جرمني کې د رجب طیب اردوغان پرضد پراخ لاریون

د عکس سرچینه، EPA
د لاریون کوونکو لخوا ليږدېدونکي انځور کې اردوغان ته په خطاب کې لیکل شوي چې "ستا په اړه به قضاوت وشي"
زرګونه کردانو، علویانو او د کردانو پلویانو د جرمني په کلن ښار کې د هغه څه پروړاندې چې د رجب طیب اردوغان "ډیموکراسۍ ضد" سیاستونه بلل شوي لاریون وکړ او پر ترکیې د جرمني د فشار راوړلو غوښتنه یې وکړه.
لاریون کوونکي د شنبې په ورځ (نومبر ۱۲مه) د کلن ښار په مرکزي سړکونو کې راټول شول او د جرمني له لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل او له دولت نه یې وغوښتل چې د ډیپلوماتیک توان په کارولو د ښاغلي اردوغان ګامونه چې ددوی له نظره تېرکال اوړي کې "تر ناکامې کودتا وروسته ځپنې" دي مهار کړي.
د راپورونو له مخې، د کلن پولیسو د یوې ډلې کسانو د خورولو لپاره چې د امنیتي ځواکونو پرلور یې تېږې او بوتلونه غورځول له ډنډې او د مرچو له سپرې کار واخست.
ډېرو لاریون کوونکو خپل مخونه پټ کړي و او له ځان سره انځورونه لېږدول چې د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) سمبول پکې لیدل کېده. ترکیه کې د پي کې کې فعالیت ناقانونه دی.
په جولای میاشت کې د کودتا تر ناکامېدو وروسته د ښاغلي اردوغان دولت له ۱۰۰ زرو ډېر کسان نیولي یا له دندو لرې کړي دي چې په هغو کې سلګونه خبریالان، قاضیان، ښوونکي او د کردانو مشران وو.
پر دغو کسانو د کودتا ملاتړ یا په کودتا کې لاس لرلو تور پورې شوی چې ښاغلي اردوغان یې اصلي طراح امریکا مېشتی روحاني مشر فتح الله ګولن یادوي او له امریکا نه یې د هغه د سپارلو غوښتنه کړې ده.
ښاغلي ګولن په وار وار دا ادعا رد کړې او امریکا د هغه د ستنولو غوښتنې ته لا ځواب نه دی ورکړی.
ترکیې کې د کردانو ملاتړ لرونکي خلق ډیموکراتیک ګوند مشرانو نیول کېدل د رجب طیب اردوغان پروړاندې د اعتراضونو نوې څپه راپورته کړې ده.
دوه ورځې وړاندې هم د اروپایي ټولنې کمیسیون ترکیه د جولای ۱۵مې له ناکامې کودتا راوروسته "د قانون له حاکمیت نه پر جدي تېرېدنې" تورن کړ.
د اروپایي ټولنې یوه چارواکي هم ویلي؛ ترکیه له اروپایي ټولنې سره د یوځای کېدو پرلور حرکت نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له اروپایي ټولنې غوښتي دي چې د ترکیې د یوځای کېدو په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.
د ترکیې او اروپایي ټولنې ترمنځ د ترېنګلتیا ډېرېدو له اروپا نه ترکیې ته د ناقانونه کډوالو بېرته ستنولو په تړاو د مارچ میاشتې هوکړې احتمالي لمنځه تللو اندېښنې راولاړه کړې ده.
ترکیه کې د کردانو پلوي مشران او د پارلمان استازي نیول شوي
د ترکیې امنیتي ځواکونو د ترکیې پارلمان کې د کردانو پلوي ګوند - د خلق ډیموکراتیک ګوند - دوه مشران فیګن یوکسکداغ او صلاح الدین دیمیرتاش نیولي دي.