پلور یوه مرکز کې ۹ کسان ووژل او وروسته یې ځانوژنه وکړه. پولیسو وویل؛ دغه کس په ډزو له وژنې سره ډېره لېوالتیا لرله.

جرمني کې د څارنوالۍ چارواکي وایي؛ ښایي وسله پلورونکی په رسمي ډولت تورن کړي. احتمال لري دا کس چې یوازې د "فلیپ کې" په نوم یاد شوی په پنځه کاله بند محکوم شي.

ډېوېډ علي سنبلي، په برید کې کارول شوې وسلې د انټرنټ له لارې پېرلې وې، خو د وسلې پلورونکي په یوه غیرمعمول ګام کې د وسلې سپارلو لپاره له هغه سره کتلي و.

+ د مونیخ برید کوونکی ډېوېډ علي سنبلي څوک و؟

+ د مونیخ پولیس: برید کوونکي په یوازې سر برید کړی

+ د مونیخ برید

څارنوالۍ ویلي؛ وسله پلورونکی باید د بریدګر کس نیت ته پام کړی وای.

د مونیخ تر برید وروسته، جرمني کې سیاستوالو د وسلې پلور ته د سختو شرایطو او تدابیرو غوښتونکي شول.

جرمني د وسلې د کنټرول له مخې د نړۍ له سختو شرایطو لرونکی هېواد دی، خو دا هېواد په ورته وخت کې یو له هغو هېوادونو دی چې د وسلې مالکیت له پلوه په سر کې راځي.